مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

د تاریخ یوه پاڼه

بیله اشرف غني احمد زي نه هیڅوک افغانستان ته نجات نه شي ورکولای

زه پنځه زره یا شپږزره کلن تاریخ ته په مجموع کې مراجعه نه کوم فقط کوشش کوم چې د امان الله خان دوخته خپلو قدرمنو لوستونکو ته دتاریخ نه یوه پانه را واړوم او تاسې ته یوځلې بیا هغه تاریخی حقایق او تر څنګ ېې زموږ دخلکو میړانه ، بریاوی، ناورینونه او وینه ټوییدل چې په لک ها وو او ملیون هاوو زموږ وطنداران پکې شهیدان شوي او نن ېې موږ ته دغه زیګزاګ سرحد لرونکۍ افغانستان په میراث پریښۍ دی در په یاد کړم . قدرمنو هیواد والو د انګریز امپریالیزم د افغانستان څخه د خپلې واکمنۍ په دوران کې چې هند برتانوي ېې په لاس کې وو زموږ له لوی هیواد ( لوی افغانستانه ) چې سرحد ېې د شمال نه په امودریا دغرب نه په ملکسیاه غروه او کلاته نظرخان او د جنوب او جنوب شرق  نه د( ګوادر په بحری بندر او اتک سیند باندې) تړلۍ وو ، په ډیر ظلم ، توطیو او  جنګ له طریقه  په دریو ننګینو معاهد و سره(( دلاهورمعاهده په۲۵دجولای۱۸۳۸د شاه شجاع او رنجیت سنګ تر منځ امضا شوه ، بله دګندمک معاهده وه چې امیر محمد یعقوب

  خان په ۲۶ مې  ۱۸۷۹ ،امضا کړه اودریمه د دیورند معاهده وه چې په ۱۳ د نوامبر ۱۸۹۳ کې د میر تیمور دیورند او امیر عبدالرحمان خان تر منځ امضا شوه ))  د پورته تړونو په واسطه ېې زموږ امیران یا تطمع – یا وډارولشول – او دریو واړو  زموږ له لوی هیواد افغانستان څخه ډیر مناطق انګریز ته ور خوشي کړل  ، تاسې اوس نه پوهیژۍ چې اسیر څه معني لري؟  تاسې نه پوهیژۍ چې نوکر یا مزدور څه معنی لري ؟؟ تاسې نه پوهیژۍ چې ګروګان څه معني لري ؟؟ تاسې نه پوهیژۍ چې خوار ، غریب- بیوزلۍ ،بې وسیلې او بې وسلې څه معني لري ؟؟ تاسې نه پوهیژي چې جلاوطني او د پردو تر تاثیر او قانون او پردو د ژبې تر تاثیر لاندې ژوند کول څومره دردیدونکي دی او د ازادی په ماهیت ،دازادۍ په نعمت ، دازادی په فضا ، دازادۍ په اب اوهوا ، دازادۍ په خوند نه پوهیژۍ؟؟  دلیل ېې دادۍ چې تاسې نه یاست بیکوره شوي ، تاسې نه یاست بیموره شوي ،تاسې نه یاست دبل تر فرمان لاندې راغلي ، تاسې دبل تر امراوقوماندی لاندی نه یاست راغلي او لکه څرنګه چې وايي ( چوعضو به درد اورد روزګار – دیګر اعضا نه ماند قرار ) بل ځای وایی چې ( مځکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي)،ایا تاسې وږي شوي

 

 

 

 

