جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د عطا نور پر مخ پرلپسې څپېړې

د ۲۰۱۴ کال د سیپټمبر په ۲۱ مه، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا، د افغانستان د منتخب ولسمشر پتوګه د اشرف غني احمدزي له اعلانېدو سره سم، په کور دننه ځینې پردیپاله کړۍ چې له پخوايي ټولټاکنې په نښه کړې وې خورا ولمسېدلې او له هر خوا زښتې فعاله شوې. له دغو کړیو څخه یوه يي هم د سمون او همپالنې په ټاکنیز ټیم کې د بلخ د والي عطامحمدنور ایرانپاله کړۍ ده!

عطا نور د محقق، امرالله صالح او لطیف پدرام پشان خو له هغوی څخه په وارو وارو زیات د ټاکنو د ټول بهیر او په تېره بیا د منتخب ولسمشر اشرف غني په وړاندې خپله کرکه او قهر نه شي پټولای!

عطا اوس د خپل ټاکنیز ټیم او ددې ټیم د رسمي اعلان شوې سیاست چې د ملي یووالی په حکومت کې ځان مدغم ګڼي او د اشرف غني په مشرۍ بهیوازې ددې حکومت تګلار پلې کوي، په خلاف د شخړې او جګړې ډګر ته راوتلی دی.

عطا د امریکا غږ اشنا راډیو سره پخپله تازه مرکه کې ویلې دي«د ملي یووالي د حکومت جمهور رئیس منتخب نه، بلکه د سیاسي توافق له مخې ټاکل شوی ولسمشر دی.»

نوموړې دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چې یوازې د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو د پایلې د اعلان مسولیت پرغاړه لري، د سیپټبمبر په ۲۱ مه ښاغلی اشرف غني د افغانستان د منتخب ولسمر پتوګه رسمآ اعلان کړ. په دې اړه د ازادۍ راډیو په خبر کې ویل کیږي«د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د ټولو صندوقونو د رایو له بشپړ پلټنې وروسته اشرف غني احمدزی د افغانستان د جمهور رییس په توګه معرفي کړ.»

بلخوا به د ټاکنو کمیسیون د خپلې ژمنې سره سم، د راتلونکې دوشنبه په ورځد دواړو ګټونکي او بایلونکي ټیم د رایو سلنه هم اعلان کړي چې لا پخوا دواړو ټیمونو ته سپارل شوي او له دې لارې يي رسنیو ته هم درځ کړی دی.ویل کیږي چې د رایو په دې سلنه کې د اشرف غني رايي له ٪ ۵۵ څخه زیاتې او د عبدالله له ٪ ۴۴ څخه لږې دي.

همداراز عطا نور دا هم ویلي دي چې نوموړی به اشرف غني ته د منتخب ولسمشر پتوګه مبارکي ورنکړي.« تر اوسه یې ښاغلي اشرف غني ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو په خاطر مبارکي نده ویلې. خو که اړیکه هم ورسره ونیسم نو د منتخب ولسمشر او یا دا چې د خلکو د رایو له لارې د هیواد جمهور رییس شوی وي، مبارکي ونه وایم.»

خو د سمون او همپالنې د ټاکنیز ټیم مشرعبدالله چې عطانورددې ټیم یوغړی دی، نن د سیپټمبر په ۲۵ مه د لويي جرګې په خیمه کې خپلو پلویانوته وویل« عبدالله نن د لویې جرګې په خیمه کې خپلوملاتړو ته د وینا پر مهال د افغانستان ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله

هغه د ټاکنو په بهیر کې د راټوکیدلی کړکیچ او د دغه بهیر د اوږدیدو له امله له خلکو بخښنه وغوښته.BBC»

د سمون او همپالنې په ټاکنیز ټیم کې داسې اړوپیچ او په ښکاره یو د بل په وړاندې دریځونه، څرګندوي چې عطا نور د عبدالله په مشرۍ ددې ټیم دریځ پرییښی او د ولسي ټاکنو په وړاندې يي ضد دریځ غوره کړی دی.

