عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

دافغانستان دسرنوشت ټاکلو وخت را رسیدلای دی

دافغانستان محترمو خلکو هر چېرې چې یاست اسلام علیکم ورحمت الله تعا لی  !

زموګران هیواد افغانستان دتاریخ په اوږدو کې دداخلي او خارجي دشمنانو
دتوطیو او دسیسو ، اشغالګریو ، بی ستریو ، استعمار او نیو کلونیالیزم دبی
شمیره تجاوز او زورزیاتیو میدان او ډګر وو او تر ننه پورې دغه حالت
ددشمنانو له خوانه چې هم خارجیان دي او هم داخلیان دي ادامه لري ،
افغانان به تر هغه وخته د پردیو افکارو او پردیو دشمن صفتو افغانانو له
خوانه د بی سترۍ سره مواجه وي تر څو چې یو معقول او سنجول شوۍ سیاست همدا
نن دخپله افغانانو له خوانه دافغانستان دهمیشني پایښت او همیشني موجودیت
په خاطر ورباندې تصمیم و نیول شي او د الله جل وعزمته لخوانه نن یو ښه
چانس درته میسر شوۍ دی چې اشرف غنی مو ریس جمهور شوو که دا ځلې بازی
وخورۍ نور دنقشی له مخې ورکیږۍ نو هرومرو د نوي ریس جمهور ملا وتړۍ چې دی
یوه با ثباته هیواد لرونکی شۍ .

دافغانستان خارجي دشمنان څه غواړي ؟

هغوی غواړی چې زموږ خلک په فقر – غربت – بیچارګۍ – بی امنیتۍ – مریضۍ
بیکارۍ – تربګینۍ – ناخوالو -او همدارنګه دبل دهول ته ګډا او نڅا کې ژوند
ته ادامه ورکړي او همیشه دبیګانه دلاس اله او وسیله واوسۍ او همیشه صادر
شوې بیګانه ایدیالوژي او تیوري در باندې تطبیق کا ، په داسی حال کې چې
موږ هم ماغزه لرو  ، هم فروفشنل لایق وطن دوسته افغانان لرو – هم دازادۍ
او استقلال روحیه لرو او هم نسبت هر بل مسلمان ته ښه مسلماني لرو ،

څه شۍ چې نه لرو هغه په ځان بې باوري – ځان نسبت بل خارجي ته ټیټ بلل –
ځان نسبت بل بیګانه ته بی عقله ، بیسیواده ، بی فرهنګه ښودل او همدارنګه
خودخواهي  بی ځایه غرور – بد بيني – یو بل ته احترام نه کول – دپردو بی
ځایه پوچو ، بی منطقه خبرو ته اهمیت ورکول او دپردي په ذریعه خپل ورور ،
خپل وطندار بی عزته کول ، وژل او همدارنګه پردي ته دخپل شیطاني کول دغه
اساسي ټکی دي چې نن په افغانستان کې خلک ورسره عادت شوي او مخامخ  دي.

زموږ خارجي دشمنان غواړي افغانستان هیڅ ترقي ونه کړي – افغانستان تل
داسلام ته ستر خطر دی ته نامه لاندی وروسته پاتې وساتي، افغانستان دبرق –
تلویزیون  انترنیت  مدرنو شفاخانو – مدرنو سرکونو او لویو لارو – هواي
میدانو – هواي او زمیني ترانسپورت ، او همدارنګه دپیاوړي او پر مخ تللي
اقتصاد لرونکۍ هیواد  او یوه ډیر نیرومند فروفشنل مجهز په مدرنو وسلومجهز
وسله وال پوځ څښتن  هیواد نه شي ؟