نه یاست ؟ایا تاسې مریض شوي نه یاست ؟ ایا تاسې خوږ شوي نه یاست ؟ ایا تاسې تهدید شوي نه یاست ؟ ایا تاسې چا ناحقه یا په حقه نه یاست بندی کړي ؟ ایا ستاسې او اولادونه مو نهار نه دی پاتي شوي ؟ ایا د تاسو ښځو د همسایه ګانو نه ګدایی او پور خواړه نه دی راوړي ؟ هرڅه در باندې تیر شوي او هر افغان هغه څه چې ما ولیکل په ژوند کې تجربه کړي دی یعنی ( خواری- بیکوری- محاجرت – دشمنی – مریضی – ګدایی- مزدوری – لوږه – بندیګری- تهدید – ناروا – چور – چپاول – وژنه – رشوت ) هر څه درباندې تیر شوي او تاسې تجربه کړي دی نو اوس ښه متوجه شۍ چې دغه ۱۲۰ کاله زموږ د پشتونخوا وروڼه د افغانستان ددشمنانو له خوانه اسیر دي ( باید د روسېې د کریمیا حرکت دلته تکرار شي )  د پورتنیو مسایلو په یادون بیا هم یوه کاندید افغان د ریاست جمهوری مقام ته البته بیدون له اشرف غنی نه  ،افغانانو ته د نجات ورکولو – د افغانانو د استقلال او د ازادی په خاطر یوه ورځ لا اقل دوه ساعته د ځان سره فکر نه دی کړۍ چې ولې پشتونستان زموږ له خاورې لوی افغانستانه جدا شوو  ؟؟؟ او بیا ولې انګریز ددیورند اسناد پاکستان ته ورکړل ؟؟  ولې دغه ټول زموږ په نیکونو ، پلارونو تحمیل شول ؟؟ ایا زموږ وطن ( علما او تحصیل کردګان یا متخصیصین – ارکان حرب نظامیان – وطن دوسته ریس جمهوران او پادشاهان یا امیران نه درلودل ؟؟؟؟؟ ) ، بلې درلودل مو خو هر یو ( بیر کله بیر خیال وو ) یعنی هریو من وو ، نیم سیره یا نیم منۍ په دوی کې نه وو ، دیوه سره خود خواهي – حرص – جهالت او بیسیوادي ورسره  مل وه   هر یوه ویل ( میم زورما ټول د ما )) دنورو په قصه کې څوک نه وو ،امان الله خان افغانستان ازاد کړو، دریل ګادي ېې راوستلو ، قصرونه او طاق ظفر ېې جوړ کړل  منارونه ېې ودرول ، مکتبونه او هر څه ېې جوړ کړل  د ښځو ازادی ېې رواج کړه خو بیرته د انګریز نماینده ګانو( نادر شاه د پکتیا د روحانی پیر مقتدا او نورو حضرتانو – پیرانو او سیدانو او قومی مشرانو له خوانه ور باندې د کفر فتوای صادره کړه او بل اخره ېې دیوه غله ( حبیب ا لله سقاو ) په ذریعه د افغانستانه د انګریزانو په توطیه وشړلو ، خو نن چې هغه نشته نو بیا هماغه غله ،ملان او روحانیون وایی مرد میدان امان الله خان بود ، حیف د امانالله خان ، افسوس وصد افسوس که هغه زموږ خلکو حمایه کړۍ وۍ نن به وطن ګل او ګلزار وو ، بیانادر خان په قدرت کیناستو او نه ېې په قران باور وو  نه په پشتو او افغانیت ، پشتو د نادر دکورني  دیوه هم نه وه زده او نه ېې ویله ( مرګ په غداری یحيي کورنی ) سقاو حبیب ا لله ېې ټوټه ټوټه کړو او په قران ېې قسم ورسره کړۍ وو چې هیڅ

 

 

 

