یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

په بلجیم کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي هاندو وهڅو په ویاړ نمانځ غونډه

pdf

دغه غونډه پر(۲۰۱۵) زیږدیز کال د دسمبر میاشتې پر پنځمه (۵) نیټه د بلجیم د (خینت) په ښار کې جوړه شوه.

په دې پرتمینه غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري ادب و فرهنګ پیژندل شویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

غونډه د پاک قرآن  د څو آیتو په لوستلو د ښاغلي (ډاکټرهدایت الله) له خوا پیل شوه.

 

ورپسې ملي سرود وغږول شو.

 

غونډه له درو برخو څخه جوړه شوې وه :

۱- د ښاغلي ډاکټرببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت او اثارو په تړاو خبرې.

۲- مشاعره او موسیقي.

۳-  د لیکوالو شاعرانو او د پوهې، فرهنګ او ادب د مینه والو پیغامونه.

– دا غونډه زموږ د هیواد د خوږ ژبې او تکړه ویاندې اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي په وینا پیل شوه، دې د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو ګډون کوونکوته ښه راغلاست ووایه، او له دوی څخه یې چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.

 

– اغلی سهیلا اصغري، ښاغلي خلیل الله وفا خدرخیل د افغانانو د ملي یووالي د  ټولنې مشر ته بلنه ورکړه چې خپله وینا ګډونوالو ته واوروي.

ښاغلي خدرخیل صاحب ښاغلي ببرک ارغند او ټولو میلمنو  ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په دغه پرتمینه غونډه کې یې ګدون کړې وُ.

 

ـ ورپسې اغلې سهیلا اصغري د غونډې او د ډاکټر ببرک ارغند د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه په پښتو او دري ژبو اوریدونکو ته په لنډه توګه معلومات وړاندې کړ او ډاکټر صاحب ارغند ته یې بلنه ورکړه چې د ستیژ سر ته راشي اوریدونکو ته خپله وینا وړاندې کړي. ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند د چک چکو په بدرګه او تاوده هرکلي سره د ستیژ سر ته راغی او خپله وینا یې پیل کړه.

 

ډاکتر ببرک ارغند د خپلو خوندورو او ګټورو خبرو تر څنګ، ټولو میلمنو  ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په دغه پرتمینه غونډه کې یې ګډون کړې وُ. او له هغو ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې کارنده برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

– په دغه نمانځ غونډوه کې انجنیرعبدالقادرمسعود هم برخه اخیستی وه .  اغلې سهیلا اصغري ورته بلنه ورکړه چې خپله وینا اوریدونکو ته واوروي. انجنیرعبدالقادرمسعود د ښاغلي ډاکتر ببرک ارغند د ادبي اوهنري لیکنو، داستانونو او اثارو د ارزښت، درنښت او د اولسونو د راویښولو په تړاو په لنډه توګه او د ده د ژوند لیک په اړه د غونډې ګډونوالو ته په بشپړه توګه مالومات وړاندې کړ چې د اوریدونکو له خوا یې ډیر په مینه توود هرکلی وشو.

 

 

– اغلې سهیلا اصغري د خینت د والي معاون ښاغلي توم بالتهازر چې په دغه غونډه کې یې هم ګدون کړې وُ، بلنه ورکړه چې خپله وینا د غونډې حاضرینو ته واوروي. د ښاغلي توم بالتهازر وینا ګډونکوونکو په ډیره مینه واوریده او توود هرکلی یې وکړ.

 

 

– ورپسې د اغلې سهیلا اصغري له خوا سیاست پوه، ، د ادب و فرهنګ پیژندل شوي شخصیت، تکړه لیکوال اوشاعر، ژباړونکي او څیړونکي ښاغلي عبدالله نایبي ته بلنه ورکړل شوه  چې د ستیژ سر ته راشي او خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي. ښاغلي عبدالله نایبي د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي او ادبي سټې او اثارو په اړه خپله وینا واوروله، چې د اوریدونکو له خوا په ډیره مینه د ده د علمي او ادبي لیکنې توود هرکلی وشو.

 

 

– په دې غونډه کې داوید تروخ چې یو تکړه بلجیمي شاعردی هم ګډون درلود. اغلې سهیلا اصغري، ده ته بلنه ورکړه چې اوریدونکو ته خپل ښکلي شعرونه وړاندې کړي.

