کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

دصلحې فورمول د چا سره دی او څنګه او څه رنګه ېې حل کوي

 

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک  د جنوری ۱۲سمه ۲۰۱۴ کال
صلحه د افغانستان له پاره اب حیات ده ، صلحه یو تاریخی ضرورت دی ، بیدون له صلحی زموږ په هیواد کې وینه توییدل نه بندیژی ، صلحه په نانواتی – په عذر ـ په زاریو – په پیسو نه رانیول کیژی – د صلحی له پاره مهم شرطونه په کاردی – صلحه ابادی ده – صلحه خوشحالی ده – صلحه نیکمرغی ده – صلحه د مریضیو تداوی ده – صلحه د راکړې ورکړې اصلی شرط دی – صلحه د انسانانو اساسي غوشتنه ده، نو باید اوس صلحه د خلکو له نظره تعریف کړم چې صلحه څه ته وايي
صلحه 🙁 سوله )  دیپلوماتیک، هماهنګ ، او جدي اقدامات دیوه خاص هدف له پاره کارولو ته  صلحه وایی، کانت دجرمنی یو مشهور فیلسوف په خپل یوه کتاب کې چې په ۱۷۹۵ کې ېې د ( دایمی صلحې ) په نامه لیکلي وو واي چې دایمی صلحی ته رسیدل خاص اصول لری او کانت په دغو کتاب کې نړیوالې ټولنې ته دصلحی په نامه دیوه سازمانی تشکیل پیشنهاد وکړو، ددغو تعریف له مخې په افغانستان کې داسې سازمان نه دی جوړ شوۍ ډیر نور سازمانونه د مختلفو ایدو او نظریو جوړ شوي خو د صلحی په نامه سازمان نه دی جوړ شوۍ ځکه د صلحی سازمان باید سرتاسری وی او د افغانستان اکثریت خلک پکې خپل موقف او مقام ووینی ، داسې نه وې لکه د حامد کرزي تصنعی او ناهم ګونه تعصب داره شورای ( صلح ) دغو ته شورای نفاق و تفرت ویل کیژي ځکه افراد او اشخاص ېې د مختلفو تنظیمو او اسلامی احزابو متعصب او په پاکستان – ایران – عربستان او غرب پورې تړلي کسان دی چې ددوی په ذریعه هغه کسان او ددوی فامیلونه چې نن د حکومت مخالفین دی ( وهل شوي – بندی شوې – وژل شوي – تهدید شوي – په دله ایزه توګه ژوندي په خاورو لاهو شوي لکه په حیرتانو کې ۲۰۰۰ طالب جنګیالی ) نو ددغو قلابي مزدوری شورا په موجودیت سره اصلا صلح نه شي را تللای او صلحه د ملا برادر – ملاعمر – ملاعبدالروف په لاس کې نه ده او نه دوی دومره قوت لری
صلحه : ( سوله ) صلحه یعنی د جنګ نشته والي ته صلحه وايي، یا دفکری او دماغی ارامش شته والۍ چې د ژوندانه د چالشو سره کلکه مبارزه وکړي صلحه ده  او زما لیکونکي ّپه عقیده (صلحه په ټولنه کې د ټولو هغو ښو اخلاقی او انسانی سالمو برخوردو روابطوساتلو ته صلحه واي) په داسې حال کې چې زموږ د چارواکو برخوردونه نسبت نورو عادی وطنوالو ته ډیر خشن او ناوړه دی زموږ د حکومت د چارواکو چلند غیر انسانی او زور ګیرانه او تهدید امیزه دی خلک رشوت ورکولو ته مجبوروی خلک په زوره دکورو نه بیځایه کوي د خلکوملکیتونه غصبوی او خلکو ته دینی – قومی – سمتی او ژبنی تحریکات او لمسون ورزده کوي د صلحی د نه راتلو بل لوی دلیل دادی چې د چوکیواو مقام ویش په ناسیونالستی شکل یو( پشتون ریس جمهور – لومړۍ معاون تاجک – دوهم معاون هزاره ) باندې ویشل شوۍ او دهریوه تر امر او فرمان لاندې خاص کسان چې د( تحصیل – تخصص- تجربې – پاکۍ ) په بنیاد نه دی تعین شوې بلکه د قومی ، خپلوۍ – او شناخت په اساس مقررشوی بیسیواده ( ډاکو ګان ) تعین شوي دی نو ددوی په حضور سره د افغانستان اکثریت خلک حساسیت ښيي او نه ېې شي تحمل کولای او دشمنانو ته د ددوی د صفوف زیاتیدل ممکن شوي دی د بلې خوانه دوزیرانو – والیانو تعینات د خارجی سفارتو په حمایت او سپورت ولاړ دی او دهریوه اړیکی ددی باعث شوي چې نظم او حساب دهی را ټیت شي او صلحی ته لوی زیان رسوی د نوي ریس جمهور ( اشرف غنی احمد زی وظیفه بولم ) چې په جدیت او قاطعیت سره د خارجیانو او همسایه هیوادو مداخله د تعیناتو او مقرریو په ارتبط کاملا بنده کا .