زموږ خارجي دشمنان غواړي چې افغانستان همیشه دخارجیانوله خوانه اشغال –
اوهمیشه تر استثمار لاندې وي ، زموږ دشمنان مخصوصا زموږ ګاوندي
هیوادونه پاکستان – ایران — عربان – روسان – ازبکستان – تاجکستان –
ترکمنستان – چين یوهم نه غواړي چې افغانستان پخپلو پښو ودریږي ( معادن ې
استخراج شي – داوبو او دبرق بندونه ېې جوړ شي – ثقیله صنایع او فابریکې
ولرو او بیکاري دافغانستان دخلکو دژوندانه نه لرې شي او په ټول هیواد کې
هر ملیت په خپله مورنۍ ژبه لوست – لیک او زده کړه وکړای شي  دغه کارونه
او دافغانانو دژوندانه اساسي شیان ددوی نه خوښیزي.
خارجیان فقط یو شۍ غواړي او هغه دا چې په خپله افغانان په خپلو منځو کې
سره وجنګوي  وینه ېې توېې کړي – یوبل ته په بده سترګه وګوري او همیشه جنګ
ته زموژ په غم ځپلي هیواد کې لمن ووهي او شعارېې څه دی (( اسلام په
افغانستان کې تر خطر لاندې دی )) په داسې حال کې چې په فلسطین – عراق –
سوډان – لیبیاکې ، سوریه ، کې تر افغانستانه ډیر اسلام ته خطر دی او هلته
اسلام ته خطر نه وايي  او هیڅ یو مسلمان هیواد لکه ( مصر – عربستان سعودي
– ایران – اندینیزیا- الجزایر – تونس – اوددوی باداران (( امریکا او
انګریزان )) یو هم ددغو هیوادو اسلام ته خطر دی اشاره نه کوي او نه هلته
پانګه  اچوي او دغه ټول  هیوادونه د فلسطین  څخه دفاع نه کوي، زموږ
دشمنان تل زموږ تر مځکه لاندې منابعو – زموږ میوو – دانو-غلو- بوټیو –
پوست  قیمتي ډبرو – هیرویینو – تریاکو- چرسو – یورانیمو – رخام ډبرو –
کرومایت او داسې نورو انتیک او تاریخي اثارو دلوټولو او چپاول دپاره
سترګې پټې کړي دي چې ډیر افغانان ورباندې خبر دي او مهمه دا چې دوی ته
زموږ د هیواد جیو پولیتیک او جیو ستراتیژیک موقیعیت ډیر مهم دی .
دافغانستان خلک باید یوه شي ته ښه توجه وکړي او هغه دا چې که پا کستان ته
دغه نن د (( دیورند )) د کرغیړنې کرښې نه صرف نظر وکړی بیاهم پاکستان
افغانستان ارام نه پریږدي او تاسې دطالبانو په وخت کې ولیدل چې پاکستاني
کلدارې او پنجابي ژبه رایجه کړې وه ، او داچې کرزۍ شاه او مجددی ویل چې
پاکستان دمجاهدینو سره دجهاد په وخت کې ډیره مرسته کړې داهم ډیره ننګینه
او شرمونکې خبره ده ، ځکه پاکستان دمجاهد نه دافغانستان دبې سترۍ –
دافغانستان دخرابیدو، ورانیدو – لوټولو – او ورور وژنې استفاده کړې وه ،
کړې ېې ده او نن ېې هم ورنه کوي ؟؟؟؟
دافغانستان خلکو دروسانو پرضد جهاد وکړوقبولوم ېې خو دا هم ډیر غلط کار
وو ځکه مجاهدین نه پوهیدل چې دحزب دیموکراتیک ستراتیژیک هدف د دیورند له
