خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د سولی او تفاهـم دلیارې مبلغ دوکتور سعید افغانی

څیړندوی عبدالله بختانی « خدمتګار »


دوکتور محمد سعید «  سعید افغانی »  زمــونږ د هیــواد مشهور عــالم ، لیکوال ،  مــولف،  استاد  او اجتماعـي  شخصیت و چـه  تل یی د سولی ، تـرقی ،  وروری ، برابری او تفـاهم  لپـاره مبارزه کـوله، د دی  نومیالـی  پوه دروند  نــوم هم  په وطــن کښی او هــم د نړی  په  نورو  هیوادونــو کښی  خپور او مشهور دی .

په دوکتور سعید افغاني  باندی، د هغه  د ژوندانه کلونه ، په  لوستلو ، تدریس کولو ، لیکلو ، تالیف ،  موعظو او خطابو  تیر شو،  هغه به  دسولي ، امنیت ، تفاهم، دوستي ، وروري ، برابري ، اجتماعي  عدالت او انساني کرامت لپاره په  دم ، قدم او قلم مبارزه کوله .

 

دی پسی و چه د هیواد ملایان ، د علم طالبان او نورو خلک د نوی  ژوندانه  په  مترقي  لارو چــارو پوه او منور ځوانان  او روښانفکره زلمیان د دیـن له  مبادیو سره آشنا شي  او د ملی فرهنګ او دیني اخلاقو رعایت وکړی .

 

هغه یو ملي  ، مترقي ، مذهبي شخصیت  و چه تل د خلکو او اولس د ضرورت غوښتنو  د ملاتړ  په لیکو کښی دریدلي دی . په زلمیتوب کښی یی د ویښ زلمیانو له هدفونو څخه روحیه اخستی او دهغو ننګه یی  کړی ده .  په سفر کښی یی  د خپل  هیواد  تاریخي  او فرهنګي  ویاړنی  نورو اولسونو ته معرفي  کړی دی .

 

د ژوندانه  د پو خوالې  په عمر یی  د هیواد د خلکو د ملی  دموکراتیک  غور زنګ  ملاتړ کړی دی او د دین د حقیقتونو د ځرګندولو په  ذریعه یی هغه  ارتجاعي دسیسي افشا ء  او  شنډی کړی چه زمونږ د خلکو ، وطن او نهضت په ضد وی .

   

د  ژوند د پای په کلونو کښی یی  د سراسری سولي  او امنیت  او ملي  روغي  جوړي  د تامین لپاره یی  هڅه کوله ، په هیـواد او نړی  کښی یی سوله او تفاهم غوښت او  کاریی  ورته کاوه .

دغه قطعه ما لیکی ده  او د دوکتور سعید افغاني  د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی ده :

په لــوستلو  ، لــو لـو لــو  او  لیکـــلـو                                                         د پـوهنــی د  ډ یــو ی  لانــدی کـــارونــه                                                    فضــیلت او شــرافــته  سره تـــیر شــول                                                                   په( دوکتورسعید افغاني ) دری شپیته کلونه

« دوکتور سعید افغانی »  د ابجد په حساب « ۱۹۲۲»  کیږی ، چه دا د نوموړی د تولد  میلادي  کال  دی . هغه « دری  شپیته کلونه  »  ژوند تیر کړي  دي  چه د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم  د ژوندانه له  کلونو  سره برابر دی . 

 چه پر « ۱۹۲۲ »  باندی « ۶۳ »  واچوو بیا نو  « ۱۹۸۵ » تري  جوړیږي  او دایې  د وفات  میلادي کال  دی .


                      خدای  دی یی  وبخښي                      

                         

عبدالله بختاني « خدمتګار »