دصلحې د پیژندلو له پاره باید د هغو د دلایلو نشته والي ته توجه وکړو،او هغه دلایل عبارت دی لکه ( د امنیت نه احساسول – د اجتماعي عدالت نشته والۍ – د بیکاري او اقتصادی بیوزلي شتون – د مذهبي او سیاسي تندرووکسانو مخه نه نیول او نه محاکمه کول او تر څو چې هغه لیوان او پړانګان ونه وژل شي نو همیشه به پسونه خوری نو لازمه او ضروری ده چې زموږ دهیواد دریاب نوشان غله او رشوت خواره او د جنګی جرایمو او دښځو د خشونت عاملین  محاکمه  نه شي بیا صلحه ممکنه نه ده  – ژبنۍ او سمت پرستي تحریکات – قومیت او ملیت ګرايي – ځان همیشه من بلل او نورو خلکو ته اهمیت نه ورکول ( میم زورما ، ټول د ما ) ملانو – طالبانو – روحانیونو- سیدانو – خلیفه ګانو او زورمندانو ته لاره هموارول او دوی مجبورول او ورته رهنمایی کول ترڅو دوی خلک د ورورولې – اتحاد او ملي وحدت خوا ته را دعوت کړۍ یوه تاریخی فریضه بلل کیژي – د بیسیوادي او فساد اداری او رشوت خورو مخه  نیول، دبیکارۍ مخه نیول – اقتصادی پراختیا ، دخلکو مشغولتیا په کار کې مهم اصل بلل کیژي، خو مجاهدینو او طالبانو  ټول عمر ددین نه ناجایزه سوی استفاده کړي او نن هم دین دیوې افزاری وسلې په توګه زموږ په بیوزلو خلکو استعمالوي ددولت مخالفین دیوه سره پروني مجاهدین او طالبان دی کومو چې د کمونستانو اودکمونستانو په ضد په پاکستان کې دفاتراوقصرونه لرل او دغه ټول دیوه سره د ننیو( امپریالستی قوتو چې همدا اوس په افغانستان کې شتون لری او زموږ هیواد ېې اشغال کړۍ ) دوی ورته ډالر او پونډونه او وسلی او تروریستی تربیت ورکولو هغه وخت ېې پښې ور ته مچې کولې او نوکر او مزدوران ېې شمیرل کیدل ولې نن بیا دوی ورسره مخالف شيي ، علت ېې دادۍ چې دوی دیوې خوانه د پاکستان اصلی مزدوران دی او دبلی خوانه د امریکا سره نژدې اړیکی لری او ورنه ډالر تر لاسه کوي او که امریکا غوښتي چې (حکمتیار – حقانی – ملاعمر ) ووژني په یوه ساعت کې ېې وژل ځکه همدا اوس ددوی سره امریکایی او د ( آی اس آی ) افسران هره ورځ ناسته او ولاړه لري او که نور هیڅ نه وۍ دوی د قبایلو مشرانو او سپین ګیرو دغو رشوت خورو ته پیسې ورکولې او هرومرو ې د دوی ادرس ورکولو او امریکا په ( ډرون طیارو ) ویشتل لکه ( بن لادن – حکیم ا لله مسعود – او بیت الله مسعود ) ېې چې ووژل نو خبره مهمه ده ځکه نن باید خلک ښه پوه شي چې فورمول چیرته او دچاسره دی او څنګه حل کیژي په افغانستان کې د صلحې له پاره ډیر نور کالونه جدي مبارزه په کار ده البته هغه هم دیوه نوي – کارا – متخصص – تحصیل کرده غیر جهادی حکومت په راتګ سره ممکنه ده چې دغه ډیر کالونه را کم شي او زر صلحه را منځ ته شي نو زما په نظر چې فورمول ( د اشرف غني احمد زۍ سره دی ) او پورتنی شیان د صلحې د نشته والي اساسي عوامل شمیرل کیژي.