منځه وړل او د لوی افغانستان تاریخی سرحد ( اتک ) ته ځان رسول هدف وو
دغه موضوع پریږدم بل وخت ته چې که لازم وو ورباندې په تفصیل لیکنې ولرم
او س راځم دامریکا نظامي حضور ته چې ۴۷ نورهیوادونه ېې هم ورسره راوستلي
دي ، ایا افغانان ددغو حضور په وړاندې څه نظر لري ؟ ایا ولې ټول خوشحاله
دي ؟ ایا ولې نه وايي چې اسلام په خطر کې دی؟ ایا ولې افغانان نن نه واي
چې افغانستان کفارو اشغال کړی دی ؟ولې نن  ۹۸٪ مجاهدینودلیډرانو او
قوماندانانو نظر د ((دافغانستان  اشغال – دین او مذهب ته خطر – اسلام ته
خطر اوزموږ پخواني اشغالګر دشمن انګریز )) افغانستان اشغال ګړی اسلام ته
خطر نه بولي ؟؟؟؟ او هیڅ نه وايي او لا وایی د خدای روی دی امریکا زموږ
له هیواده مه وزه چې موږ به بیرته طالبان وخوری ، ایا اوس نه پوهیژي چې د
خلق او پرچم هدف دیوه پرمخ تللی هیواد جوړول وو او یوه خلقی او پرچمی
ځانو ته قصرونه جوړ نه کړل او نه ملیونران شول ، او هغه وخت دین ته هیڅ
خطر نه وو د وزیر اکبرخان جومات  د ببرک کارمل په هدایت جوړ شوو لاړشي د
ملا تره خیل نه پوشتنه وکړۍ چې ددې جومات مولوی وو ، او ټول دینی فرایض
اداکیدل او اسلام ته هیڅ خطر نه وو ، خطر فقط د مجاهدینو رهبرانو او
قوماندانانو ته وو چې نن او دغه ۲۱ کاله ېې افغانستان لوټ او بې ستره کړو
، رشوت – اداری فساد ، دجایدادونو او مځکو غصبول ، انتحاری او کډنپول – د
ملی وسله وال پوځ لوټول اوهرڅه په پاکستان –ایران – عربانو – او غربیانو
پلورل او بخشش ورکول دوی وکړل  ؟؟؟
نن وینو چې اقایون (( سیاف – حضرت مجددي- پیر ګیلاني – فروفیسور رباني
زوی –  یونس قانوني- د مارشال فهیم زوی او ورور ېې  – بسم الله محمدی  –
عبدا لله عبدا لله چې شخصا ېې زمینه داشغال غرب ته برابره کړه  جهادي
قوماندانان- دیوبندي ملان او طالبان- ملکان او خانان او غټ خیټي شیخان او
خلیفه ګان – سیدان دهزاره طریقې محسني- خلیلي- محقق- اکبري وامثالهم ټول
خوښ اوارام دي او دامریکا اشغال او حضور نظامي ته ډیر امید واره دي ))
راشۍ دجناب ګلبدین- حقاني اوملاعمرچې ظاهرامخالفین شمیرل کیږي اما د
امریکا او ( ای اس ای )  سره چې ډیرې نژدې اړیکې لري نظریو ته ځیر شۍ دوي
وايي امریکا او غرب د کاملا ووزي ، هغه څه چې پنجابیان ېې هم غواړي دوی
ېې هم غواړي او پرون علنی لیونی ، بیدینه ، نامسلمان او د انګریز بچی
مولا نا فضل الرحمان شخصا ریس جمهور اشرف غنی ته وویل چې د طالبانو جنګ د
خارجیانو په شتون کی روا دی ، مړ د شي دغه خاین د افغانانو اصیل دشمن ؟؟

