څنګه کولای شو هېواد د ایډیالوژیو له خطره وژغورو!

ایمان الحق ایمان

تر هر څه لومړی به ښه دا وي چې په دې پوه شو ایډیالوژۍ څه ته وايي؟ ځکه پخوانیو ایډیالوژۍ والو د خپل نفوذ د ساتلو او بقا لپاره ډېری ځوان نسل د خپلو عقیدو او ایډیالوژیو په دام کې راښکېل کړی او ډېری شمېر ځوانان فکر کوي چې ایډیالوژي لکه سرچینه یې تقدس لري او په مترادفه معنا یې اخلي چې داسې نه ده.

ایډیالوژي له دوو لاتیني کلمو ایډیا او لوګوس اخیستل شوې چې ایډیا په هغه ژبه کې د فکر او عقیدې په معنا راغلې ده او لوژي هم د لاتیني له لوګوس کلمې اخیستل شوې چې د بحث کولو، استدلال او منطق معنا ورکوي او په اصطلاح کې ایډیالوژي داسې تعریف کولی شو چې ایډیالوژي د منطق او استدلال په مرسته د یوې عقیدې او فکر قالب او تصنیف کول دي.

په ټولنه کې ډېری بحثونه ایډیالوژیک کېدلای شي، لکه مذهبي، سیاسي، قومي، واکیز او نور بحثونه، خو ډېری کارونه یې په مذهبي او سیاسي بحثونو کې ده.

ایډيالوژي تل یو اساس او بنسټ لري، خو د ایډيالوژۍ اساس یو ایډیالوژیک بحث نه وي، بلکې هغه تل یو اکاډمیک او علمي بحث وي او له دې کبله ایډیالوژي خپل وسعت، پراختیا او تقدس له لاسه ورکوي او په دې توګه ایډیالوژي خپله بېطرفي او بې پرې والی نه شي ساتلای او بهر ته د یو طرف په توګه انعکاس مومي. د بېلګې په ډول د ډموکراسۍ په لسیزه کې د هېواد د راتلونکې او پراختیا لپاره درې بحثه مطرح شول: په یوه بحث کې ویل کېدل چې هېواد دې د یوه لیبرال جریان له لارې خپل پرمختګ ته ادامه ورکړي. په بل بحث کې ویل کېدل چې نه هېواد دې د یوه اسلامی نظام او اقتصاد په چوکاټ کې خپلې لارې ته ادامه ورکړي او درېیم بحث دا و چې هېواد دې د یوې غیرطبقاتي ټولنې او دولتي اقتصاد په چوکاټ کې د راتلونکې لور ته قدمونه پورته کړي.

ستونزه هغه وخت ډېره شوه چې بحث او نظر د ایډیالوژیو بڼه غوره کړه، پیروان یې په افراط او تفریط کې ولوېدل او د هر یوې نظریې پیروانو ځانونو ته د ګوندونو او حزبونو په نوم پلویان راپیدا او د خپلې خوښې مطابق یې وروزل او بالاخره یې سره وجنګول.

د هېواد په لیبرال اړخ کې پاچا محمدظاهر او د حکومت یوشمېر مامورین شامل وو چې معمولاً ملي ګرایان ورته ویل کېدل. په مذهبي او سوسیالیستي ایډیالوژستانو کې معموالاً د پوهنتون یوشمېر استادان او محصلین او د ښوونځیو استادان او زده کوونکي او همدا راز د ټولنې له نورو قشرونو هم وګړي، شامل وو.

د ډموکراسۍ د لسیزې په وروستیو کې رقابتونه او بحثونه دومره سره ګرم شول چې نور دغه ایډیالوژستان ښکنځلو او وسلو کارولو ته سره ووتل، په کابل پوهنتون، لارو، سړکونو او کوڅو کې به یو بل سره په چاقوګانو وهل او یو بل به یې سره وژل.

مذهبي ايډیالوژستانو الهام له نړیوالو تکفیري ګروپونو او جریانونو اخیسته او سوسیالیستانو هم خپل الهام له نړیوال سوسیالیستي سیستم او نظامونو اخیسته.