به نه ور ته وایی ؟؟بیا ېې د قومو په مشرانو پسې پښې  لوڅې کړې او یو بل قهرمان غلام نبی خان څرخي ېې ووژلو او هغو بیرته د غلام نبی خان دیوه دهقان دزوی په واسطه عبدالخالق په ذریعه نادر خان ووژلو ،او ظاهر شاه په ۱۷ کلنی کې پادشاه شوو او سردار هاشم ېې  رهبر ، شامحمود خان – شاولی خان او داود خان ېې په ترتیب د صدارت په مقامو نصب کړل، داود خان یو ځلې کوشش وکړو چې د دیورند مساله حل کا او د پاکستان سره وجنګیژي خو بیرته پاکستان ته تسلیم شوو د یحي د کورنۍ ټول غړي  د سردار په لقب یادیدل ، دلیل د سردار بودن د تاریخی لحاظه داوو چې دوی د هندوانو نبیره وه  او په ۵۰ کالو کې ېې یوه عامام المنفعه لویه پروژه جوړه نه ، یو عیاش ، غدار خاین پادشاه وو ، بیا داود خان ورباندی کودتاه وکړه او ځان ېې ریس جمهور اعلان کړو البته د خلق او پرچم په رهبری او ملاتړ باندې ، خو کله چې دده پاېې لږ کلکې شوې بیرته ېې په خپلو یارانو خلقي او پرچمي برید وکړو او یو تعداد ېې ووژل نورېې بندیان کړل او په نتیجه کې د ۲۸ نورو بی ګناه کسانو سره چې یو له هغو جملی نه زما یو ډیر ګران ملګری او هم مسلکه عبدالمجید باز منګل دده یاور وو د انقلابیونو له خوانه چانماری شول ، بیا دترکی صاحبحکومت د ثور په اومه ۱۳۵۷ کال پیل شوو چې د فرامینو په صادرولو خلک دیوه سره را وبوږنیدل او قیامونه شروع شول او بل اخره د یوه لوی او بااهمیته کار په عملي کولو بریالۍ نه شوو  ترکي صاحب هم ډیر کوشش درلودلو چې د پاکستان سره ددیورند موضوع حل کا خو مرګ مجال ور نه کړو ،او د خپل خاین شاګرد حفیظ الله امین له خوانه ووژل شوو ، حفیظ الله امین هم چې یو دیکتاتور او خود خواه او د امریکا اجنت انسان وو د خپلو خاینانه اعمالو په عملی کیدو او دغرب ( امریکا ) په فرمان ېې خپل ګوندی ملګری پرچمیان دیوه سره بندیان کړل چې یو له هغو بندیانو نه زه هم وم  او په حدود ۳۰۰۰ نفره  نور پرچمیان ېې ووژل ، علاوه پر پرچمیانو امین په حدود ۴۰۰۰ اخوانیان او ماویستان هم ووژل ، دطیارونه وغورځول او تیر باران ېې کړل چې له هغو جملی نه ۱۲۰ نفره د فیضان الحق پلویان د پلچرخی په زندان کې دننه په لسم دجوزا ۱۳۵۸ کال په لسو بجو دورځي  تیر باران کړل او زه هم ددغو وژلو شاهد وم ددوهم بلاک د پلچرخی نه ېې و ایستل او په صحن د بندیخانه کې سلیم هوتخیل چې زما هم صنفی وو په سربازانو د تفنګچې فیر وکړو او جنګ ونیښتو او دغه ۱۲۰ نفره دیوه سره غلبیل شول چې زموږ خپلوان انجینر غلام حضرت او عبدالحۍ انجینر هم پکې شامل وو او یو بل ملی شخصیت شاه پور احمد زۍ چې یو وخت د حربي پوهنتون قوماندان وو او زه هلته استاذ وم ده ته ېې داسې سزا ورکړی وه چې تشناب ته ېې په تذکره کې وړلو او چیغې ېې تولو خلکو اوریدلې ، حفیظ ا لله امین دروسانو په واسطه غلبیل علبیل شوو او ببرک کارمل د څلور نورو سیاسی بیروی خلقیانو په مشری د سرو سربازانو سره افغانستان ته را غلل او انقلاب نور هم سور شوو، ببرک کارمل په ډیره هوشیارۍ او زیرکۍ سره د دیورند په موضوع جدي کار پیل کړو او یو مترقی او پرمخ تللۍ افغانستان ېې په ډیر تدبیر سره جوړولو او ددیورند دلغو کیدو په خاطر ېې  خان عبدالغفار خان په څلور سوه بستره ایز روغتون کې ملاقات کړو او بیاېې د بلوڅو مشران د پشتنو مشران سره یوموټۍ کړل او حتی فیض محمد وزیرۍ دسرحدونو چاوروزیر ېې هم ددغو موضوع قربانی کړو او حتي ځپله لور ېې یو قانون پوه صفدرخان ته چې د پشتونخواه د عوامی ملی پارتي یو غړی وو په نکاح ورکړه او ده د دیورند خبره ډیره سره لنډه او نژدی کړې وه او ددغو ارمان په خاطر ېې یو ډیر قوی وسله وال پوځ جوړ او په ډیرو مدرنو وسلو مجهز کړو یعنی عامه  او تامه امادګی ېې د پشتونستان دازادی له پاره لرله خو بد بختانه چې دیوی خوانه د خرڅو شویو خلقیانو او پرچمیانو د سیاسی بیرو له خوانه د ګر باچوف په مشری ورته توطیه جوړه او اساسی نقش امریکا او پاکستان درلودلو ، ببرک کارمل ېې د افغانستان څخه  