ایا موږ معتقد یو چې صلحه ممکن ده ؟ بلې موږ باور لرو چې صلحه حتمی ده ،   صلحه په واقعی شکل هغه وخت ممکنه ده چې دیوه ( طرفداره  – تنظیمی – وابسطه  اجیر یا مزدور – مصلحتی ) وسله وال پوځ ځای یو ( ملي وسله وال پوځ ) ونیسی  ولې زه همیشه په دغو ډول وسله وال پوځ تاکید کوم ؟؟؟؟؟؟- په خاطر ددې چې دغه ننۍ وسله وال پوځ د ډیرو متعصبو ، تندروه ، مرتجع اخواني او ماویستي کړیو نه جوړ شوۍ او هر کله چې دولت وغواړي د یو زورمند  توپک سالار مخه ونیسي یا ېې بندي یا ېې د مقام نه لرې کا په هغو شیبه په وسله وال پوځ کې اخ وډب او جنګ ددولت په ضد شروع کیژي، دوهمه مهمه خبره داده چې هغه معاشونه چې نن د غرب نه دسرباز د پاره را ځي هغه باید په لویو پروژو لکه د ( کنړ – هلمند – کوکچې – مرغاب ) دسیندو په سر د برق دبندو په جوړولو مصرف شي او یا نورې لويي فابریکی جوړې شي چې خلک دبیکاری نه خلاص شي او د جنګ نه صلحې ته مخه کړي، اوس خو خلک دولت مجبور کړي چې وسله په لاس کې ولري او دشمن هم ددوی دبیکاری نه سوی استفاده کوي ددوی نه د ډالرو په مقابل کې استفاده کوي ، د بلې خوانه به دهیواد ځوانان هر یو بیدون له استثني څخه مجبور وي چې په دوه کلنه اجباري مکلفیت دوره کې ګډون وکړي او خپل وطنی او اسلامی هود تر سره کړي او دغه وخت باید سرباز د ۱۰۰۰۰ افغانیو په ځای باید صرف ۵۰۰ افغانۍ میاشتنۍ معاش تر لاسه کړي ، او دغه سربازان به نور د تنظیمی رهبرانو او قوماندانانو په امر او فرمان کې نه وي ، او ددغو سربازانو ټول مسولیت به ددوي د والدینو له خوانه تضمین وي( ګرانو سربازانو دشمن ووژنۍ ،تر څو تاسې دوژلو نه خلاص شۍ )  دشمن سه کنجي ته اړ کړۍ او بیا خپله اراده ور باندې تحمیل کړۍ ، په جنګ کې سازش خود کشي ده ، سازش هغه وخت په کار دی چې دشمن وسله په مځکه کیږدي او بیا ورته د عفوي فرمان صادر کړې .
صلحه په زاریو منځ ته نه راځي.
صلحې ته یو جدی ضرورت دی لکه اب او هوا ته داسې هم صلحې ته ضرورت دی .
دصلحی له پاره میړنۍ – قوي – مدرن او په وسلو او کدرو مجهز ملي وسله وال پوځ حتمی او ضروری دی ، بیدون له دغه قوت نه صلحه نا ممکنه ده .
صلحه اخیستل کیژي نه.
صلحه ګدايي کیژی نه .