مذهبي ایډیالوژستانو لکه نورو تکفیري سازمانونو ځانونه واقعيي مسلمان او نور یې کافران بلل، خو نورو بیا د دوی د الزامونو په وړاندې تمکین نه کاوه، ځانونه یې متمدن او متجدد مسلمانان او دوی یې د قرون وسطی وراسته فکري ارتجاعیان ګڼل.

نا ویلې دې نه وي چې دا درې واړه نظریې اوس هم د هېواد د راتلونکې لپاره پخپل ځای پاتې دي، ځانته خپل پلویان او پیروان لري، خو اوس ایډیالوژیکي جریانونه ډېر کمزورې شوې دي.

د دې لپاره چې له مغالطې څخه مخنیوی شوی وي، باید د ایډیالوژیو په بحث کې د تېرې پېړۍ حالاتو یعنې سړې جګړې او په دې منځ کې د هېواد د مذهبي او سوسیالیستي ایډیالوژستانو موقف ته هم کتنه وشي.

د دغو پیروانو یو اړخ یې د شورویانو او بل اړخ یې د پاکستانیو مدرسو او غربیانو له خوا له مالي، سیاسي او فرهنګي پلوه حمایت کېده.

په ۱۳۵۷ کال کې د وري میاشتې په یوې کودتا سره سوسیالیستان واک ته ورسېدل او لکه څنګه چې د حکومتي نظام په اړه دوی په دکتاتورۍ د پرولتاریا عقیده درلوده او پلوروتاریزم یې ردواه، نو همدا وو چې د دوو نورو جریانونو پیروان یې له حکومته وشړل، څه یې ووژل، څه یې زندانونو ته واچول او څه نور یې له هېواده په تېښته وژغورل شول.

د سړې جګړې په دوران کې چې دغه جګړه له ۱۹۴۵ یعنې له دویمې نړیوالو جګړې وروسته چې نړۍ د شوروي اتحاد او ناټو ترمنځ په دوو بلاکونو ووېشل شوه، پیل شوې وه، معمولاً دود دا و چې د یو بل مخالفانو ته د دوستانو په سترګه کتل کېدل او هڅه کېده چې دغه مخالفان د اصلي دښمنانو په وړاندې مسلح او وجنګول شي.

شوروي اتحاد هغه مهال د کابل د شوروي پلوي حکومت ملاتړ ته ودانګل امریکا او نورو لویدیځوالو او ګاونډیانو بیا د افغان مهاجرو او مذهبي ایډیالوژستانو چې خلکو اخوانیان بلل ملاتړ وکړ.

دواړه لوري تر پوزې مسلح کړای شول، د حکومت او جهادي تنظیمونو په نوم پوځي تشکیلات رامنځته او ښه توده او ګرمه جګړه پیل شوه.

دې جګړې ۱۴ کاله دوام وکړ چې په لړ کې یې ۳۲ تریلونه ډالره مصرف شول او د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه جګړه یادېدای شي.

په پای کې د شوروي له پاشل کېدو سره د کابل اداره هم وپاشل شوه، د حکومت او وطن ګوند مشرانو چې د خلق او پرچم په نوم یې پخپلو کې دا مهال په پټه زړه دښمني سره پالـلـه، د پرچم ډلې خپلې ادارې او نظامي تجهیزات د جمعیت نظار ډلې او د شمال ټلوالې چې له غیرپښتنو قومونو جوړه وه وسپارل او خلقیانو خپلې ادارې او وسلې د مجاهدینو حزب اسلامي ډلې ته وسپارل.

د نورو جهادي تنظیمونو حزب اسلامي چې په دوی کې پیاوړې ډله وه، نه خوښېده او د شمال ټلواله هم په حقیقت کې د دې ډلې د واک د مخنیوي په پار جوړه شوې وه.

د جهادي تنظیمونو داخلي حالات او وضعیت له پیله په نیابتي جګړه ولاړ او له کورنیو او بهرنیو اختلافاتو ډک وو.

د افغانستان په سیاسي او ایډیالوژیکي ناورین کې شوروي اتحاد او امریکې د دوو متخاصمو اړخونو په توګه د جګړې اصلي وکالت پرغاړه درلود. دغه جګړه د دې دواړو اړخونو د ستراتیژیو په انحنا کې له مخکې پیش بیني شوې وه او ټول وسایل ورته سنجول شوي وو.