تبعید او د ګرباچوف بندیخانی ته مسکو ته واستولو او زه شخصا دوه کاله په مسکو کې د ببرک کارمل ارتباطي غړۍ د افغانانو سره وم ، او دکتور صاحب نجیب ا للهبیا د روسانو په ذریعه قدرت تر لاسه کړو او دکتور نجیب الله هم د دیورند دلغو کیدو په خاطر ډیرې هلې ځلې وکړې او حتی یوه فرقه د ټانک ېې د خاص ګارد په چوکات کې جوړه کړه چې ۳۰۰۰ ټانکونه ېې  لرل  چې جنرال صاحب مجید ېې قوماندان وو خو دکتور نجیب ا لله ته لویه توطیه تنظیم شوه او بل اخره د طالبان او پاکستان له خوانه د دیورند دنه امضا کولو په خاطر د وطن قربانی او شهید شوو ، بیا اقایون دمجاهدینو رهبران ( مجددی او ربانی ) د پاکستان نوکران یو په بل پسې د افغانستان په حکومت دارۍ نایل شول او داسې کارون ېې وکړل چې د عطار په قطی کی هم نشته ، کابل ېې لوټ – چپاول او ړنګ اوتخریب کړو ، وسله وال پوځ ېی په پاکستان خر څ کړو، شیرپور ېې چور کړو ، دلته ډیر نقش د تخریباتو او چپاول د (د حزب جمیعت اسلامی – حزب اسلامی –  حزب وحدت – او صیاف ) له خوانه وشول او افغانستان کاملا بې ستره شوو ، د افغانستان دنجات – دافغانستان دازادی – د خاورې د تمامیت خبره  ددوی په وجدان او ضمیر کی نه وه او نشته او نه به وې ، ځکه دوی دیوه سره غله ، چپاولګران ، تروریستان ، مافیا او رشوت خواره کسان دی نو دوی ته غیر د خپلو منافعو د نورو خلکو منافع او خاصتاد دیورند موضوع اصلا مطرح نه ده او دوی (( زلمی رسول او عبدالله عبدالله ) دواړوپه خپلو مصاحبو او تلویزیونی مناظرو کې وویل چې موږ د دیورند په مورد باید خبرو او دیالوګ ته اهمیت ورکړو، او د پاکستان سره باید ددیورند په مورد جنجال ونه کړو، بیا طالبان د ملاعمر په مشری را صادر شول چې بنیان ګذاران او تربیه کنندګان او تر ننه ېې حمایت کونکی پاکستان مخصوصا ( ای اس آی ) دی دوی ته ازادی او دخاورې تمامیت مطرح نه دی دوی ته تر هر څه نه مهم د پاکستان او عربستان او ایران منافع او فرامین تطبیقول دی ، خلک وژنی او تخریبات عملی کوی ، انتحاری همیشه ددوی – حکمتیار او حقانی مقدسه وظیفه ده ، دوی ته دیورند او پشتونستان هیڅ اهمیت نه لري او دوی نه مامورین لری ، نه انجینران لری ، نه دولتی کارمندان لری ، دوی فقط پاکستان لري او دهغو سره کانفدریش جوړوی دوی ته خپل وطن مطرح نه دی  او بل اخره بیا امریکا دیوې پلمی په جوړولو سره چې اصلی طراحان ېې (۰ احمد شاه مسعود – عبدالله عبدالله – احمد ولی مسعود سفیر په لندن کې – حاجی محمد محقق ) وو چې انګریزان ېې افغانستان ته دعوت او د اشغال زمینه ېې ورته مساعده کړه او طالبان ېې د (ب ۵۲ )په واسطه  بمبارد او خورد او خمیر کړل او ۲۰۰۰ نفره ېې په کانتینرو کې ژوندی دحیرتانو د لیلې په دشته کې په خاورو نیمه ژوندي ومنډل او کرزۍ صاحب ېې د امریکا څخه د یوه رستورانته را میدان ته کړو چې تر ننه په افغانانو ملندې وهي او ډول دول توطیی جوړوی کرزۍ یوه ورځ هم د دیورند په قصه کې نه شوو ، خو په اخر کې ېې یوه ځواني وکړه چې پاکستان غواړې چې زه ور سره دیورند امضا کړم ، خو زه پاکستان ته وایم چې هیڅوک حق نه لري دیورند د پاکستان سره ومني ، پشتونستان زموږ وروڼه ، زموږ خلک ، زموږ ناموس ، زموږ زړه ، زموږ روح ، زموږ خاوره او زموږ ټاټوبۍ او زموږ د اوبو بحری بندر ( ګوادر دغه د پشتنو ګودر ) دی ، دپشتونخوا خلک زموږ سره نه بیلیدونکې راز راز اړیکي او پیوندونه لري او افغانان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ په خاوره زموږ په سرحداتو ګونډې ووهي او اوبه په ډانګ نه بیلیژي ، له پاره ددې چې د افغانستان خلک خپل برخلیق معلوم کړي – خپله وجیبه ادا کړي – خپله ایمانداری پوره کړي او بل اخره  که دوی غواړي دنړي د مترقی او پرمخ تللو هیوادو په قطارو کې ودریژی او شامل شي نو فقط یوه بل حرکت او یو لوی مارش ته باید ځانونه اماده کړي او د اشرف غنی احمد زي ملا وتړۍ چې ټول ارمانو نه مو پوره شي .

لیکونکۍ ::  دکتور طاوس وردک لندن اپریل