دوی د پنجابي او عربي او همدارنګه(آي اس آي ) رهبرۍ ته لیوال نوکران دي
او د پنجابي او بن لادن امر او قومانده مني ، که هغوی نن دنورو تنظیمي
مشرانو په شان دکرزي دحکومت غړیتوب لرلۍ نن به دوی هم دامریکا دهول ته
ګډیدل او هیڅ مخالفت ېې نه ښودلو  ؟؟؟؟

کله چې نن افغانان او په راس کې ېې دتنظیمو رهبران دغه  داسلام ټیکه
داران  او دکرزي مصلحتي حکومت پلویان دامریکا اشغال ته غاړه ایښې ده نو
دڅه له پاره  دامریکا د اډو سره مخالفت ښودل کیژي او دغه مخالفین څوک دي
؟؟؟؟؟؟
طالبان
پاکستان
ایران
روس
چين
طالبان البته هغه چې افغاني هویت لري ددې مسالې سره مستقیم ارتباط نیسي
او حق لري چې په دغو مورد باندې ځانونه وپوهوي ،او ددوی مسلم حق باید
ورته ورکړل شی
راغلم څلورو نورو خارجي هیوادو ته ، دا ددوی، نه حق دی او نه کار ، چې
زموږ دخلکو په سرنوشت باندې ناندرۍ ووهي موږ یو مستقل هیواد یو حق لرو
دچاسره چې مو زړه غواړي دوستي وکړو او یا دشمني ، خو په هر صورت کې نه
غواړو دنورو هیوادو په مورد هم ځان ته حق ورکړو چې ددوی په سیاست کې
مداخله وکړو،لکه روس دامریکا سره داتومی – راکتي – دنورو هیوادو د تقسیم
او تجزېې اوداسی نورو کاروکې هیڅ مداخله نه کوو او نور هم باید زموږ په
اموراتو کې مداخله ونه کړي ؟؟؟

دامریکا حضور ته تر ۲۰۲۴ کاله شتون په افغانستان کې او دهډو ( اډو ) جوړولو فایدې:

اول

زموږ هیواد دپاکستان له خوانه دهمیشني تحدید سره مواجه دی ، او ددغو

دمخ  نیوي له پاره دامریکا شتون ضروري دی .
دوهم

موږ نن په وچه پورې تړلۍ هیواد یو او دغه خبره باید دامریکا په ذریعه
دپاکستان سره حل شي.
دریم

زموږ هیواد به لا نور هم ډیر کالونه دالقاعدې – طالبانو – مجاهدینو
دتوپکسالارانو له خوانه دلوی تحدید سره مواجه وي لازمه بولم چې امریکا
حضور ولري
څلورم

اسلام پال تنظیمونه غواړي چې دتمدن ارابه دتل  له پاره برک کا لازمه
بولم چې د لسو کالو په دوران کې به نوۍ نسل دعالي متمدنې پرمخ تللې
فرهنګي مفکورې سره را پورته او تربیه شی او داسې ټولنه به جوړه کړي چې نن
ېې نوره متمدنه ټولنه او هیوادونه  لري.
پنځم

ایران او پاکستان دوه اتومي وسلې لرونکي هیوادونه دي موږ ددې توان نه
لرو چې داسې دسته جمعي مرګونې وسلې جوړې کړو بهتره ده چې امریکا دلته
حضور ولري ، ولې ؟ نن دشرقي اورپا هیوادونه ټول دشوروي دړنګیدو وروسته
ناتو ته مخه کړه ایا موږ حق نه لرو چې دناتو یا امریکا سره یو ځای شوو ما
په وار وار دروسې دپوتین څخه  اوریدلي چې غواړي دناتو غړیتوب تر لاسه کړي
، او موږ ولې دغه حق نه لرو  ایا ترکیه چې اسلامي هیواد دی داحق لري ولې
ې موږ ونه لرو ؟؟؟؟
شپږم

افغانستان ډیر ورسته پاتې هیواد دی او خلک ې دیر بیچاره – فقیر

مریض  بیکاره – ناداره- ولې ډیر تر مځکه لاندې غني معادن او ذخایر لري
چې دهغود استخراج او تولید له پاره ډیرې سرماېې ته ضرورت لرو او بیله غول
سرماېې امریکا څخه بل څوک موږ ته دغه مرسته نشي را کولای ؟؟

اووم:
دافغانستان خلک د ۳۶ کالو کورني جنګ په دوران کې دستر ناورین سره مخامخ
شوۍاو هغه د ( پښتنو جنګونه دهزاره ګانو او تاجکانو سره وو – دتاجکانو
جنګونه د پنجشیریانو سره وو – دپشتنو او هزاره جنګونه د ازبکانو سره وو ،
ددغو ملیتو او اقوامو تر منځ تاریخي دشمني موجودّه ده او هره ورځ د
پنجابي او ایراني او غربي له خوانه ورته لمن او پکه وهل کیژي ، بهتره ده
چې امریکا حضور ولري
اتم