دلته کوم خارق العاده کړنې ته هم اړتیا نه وه، ځکه په ایډیالوژیکي جګړو کې مساله روښانه او د عمل او عکس العمل پر بنا ولاړه وي. یوه ډله چې په مدرنیت باور لري، عکس العمل یې باید په زړه پالنه رامنځته شي او یا هم برعکس. لکه څنګه چې دواړو جریانونو له خپلو اساساتو او بنسټونو سره ښکاره اختلاف درلود او سچه نه ګڼل کېدل، نو له ویارونو ډک وو او د دې لپاره چې بدرنګۍ او تېروتنې یې پټې پاتې شي، نو یو څه اندازه دروغو، تبلیغاتو او تحریفونو ته یې اړتیا درلوده چې یوې ډلې د دې کار لپاره د جهاد د دوکتورینو ترشا ځان پټ کړ او بلې ډلې یې د کارګرانو او خواریکښانو د ملاتړ تر شا ځان پټاوه.

ټول کارګران سره وروڼه دي!

ټول مسلمانان سره وروڼه دي!

کمونستانو پخپل مانفیست(۱۸۴۸) کې پورتنی شعار درج کړ او په دې توګه یې په هر هېواد کې بهرنۍ(خپلې) مداخلې ته لار پرانسته.

جهادي ډلو هم د مصر د اخوان المسلمین ګوند د مشر سیدقطب د دوکتورینو(۱۹۵۱) مطابق په پورتني شعار سره په هر ځای کې خپلې مداخلې او یا له پردیو(د کفارو په شمول) مرستې اخیستو او مداخلې ته لار هواره کړه.

د دغو شعارونو پر اساس کمونستانو له شورویانو مرسته وغوښته او هغوی یې له لښکرو سره هېواد ته دننه کړل او جهادي تنظیمونو هم له لویدیځوالو مرستې ترلاسه کړې او د لسګونو ډلو او هېوادونو اورپکي یې هېواد ته دننه کړل. په دواړو خواوو کې مېلمانه د کوربانه حاکمان او دستور فرمایان وو او افغانان په کې د جګړې کرایه کښان. یعنې جګړه د نورو او ګرم په کې جګړه ماران وو. پردیو ته دغه فیض او برکت له هغو وارداتي ایډیالوژیو رسېده چې هغوی پخپله دلته وارد کړې وې او پر یوشمېر خوش باوره او احساساتي رهبرانو، مشرانو او وګړو یې لکه د قرانکریم ټکي منلې وې، په داسې حال کې چې زموږ د شرعي قوانینو له مخې تقدس یوازې د الله ج کلام او ارشادات لري، نبوي احادیث هم زموږ د شریعت یوه برخه ده او فردي کلام، استدلال او منطق نه کوم شرعی استلزامیت لري او نه کوم تقدس.

د کمونستانو د ایډیالوژۍ لنډ ټکي دا دي:

-خصوصي مالکیت دې منتفي وي او پرځای یې باید ټول دولتي مالکیت وي.

-له سړي څخه د سړي د ګټې اخیستو او اضافه ارزش وسایل له منځه لاړ شي(خصوصي مالکیت).

-طبقاتي نظامونه باید د انقلاب له لارې ړنګ شي او پرځای یې د کارګرو دکتاتوري حاکمه شي.

-اشرافي فرهنګ باید پای ته ورسول شي او پرځای یې د خواریکښانو فرهنګ دود شي او د دې کار لپاره باید نوی نسل په نوې روحیه وروزل شي.

-په هره بیه چې وي د یوې غیرطبقاتي ټولنې د ساتلو ملاتړ وشي.

-جګړه جګړه ده او د کامیابۍ لپاره یې باید ګرانه بیه ورکړل شي.

د جهادي تنظیمونو دوکتورین هم پر افراط ولاړ وو او مهم ټکي یې دا دي:

-د کابل نظام الحاد خپروي او د شوروي له خوا اداره کېږي، اشغال شوی دی او باید د زور له لارې وپرځول شي.

