نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

مذهبي ایډیالوژي د پاکستان ستره آله

    (خوشحال آصفي)

په افغانستان د شوروي له یرغله وړاندې پاکستان په افغانستان کې د مذهبي ډلو ټپلو په جوړولو پیل کړی و. له هماغه وخته یې پلان درلود چې په افغانستان کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو او دلته د جګړې د اور د بل ساتلو په پار؛ له مذهبه د سپر او آلې په توګه کار اخلي. په هماغه وخت کې یې څرګنده وه چې د روس له راتګ وړاندې یې د افغان رهبرانو ذهنونه د شوروي په خلاف روزلي و. پایله یې دا وه چې د جهاد په نامه یې له روس سره د مقابلې لپاره د جنګي ډلو ملاتړ کاوه او رهبران یې د هغه لویي اشتباه مرتکبین کړل چې روس یې له افغانستانه وشاړه خو د پاکستان او نورو هیوادونو لپاره یې دلته د لاسوهنو لار پرانیستله. اوسمهال هم پاکستان دلته په افغانستان کې له مذهبي لیوالتیا او اسلام او مذهب ته د افغانانو له درناوي؛ د سترې آلې په توګه ګټه اخلي. په همدې اړوند د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په خپل کتابن (Magnificent Delusions) کې وايي چې «دا ستراتیژي نوې نه ده بلکې په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې مخکې تر دې چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړي، اسلام اباد په افغانستان کې د مذهبي ډلو په جوړولو پیل کړی و. پاکستان دا حقیقت درک کړی چې په افغانستان کې د مذهبي لېوالتیا د ترویج له لارې لاسبری کېدای شي او دلته د لاسوهنو له لارې خپل اهداف ترلاسه کولای شي«. پاکستان اوس پوه شوی چې د افغانستان ټول ولس، سیاسیون، لیکوالان، روشنفکران او ملتپالان دوی ته د شک په سترګه ګوري نو یوازې مذهبي ایدیالوژي د ځان لپاره غوره آله ویني او اوس په ډاګه شوې هم ده چې مذهبي ایډیالوژي پاکستان ته په افغانستان کې د نفوذ لار پرانیزي.

په افغانستان کې د نړۍ بیلابیل هیوادونه خپل اهداف لري او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره هر ډول اسلامي، بشري او نړیوالو اصول تر شا پریږدي. ډيری هیوادونه له قومي بې اتفاقۍ ګټه پورته کوي، ځيني هیوادونه له کلتوري او عنعنوي دودونو استفاده کوي، او ځيني هیوادونه بیا له اسلام او مذهب نه د آلې په توګه کار اخلي چې له مذهبه د آلې په توګه د ګټې اخیستونکو هیوادونو په ډله کې پاکستان، ایران او عرب هیوادونه شامل دي.

د پاکستان پوځ د افغانستان په سرسخته دښمنانو کې راځي، همدغه پوځ او استخبارات دي چې له کلونو کلونو راهیسې یې دلته په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتلی دی، د امریکايې لیکوال او ژورنالیست فرید ذکریا په وینا چې پاکستان د نړۍ بې رحمو تروریستانو سره نژدې اړیکې پالي. د ځینو اټکلونو له مخې د دغه هیواد پوځ د هیواد د ټول عاید په سلو کې ۲۶ مالیه په ځان مصرفوي، حال دا چې د دغه هیواد پنځه نیم ملیونه ماشومان ښوونځي نه لري. نو ترڅو چې د دغه پوځ او د هغه طرز فکر بدل شوی او اصلاح شوی نه وي، د امریکا متحد ایالتونه به، چې له سیمې ځواکونه باسي، له ستراتیژیکې ماتې سره مخامخ شي. پاکستانی پوځ او استخبارات کله له یوې لارې په افغانستان د فشار لپاره د آلې په توګه استفاده کوي او کله له بلې لارې. اوسمهال په دې وروستیو کې یې د افغان سولې پروسه د امتیاز ترلاسه کولو په خاطر د آلې په توګه کارولې ده. په لومړیو کې کله چې په افغانستان کې داشرف غني او عبدالله تر منځ ګډ حکومت جوړ شو نو افغان حکومت پاکستان ته ځان ډير نږدې کړ حتا تر دې چې په دغه پروسه کې دمرستې په خاطر یې ورته یو طرفه امتیازات هم ورکړل. خو په مقابل کې پاکستان؛ له تکراري پوچو ژمنو او دوه مخيتوب نه پرته بل هیڅ ورنکړل. کله چې د لومړي ځل لپاره وسله وال مخالفین له افغان دولت سره د مذاکرې میز ته کیناستل او د سولې پروسې یو اندازه پرمختګ وکړ نو پاکستان ددغې پروسې د ډپ کولو لپاره د طالب مشر ملا عمر مړینه رابرسیره کړه او وسله وال یې په خپل منځ کې سره بې تفاقه کړل. په هغه مهال ګډ حکومت د کمزورې پالیسۍ له امله په دې ونه توانید چې د وسله والو له دغه مخالفته ګټه واخلي او بلاخره د سولې خبره ورسره یو طرف ته کړي.

اوسمهال د افغان دولت او ولس تر څنګ نړۍ هم په دې پوهه ده چې پاکستان د ترهرګرو روزونکی او ملاتړ کوونکو هیواد دی. په دغه هیواد کې د ترهګرو خوندي پناه ځایونه دي، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوې او امکانات برابریږي خو تر څو چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې له منځه نه وي تللي نو طالب وسله وال به هیڅکله هم ونه ځپل شي ځکه هیڅ بلوا ضد جګړه تر هغو نه شي بریالۍ کېدای چې یاغیان خوندي پناهځایونه ولري. لکه څنګه چې له وړاندې ویل کیږي چې د پاکستان پوځ په افغانستان کی بی شرمانه مداخله کوي نو باید چې افغاني مشرانو او چارواکو یې لا له وړاندې مخه نیولای وای. اوس چه حالات د پخوا په پرتله ډیر کړکیچن شوي نو افغان حکومت ته په کار ده چه د خپلو متحدینو او ستراتیژیکو دوستانو څخه وغواړي چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې په کلکه ودریږي.