صلحه په مختلفو توطیو له منځه تللې او تر څو دهغو جرړې ونه باسۍ او دهغو د بیرته تر لاسه کولو ته انګیزه جوړه نه کړۍ صلحه به همیشه په خطر کې وي او صلحه نه را ځي( کرزۍ وایی  صلحه د امرکا او پاکستان په لاس کې ده کرزۍ وايي ما په دغو لسو کالو کې دغه یوه خبره زده کړه چې صلحه بیدون له امریکا او پاکستان نه نا ممکنه ده ) ، خو زه لیکونکۍ وایم چې صلحه په یوه افغان – پشتون  جدی – پاک – تحصیل کرده – مدبر- با دسیپلینه – غیر وابسطه ( اجیر او مزدور نه وي ) ریس جمهورپه له لاس کې ده هغه څوک دی؟؟ هغه ( اشرف غني احمد زۍ دی )او احمد زۍ صاحب  باید خپله کابینه بیدون له فرمایشه – بیدون له تهدیده – بیدون له تطمیع نه – بیدون له سمتی،قومی ، زبني او مذهبي ایدیالوژیکی تو پیره د تحصیل کرده – متخصصو – با تجربه – پاکو یعنی کله چې پاک لیکم مقصد می  د خلکو په ( وینو او رشوت ېې لاسونه ککړ نه وي ) او په اداری فساد کی شریک نه وي کسانو نه جوړه کا او هماغسې یو ملي وسله وال پوځ چې می ورته اشاره کړیده تشکیل، تربیت او تسلیح کا نو به صلحه هرومرو منځ ته راخي او په دغو صورت کې هغه اوتې بوتې چې دامریکا او انګریز نظامیان او مطبوعات نشر ته سپاری او سوری او ناری وهی دیوه سره افواهات او اعلانات تجارتی بلل کیژي قسم خورم که زه د اشرف غني څنګ ته ناست وم او دی زما دغه خبرې عملی کا دوی میاشتې به نور طالب – حکمتیار – حقانی مقاومت و نه کا او بیا ېې لاس تر لندنه خلاص   .
صلحه د متداوم جنګ په پای کی ممکنه ده .
تر څو په دشمن د محاصرې حلقه تنګه نه کړۍ او دشمن په کنج کې حصار نه کړۍ او ټولې مد د رسانی سرچینې ېې وچې نه کړۍ صلحه به تر همیشني خطر لاندې وي.
دصلحې د راوستلو اصول په دقیق صورت سره مدیریت کول ، او هیح فشار او تطمع ته غاړه نه ایشول دي.
صلحه په دشمن د زور له لارې خپله اراده تحمیلول دی ، بیدون له زوره صلحه نا ممکنه ده ، لومړۍ – دوهم نړیوال جنګونه  ، د جاپان شکست – د هتلر شکست – د سکندر مقدنی – دچنګیزخان – د روسانو – د پاکستان او طالبانو – د امریکا او غربي هیوادو نني شکست دغه تول د زور له لارې تر لاسه کیژي، بنا صلحه د جنګ د زور او برلاسۍ نتیجه ده او تر هغو چې په دشمن تحمیل نه شي دشمن صلحې ته غاړه نه ایږدي په اخر کې د افغانستان خلکو ته یوځلې بیا وایم چې فقط د صلحی د راوستو اصلی شرط او د فورمول حل د تاسې ( د افغانستان د نارینه وو او ښځو په لاس کې دی ) که په رشتیا صلحې ته ضرورت لرۍ نو زه اول دغو لسو کاندیدانو ته چې د ریاست جمهوری له پاره ېې ځانونه کاندید کړي مخ ور اړوم چې همدا نن اشرف غنی احمد زي ته تلفون وکړۍ چې موږ درته تیر یو او دوهم عام خلک فقط خپله رایه اشرف غنی ته ورکړۍ چې درته داسې یو حکومت جوړکړي لکه څنګه چې ما د مخه تاسې ته انځور کړو نو بیا د خپلو رایو نتیجه د دوو میاشتو په موده کې د اقتصادی او امنیتی  لحاظه مزه کړۍ بری مو په برخه شه، دغه وو د فورمول د حل خاوند چې ما درته معرفی کړو .