-پرځای يې پر اسلامي اقتصاد ولاړ یو اسلامي نظام رامنځته شي.د دوی اسلامي اقتصاد پر عشر، جزیه، زکات او صدقاتو څرخي، خصوصي مالکیت مني او علمي اساسات ورته نه لري.

-اسلامي نظام هم داسې تشریح کوي چې باید مذهبي پولیس(امر پر معروف او نهی له منکر ډله) مستقر وي او پر خلکو باید په زور او جبر سره دیني، دنیوي، عبادي او اخروي چارې ترسره کړي.

-د ټولو بېوزلو هېوادونو حکومتونه لاسپوڅي دي، باید د زور له لارې وپرځول شي، پرځای یې اسلامي نظام راشي او له اسلامي حکومت نه په ټول طاقت سره دفاع وشي.

-له ټولنیز او سیاسي پلوه دوی ټول وګړي په دوو ډلو وېشي، مسلمانان او کافران. هغه څوک چې له دوی سره دي او د دوی د ایډیالوژۍ پیروي کوي مسلمانان دي او هغه څوک چې له دوی سره نه دي، هغوی منکرین او کافران دي. له همدې امله ده دوی پر بېطرفۍ باور نه لري او په جګړه کې د ملکي تلفاتو پام نه ساتي او له اسیرانو سره ښه چلند نه کوي.

-په معرکه کې هم هغه څوک چې له دوی سره په سنګر کې ولاړ نه دي له یوه سره واجب القتل ګڼل کېږي.

-په جګړه کې هم تمرکز یوازې د زور او جګړې له لارې پر بري کېږي او د دوی په باور د بري له پاره هر څه باید وشي او هر څه باید له منځه لاړ شي.

-دوی په جګړه کې له بري پرته بله هره لار غیراسلامي بولي.

-دوی په ټوله کې دنیا دارالحرب او دارالحرب، دارالتخریب بولي او له عقیدوي پلوه ان تر دې فکر کوي چې له دنیا څخه د الله ج مقصد ساتېري او د انسانانو جنګول دي.

له پورتنیو څرګندونو هدف دا دی چې زموږ نوی نسل تر یوې اندازې له دې بحثونو خبر نه دی او په هېواد کې روانه جګړه یوه عادي او معمولي جګړه ګڼي او له ایډیالوژۍ سره ورته ارتباط نه ورکوي، دا په داسې حال کې ده چې دا جګړه ۴۰ کاله وشول چې روانه ده او د درېدو هېڅ څرک یې نه لیدل کېږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه په اندونیزیا، کابل او سعودي عربستان کې نړیوالې غونډې جوړې شوې. په ټولو غونډو کې د افغانستان جګړه ناروا وبلل شوه او د افغانانو وژل یې یو غیراسلامي او ناروا عمل وګاڼه.

یوشمېر ناخبره او غیرکره کتونکو دا غونډې بابیزه او فرمایشي وبللې او ويې ویل چې اغېزمنتیا نه لري، خو په حقیقت کې دغه کار ډېر اساسي کار دی، ځکه چې د جهادي ډلو پر ایډیالوژۍ ګوزار کوي او هغه تکذیبوي. له بل پلوه، د اسلامي ارشاداتو له مخې د عمل ابتکار یې د مخالفانو له لاسه واخیسته، ځکه د اسلام په سپېڅلي دین کې راغلي چې باید له یوې ناروا جګړې او عمل څخه زر تر زره ډډه او انصراف وشي او مقابل لوري ته د سولې وړاندیز وشي او مقابل لوري ته هم په کار ده چې د سولې وړاندیز ومني او که یې ونه مني، نو پر نورو مسلمانانو واجب ګرځي چې له دې ډلې سره تر هغه وجنګېږي چې یا سولې ته غاړه کېږدي او یا له منځه لاړه شي. په حقیقت کې دغو غونډو طالبان له عقیدوي پلوه له سختې تنګسې سره مخامخ کړل، ځکه د دولت مخالفانو نږدې خپله ټوله جګړه له افغان حکومت او سرتېرو سره کوله، خو اوس یې دغه مخالفان دومره بې ځوابه کړي دي چې وايي د دوی جګړه د اشغالګرو پرضد ده. دا هم کوم ځواب نه شي کېدای، ځکه تراوسه نه امریکې او یا هم نه کوم بل هېواد ویلي چې دوی افغانستان اشغال کړی دی، نه افغان حکومت دا ویلي چې دوی اشغال شوي دي او نه هم په کورنۍ او یا هم بهرنۍ کچه د افغان دولت صلاحیتونه سلب شوي دي. یعنې تراوسه نه په عیني او نه هم په غیر عیني ډول د افغانستان د اشغال کوم څرک لیدل شوی او که د دولت مخالفان په لوی لاس دغه هېواد نورو ته ورسپاري نو هغه بیا بېله خبره ده او پاتې شوه د همکارۍ او بشري مرستې خبره چې دا یوه جایزه مساله ده.

