نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ګډ حکومت نه ښه رهبر لري او نه ښه مدیر

یو شمیر هغه کارونه او پیښې چې د ګډ حکومت په جریان کې ترسره او واقع شوي دي :

  1. د دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ نه شتون؛ د قوانینو بې ارزښته کول او په دولتي ادارتو کې خپلسري
  2. دکورنیو لاسپوڅو په وسیله قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب ته په بې ساري توګه لمن وهل کیدل
  3. د نظام په دننه کې د جاسوسو او پردیپالو اشخاصو ځای پر ځای کیدل
  4. په بیلابیلو نومونو د ځينو رهبرانو له لوري د خپلو شخصو اهدافو د ترلاسه کولو او د ناامنۍ لپاره په ښارونو او اطرافو کې د غیرقانوني وسله والو پيدا کول او وسله ورکول
  5. په هیواد کې د چپ لاسي او ښې لاسي اصطلاح رامنځته کیدل چې پایله یې په دولت سیاسي فشار اچول دي
  6. د لومړي ځل لپاره په نظام کې دننه د پنځم ستون معما رامنځته کیدل
  7. د هیواد اقتصادي نظام له رکود سره مخامخ کیدل؛ د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د هیواد پولي واحد ارزښت کمیدل
  8. د بې کارۍ کچه لوړیدل او له هیواده د کاري ځواک تیښته
  9. د سیاسونو او مدني فعالانو تر نامه لاندې د یو شمیر مغرضو کړیو فعالیدل
  10. د نامسوله وسله والو له لوري د هیواد په لویو لارو په رڼا ورځ له موټرو د عامو خلکو ښکته کول او بیا بندیانول یا وژل
  11. په تیرو څوارلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د مخالفینو له لوري د بیلابیلو ولسوالیو تر څنګ په ډراماتیکه توګه د یو سراتیژیک ولایت مرکز سقوط کیدل
  12. په هیواد کې د اکثریت پر ضد د لږکیو راپارول او له هغوی څخه مالي، سیاسي، او پوځي ملاتړ
  13. د هیواد دننه د هغه چاپي ، غږیزو او انځوریزو رسنیو؛ نه کنټرولول چې د دولت ضد خپرونې کوي، کوچنۍ پیښې لوېي ښيي او په لوی لاس د خلکو او دولت تر منځ واټن رامنځته کوي چې خلک په دولت بې باوره کړي

پورته دیارلس موارد هغه څه دي چې اوسني ګډ حکومت ولس ته په خپله یو کلنه دوره کې وړاندې کړل او لا هم شتون لري. په دې کې شک نشته چې له پورته مواردو څخه به یو اندازه په تیر حکومت کې هم شتون درلود خو پوښتنه دا ده چې ولې د تیر دولت شته ستونزو ته د حل لار پیدا نه شوه او ولې لاپسې نظام کړکیچن شو؟

ځواب دا دی چې ګډ حکومت لکه څرنګه چې له جوړیدو وړاندې یې شنونکو وړاندوینه کوله؛ یو بې تفاوته، په خپل منځ کې اخته او د ملت له غمه ناخبره حکومت دی. د ګډ حکومت مشرانو چې د کمپاین پر مهال کومې وعدې کولې نه یوازې دا چې عملي نه شوې بلکه د هغوی خلاف کارونه هم ترسره شول. د سهامي شرکت د نه جوړولو وعدې کیدې چې اوس حکومت اووه ټوټې دی، د فساد د ختمیدو خبرې کیدې چې دا دی اوس هم په ادارتو کې اوج ته رسیدلی، د موازي ادارو د لمنځه وړل کیدو ویل کیدل چې دا دی اوس هم یو والي پاسيږي او د ولسمشر لخوا په ټاکل کیدونکي وزیر باندې نیوکه کوي او د قتل تور پرې لګوي، د یو میلون شغلونو د ایجاد ډنډورې غږیدې چې دا دی دوه نیم میلیون وګړي مو بیکاره شول، د اقتصاي پرمختګ ژمنې کیدلې چې دا دی خلک مو ماښام ته د خوراک لپاره څه نلري، د امنیت د ښه کیدو وعدې ورکول کیدې چې دا دی په پلازمینه کابل کې او آن په کورونو کې هم اوس ولس خوندي نه دی او دیته ورته په لسګونو نورې وعدې چې نه یوازې عملي نه شوې بلکه خلاف یې عمل وشو. اصلا په دغو ټولو وعدو کې د پاتې راتګ لوی لامل د حکومت په راس کې د ښه رهبریت او مدیریت نه شتون یادولی شو. راځو دلته د یو مدیر او رهبر اړوند څو اړینو ټکو ته اشاره کوو، قضاوت تاسې وکړۍ چې آیا د حکومت په راس کې مو مشران، وزیران، والیان او ریسان ښه مدیران او رهبران دي او که یا؟

۱ــ رهبر باید په خپله تصمیم نیونه کې چټکتیا ولري

۲ــ رهبر باید زړور او میړنی وي

۳ــ رهبر باید د کمال پالنې استعداد او روحیه ولري

۴ــ رهبر باید د بدلون لپاره لیوالتیا ولري

۵ــ رهبر باید په خپل رهبرۍ کې رښتنولي ولري

۶ــ رهبر باید ملاتړي ولري

۷ــ رهبر باید بدلون رامنځته کړي

۸ــ رهبر باید ښې نظریې د عمل په ډګر کې پلي کړي

۹ــ رهبر باید مسولیت پیژوندونکی واوسي

۱۰ــ رهبر باید له خلکو سره یو ځای واک ته وده ورکړي

۱۱ــ رهبر باید اوږدمهاله لیدلوری ولري

۱۲ــ رهبر باید د وخت او خپل فکر نه په مناسبه توګه ګټه پورته کړي

۱۳ــ مدیر باید هر اړخیر پلان جوړ کړي

۱۴ــ مدیر باید د وړتیاوو پر اساس ګمارنه وکړي

۱۵ــ مدیر باید په خپل ټیم بشپړ کنټرول ولري

۱۶ــ مدیر باید خپل کاري ټیم ښه رهبري کړلی شي

۱۷ــ مدیر باید خپلې کړنې او پلانونه په اړینه توګه تنظیم کړلی شي

لیکنه : خوشحال آصفي