کله چې عبدالله د ټیم د مشر پتوګه ټاکنې مني او د ټاکنو په پایله کې منتخب ولسمشر اشرف غني ته مبارکي ورکوي او عطا نور بیا ټاکنې او د هغې پایلې نه مني او د منتخب ولسمشر په وړاندې دریځ نیسي، عطا نور بیا په کومه خوله وايي «زه د تحول او همپالنې د ټیم غړی یم چې د موافقې له مخې به په راتلونکي حکومت کې پنځوس په سلو کې قدرت ورسره وي.»

بلخوا عبدالله هیڅکله په خپلو ویناوو کې په راتلونکی حکومت، پنځوس په سلو کې د واک د ویش خبره نه ده کړې. د ملي یووالي حکومت کې بیخي د واک د ویش خبره نشته. د واک د ویش پرځای د مسولیت او د دندو ښه اجرا او ویش ددې حکومت منځړی جوړوي. د ملي یووالي حکومت کې به ددواړو ټاکنیزو ټیمونو د وړ او باکفایته غړو سربېره نورهیوادوال چې د دواړو ټیمونو غړي نه دي او د کار واک او ځواک لري، د حکومت غړي او چارواکي وي. دلته هم عطا نور د عبدالله او له خپل پخواني ټیم سره په څرګند ټکر کې دی او د خپلې ځانګړې کړۍ په ټېکدارۍ د سمون او همپالنې د ټاکنیز ټیم دریځ ننګوي.

منتخب ولسمشر اشرف غني په څرګندو ټکو کې څو څو ځلې ویلي چې سهامي حکومت نه جوړوي او د ملي یووالی حکومت به په هیڅ شان سهامي حکومت نه وي.همدارنګه  د ولسمشر پتوګه له اعلانېدو روسته، نوموړي د سیپټمبر په ۲۲ مه، په اماني لیسه کې د غونډې ګډونوالو ته وویل چې افغانستان کې به موازي حکومتونه پرینږدي او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې به نوې دولتي اداره کار کوي.

په دې توګه د ټاکنو د بهیر او د هغو له پایلو سربېره د ملي یووالي حکومت په اړه هم د عبدالله او عطانورد دریځونو ترمنځ زیات واټن دی.

په راتلونکې کې به موږ ددغو دریځونو تر منځ د واټن د لا زیاتولی او مخامخ ټکرونو شاهد واوسو!

بلخوا د لويي جرګې په خیمه کې نن «عبدالله د دواړو ډلو په استازيتوب له خلکو سره ژمنه وکړه چې د ملي یوالي دولت د ملي بنسټونو پیاوړي کیدو، د قانون واکمني، اداري فساد سره مبازه، سراسري امنیت او د سولې ټینګښت ، بشري حقونو، د ښځو حقونو او له نورو هېوادنو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړي کولو لپاره به هڅې وکړي.»

عطامحمد نور چې د اسلامي جمعیت د اجرایوي مشر پتوګه ځان ځلوي او جمعیت کې ځان ترنورو مستحق بولي، سیکولریزم سره د مسلکې او ریښوي ژورې دوښمنۍ په لامل هم د عبدالله لخوا د پورته یاد شویو ارونو په اړه چې د وخت او افغانانو غوښتنه ده، ژور اختلاف لري.

فیسبوک کې د داود سلطان زوی په حواله ویل کیږي« سفير هند در افغانستان : والي بلخ بايد براي نفع مردم شريف و رنج ديده افغانستان خدمت كند، نه براي ايران و تاجكستان. سفير هند در حالي اين سخنان را ميگويد كه تلويزيون سي بي آس أفشا نموده كه عطا محمد نور تمام دارايي خويش را به تاجكستان و أمريكا انتقال نموده است»

د عبدالله د سمون او همپالنې ټیم کې د نوي پښت اوځوانانو او د جمعیت او نظارشورا او نورو درواغجنو مجاهدینو د زړو او شاتګ پالو سټو تر منځ چې عطا نور، سیاف، اسماعیل خان او نور يي تشکیلاتي او نظریاتي ټېکداري کوي، ژور درځونه او ټکرونه د پېښېدو په درشل کې ښکاري!

د ۲۰۱۴ کال د سیپټمبر ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی