اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

«
»

د بې وسۍ د انتها په لار کې ودریدمه

 جلال جمال

د بې وسۍ د انتها په لار کې ودریدمه

ته رانه لاړې او زه ستا په لار کې ودریدمه

تر دغه ځایه چې راتلم په پټو سترګو راغلم

تر دغه ځايه زه بیا بیا په لار کې ودریدمه

د وخت له ډېرو تاړاکونو نه راتېر شومه خو

خدای خبر ولې د بلا په لار کې ودریدمه

تا ټولولې او شمال به خورولې زلفې

زه له مجبورې د هوا په لار کې ودریدمه

ما په دې ښار کې څومره ډېره مینه وشیندله

زه په دې ښار کې د هر چا په لار کې ودریدمه

ورته مې هسې وې، یو ورځ به دې مړوند نیسمه

ته وايې زه ورته ريښتیا په لار کې ودریدمه

د ایمل مړوند دا له موسیقیته او ښکلا مالامال غزل نقیب احمد اتل په خواږه غږ دومره ښکلی  ترنم کړ، چې د میدیوتیک په تالار کې یوازې ناستو کسانو ته يې د رنګینو خومارونو د باران احساس کیده.

د ختیځ ادبي بهیر دا غونډه د دیدار ساپي لخوا د سپېڅلي قران د څو مبارکو ایاتونو په خواږه تلاوت پیل شوه، میلمه يې قومي مشر پښتون مومند او کوربه نقیب احمد اتل و.

دا ځل د کرکتنې پر ځای د غونډې مشر له بلغاریا راغلي لیکوال اوشاعر استاد اسدالله اسد ته بلنه ورکړل شوه، چې د فرهنګي ژوند تجربې له بهیروالو سره شریکې کړي.

استاد د ۳۰ کالو پخوانیو بنډارونو خوږو کیسو او ځينو ښو او بدو خاطرو د یادولو ترڅنګ ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې د بدبختیو نه د وتلو لپاره هنر ته ډېر ارزښت ورکړي او په خپلو کې د بې ګټو تعصبونو څخه لاس واخلي.

استاد اسد په هیواد کې د اوسنیو ستونزو په اړه د اوږدو او خوندورو خبرو په پای کې وویل، تر هغې چې سره یو نه شو نو پرمختګ هم نه شو کولی.

دا د ختیځ ادبي بهیر ۱۱۸ مه اونیزه غونډه وه. د تېرې اونۍ راپور ابوبکر علیزي لیکلی و او ایمل مړوند ولوستلو. پر ګزارش د خبرو پیل عزت الله ځواب وکړ، ده راپور ډېر تفصیلي وباله او وړاندیز يې وکړ که یو څه لنډ ولیکل شي نو لوستونکو ته به ستړی کونکی نه وي.

همدا راز ځواب د ګزارش په نوي بڼه د لیکلو غوښتنه وکړه، په خبره يې که د غونډې مهمه برخه په سر کې راوستل شي اوریدونکو یا لوستونکو ته به په زړه پوري وي.

سباوون مشعل بیا په ځينو برخو کې د هغه زیاته کړه، هغه وویل کلمو کارونه ناسمه وبلله او وې ویل، ددې جملې چې زیار د اوږدو خبرو لپاره ودرید او په ویاند يې د نیوکو ګوزارونه وکړل په راپور کې راوړل پکار نه و.

عابد صیب! هم د زیار د اوږدو خبرو او نیوکو ګوزارونه په ګزارش کې د بې خوندې ټکي یاد کړل.

نقیب اتل دا ډول خبرې عقدوي برخورد وباله او د راپور په نوي بڼه د لیکلو پلوی و.

دوست هم د اتل د خبرې په تایید وویل، ادبي ګزارش باید دومره خوږ ولیکل شي چې لوستونکی ورنه خوند وخلي.

پر ګزارش تر خبرو وروسته د ښه لیکوال خوشال خلیل د مور بي بي او د ننګرهار د ښوونکو د زده کړې عالي موسیسې استاد ضیاالرحمان حسرت د کورنۍ د غړو پر مړینه بهیروالو سخته خواشیني وښوده او په ګډه يې هغوی ته دعا وکړه.

ددې ناستې وروستۍ برخه د مینې ستړو او تږو لارویو ته د ګلابي باران شیبه یانې مشاعره وه، چې پیل يې دریځوال کریم بارو په دې مطلع وکړ.

مخ راښکاره نه کړې همداسې په ارمان ښه یم

جانانه تانه مرور تاسره وران ښه یم

 مشاعره د لسګونه ګډونوالو په ښکلو شعرونو دومره وشرنګیده چې د هر یو د زړه د تارونو نغمې يې په شور راوستې او ددغې برخې وروستی شاعر استاد اسدالله اسد و چې د څو غزلو له لوستو وروسته يې ارزونه په دې ټکو پیل کړه.

(( ۳۰ کاله پخوا په ټول افغانستان کې دومره شاعران نه وو، لکه اوس چې یوازې په ننګرهار کې دي.))

ده خوښي وښوده چې د پښتو شعر د رنګینۍ او ښکلا پرمختګ ویني.

دا ناسته د ۱۳۹۳ لمریز کال لیندۍ میاشتې په ۳۰ مه ترسره شوه چې راپور يې جلال جمال لیکه.

په پای کې پرېکړه وشوه چې بله اوونۍ به نقیب احمد اتل د لیک نښو په اړه ادبي درس ورکړي.

۱۲:۱۵ دقیقې وې چې د بهیر ملګرو له یو بل سره خدای پاماني وکړه.

راپور: جلال جمال