که د دوی دغه د اشغال فکر ته وکتل شي، نو له هزیان پرته بل څه ترې نه راوځي او د داسې سیاسي هزیاناتو سرچینه تل ایډیالوژي وي، دا چې د واقعيي سیاستوالو سپارښتنه تل دا وي چې باید اشخاص او خپلې ټولنې له ایډیالوژيکي سیاستونو وساتئ، نو سبب یې دا دی چې ایډيالوژيکي سیاستونه پخپله یو ډول سیاسي نیمګړتیا، هزیانات او لېونتوب دی.

ځکه دلته یو سیاسي واقعیت یا اشغال په عیني ډول وجود نه لري، خو په غیرعیني ډول دغه کسان فکر کوي چې ګوندې اشغال شوي دي او دغه غیرعیني واقعیت یا وهم کرار کرار د دوی په عقیده او وجود کې د یوه عیني واقعیت ځای نیسي او تجلي پیدا کوي. اوس که هرڅومره دغو کسانو ته وویل شي چې جګړه حرامه ده، جهاد نه ده، بلکې مسلمان وژنه ده، خو دوی پخپلو خرو سپاره وي او د نورو اسونو ته نه ګوري.

په خواشینۍ سره دغو هزیاناتو زموږ ټولنه هم سخته اغېزمنه کړې ده، په کې ۴۰ کاله یې جګړه ساتلې او رهبري کړې ده او تر هغه چې له دې لېونتوب او جنون څخه افغانان ځانونه ونه ژغوري، نو دا جګړې به همداسې روانې وي.

 لنډه دا چې زموږ اصلي ستونزه جګړه نه بلکې هغه ایډیالوژي ده چې دا جګړه یې رامنځته کړې او دغه ایډیالوژي هم موږ ته له مصر او پاکستانه راغلې ده. په مصر او پاکستان کې د دې ایډیالوژۍ پیروان او پالونکي یوشمېر ډلې، ګوندونه، مدرسې او ملایان دي، خو هلته ورسره یوشمېر نور منځلاري مسلمانان او دیني عالمان په مبارزه کې اخته دي، نو له همدې امله پر هغو ټولنو یې کم اغېز ښندلی دی. د بېلګې په ډول د مصر اخوان المسلمین ګوند د دې ایډیالوژۍ بنسټګر ګڼل کېږي، د مصر په تېرو ټاکنو کې یې انتخابات وګټل، خو څو میاشتې وروسته خلکو ته څرګنده شوه چې دغه خلک او ګوند ډېر بې کفایته دي، د وینا او عمل ترمنځ یې پراخه دوه ګونتیا موجوده ده او هغه ګوند یې له واکه وشاړه.

 په افغانستان کې هم باید دغو بحثونو ته ځای ورکړل شي، زموږ دیني عالمان باید دغه مسایل خلکو ته روښانه کړي او د خلکو غوږونه ورخلاص کړي چې حق او ناحق په چا پسې ټوپک ونه ګرځوي او د هغوی اصل او اصالت ته په کتو، له غور او فکر وروسته دې د یو چا مشروع مرستې ته ودانګي، په بدۍ که نه بلکې په نیکۍ کې دې ورسره مرسته وکړي او د نیکۍ طریقه دې کېږدي.