زموږ بیچاره خلک ډیر بیسیواده – ډیر وروسته پاتې شوي خلک دي له پاره ددې
چې ترقي او تمدن ډیر ژر پلۍ شي ضرورت یوه نیرومند اقتصاد لرونکي خارجي
هیواد ته دۍ چې هغه نن امریکا ده چې زموږ اقتصادي حالت ته تغیر ورکړي ،
دبلی خوانه سباته چین دنړی اقتصاد په لاس کې اخلي اوموږ باید د چین سره
ډیرې ښې اړیکی ولرو.

خو ډیره مهمه داده چې افغانستان دامریکا نه دغه لاندې شیان او تضمین تر لاسه کړي .
دافغانستان د ازادی – دخاورې د تمامیت – استقلال پوره تضمینول.
دافغانستان په داخلي او خارجي سیاست کې هیڅ ډول لاس وهنه ونه کړي
دافغانستان ملي وسله وال پوځ ته ضروري وسلې او محاربوي تخنیک ورکړي
دافغانستان سره د پاکستان کړکیچن مناسبات حل کړي
افغانستان دټولو خارجي هیوادو دتجاوز نه مسون وساتي
امریکاي دیموکراسي په افغانانو تحمیل نه کړي
داسلام دین ته درناوۍ وکړي او عیسویت ته په افغانستان کې زمینه برابره نه کړي
افغانستان دخپل ابي او اتومي برق څښتن کړي
محاربیوي عملیات ټول خپله افغان وسله وال پوځ ته واګذار شي
دټولو احزابو او ملیتونو ګډون په دولت کې تضمین کړي
داسې ځایونه باید نظامي پایګاه ورنه کړل شی چې هلته دیورانیمو او یا نورو
تاریخي ځایو شتون  وي او افغاني لورۍ  ته  د اډو دکنترول او تفتیش اجازه
ورکړي
دپنجابي او ایراني دتجاوز کلکه مخه ونیسي
دهرې اډې دموجودیت ارزش باید هر کال افغانستان ته یا نقده یا دموسساتو یا
فابریکو په جوړولو سره تادیه کا ، لکه څنګه چې دنورې نړی هیوادو سره دغه
تعامل حل شوۍ دافغانستان سره لږ په توجه سره عملي شي ، علما – سیاست
پوهان – دیپلوماتان چې په دغو رشته کې تخصص لري ټول مهم او باریک مسایل د
پارالمان د تصویب نه مخکی  وڅېړي .

ددغو او ډیرو نورو شیانو تضمین او غوښتنه دافغانستان په ولس پورې اړه لري
او په اخر کې د پارالمان دتصویب وروسته قانوني بڼه غوره کړي موږ دهمسایه

ګانو نظر ته احترام لرو ، خو په هیڅ وجه باید زموږ د ملي منافعو سره په ټکر

کې ددوی دیکتاټ او فرمایشونه ونه منل شي ځکه دغه ۵۰۰۰ کاله په افغانانو
غوبل روان دۍ ؟؟

دامریکا دشتون او  اډو نواقص

زموږ دتاریخ او دافغاني اصولو سره ټکر دی
زموږ غرور او افتخاراتو ته څرګنده بی عزتي ده
زموږ دملي ارزشونو سره لوی ټکر دی

افغانستان همیشه نا پیلۍ هیواد وو او دامریکا په موجودیت سره موږ افغانیت

خلاصه چې ټول  ملي ارزشونه  رواجونه – له لاسه ورکوو  دودونه  – پشتو-
زموږ دشمنان به نور هم پیاوړي کړي او خپلو مداخلو ته به ادامه ورکړي
دشهید داود خان خبره ده چې تصمیم دموفقیت لومری شرط دی او تصمیم په ولس
پورې اړه لري