– – ورپسې زموږ د هیواد هڅاند لیکوال، او تکړه ژباړونکي ښاغلي داود اسعد ته د اغلې سهیلا اصغري له خوا بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي. ښاغلي داود اسعد په خپلو خبرو کې  د ښاغلي ببرک ارغند علمي او ادبي شخصیت وستایه او د غونډې حاضرینو ته یې وویل، چې د ښاغلي ببرک ارغند یو شمیر اثار یې په جرمني ژبه ژباړلي دي او ډیر زر به د کتاب په بڼه چاپ ته  وسپارل شي.

 

– اغلې سهیلا اصغري (فه کي ایدر) ترکي شاعر ته بلنه ورکړه چې خپل ښکلي شعرونه ګډونوالو ته واوروي. ده خپل خوندور شعرونه د دوتار په غږولو سره په دې غونډه کې حاضرینو ته واورول چې د ګډونکوونکو له خوا د چک چکو په بدرګه یې توود هرکلی وشو.

 

 

– ښاغلی دستګیر هژیر چې زموږ د هیواد  تکړه ژورنالیست، ادبپوه، سیاست پوه او د   ( راه آینده) د ورځپاڼې  مسوول مدیر دی هم  په دغه غونډه کې ګډون درلود، ده په خپله لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه او د ده د اثارو په تړاو رڼا واچوله چې د برخوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

 

دغونډې لومړۍ برخه پای ته ورسیده. اغلې سهیلا اصغري ټولو میلمنو ته د ماښامنۍ بلنه ورکړه.

د غونډې دویمه برخه (مشاعره او موسیقي)، ښاغلي الماس معارج چې یو تکړه ځوان او دادب او فرهنګ مینه وال دی پیل کړه .

 

– په دې برخه کې د ښاغلي الماس له خوا انجنیر حضرت ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا او د خپلې ټولنې پیغام برخوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي انجنیر حضرت د خپلو خوږو خبرو او د خپلې ټولنې د پیغام د لوستلو ترڅنګ له کابل څخه د ښاغلي عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر، د ښاغلي عبدالغفور لیوال د اقوامو او قبایلو د وزارت مرستیال، د امین باوري د اقوام او قبایلو د وزارت سلاحکار، د ښاغلي زرین انځور د رادیو او تلویرون پخوانۍ ریس، د ښاغلي نجیب احمدزي، د ښاغلي غریب او د ښاغلي پوهاندوی رسول باوري د خوست د پوهنتون پخوانۍ ریس، پیغامونه د ډاکټر صاحب ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو د لمانځ غونډې په ویاړ ګډونوالو ته وړاندې کړل.

 

– ښاغلي الماس کوشا معارج، ښاغلي سید عمران ستومان ته چې یو با استعداده ځوان او هڅاند شاعر دی بلنه ورکړه  چې خپل په زړه پورې او خوندرو شعرونه ګډون کوونکو ته وړاندې کړي. ښاغلي ستومان د خپلو شعرونو په لوستلو دا غونډه لاخوندوره کړه.

– ورپسې ښاغلي الماس، ښاغلي سلیان بهادري ته بلنه ورکړه چې د ښاغلي پوهاند استاد مجاوراحمدزیار پیغام، چې د ښاغلي ببرک ارغند د هاندو هڅو د لمانځ غونډې په ویاړ یې رالیږلی وه ، واوروي.

 

– ښاغلی جابرمنظرچې یو ځوان تکړه او تاند شاعر دی هم په دغه بنډار کې برخه درلوده. ښاغلي الماس، ده ته بلنه ورکړه چې د دغې غونډې رابللو ته خپل ښکلي او خوندرو شعرونه  واوروي او غونډې ته نوره هم  ښکلا ورکړي.

 

– د ښاغلي ببرک ارغند د هاندو هڅو لمانځ غونډې ته دستګیر نایل چې زموږ د هیواد تکړه لیکوال او شاعر دی هم خپل پیغام رالیږلی وُ. ښاغلي الماس، ښاغلي انجنیر محمد عارف عارف ته بلنه ورکړه چې دا پیغام ګډونوالو ته ولولي.

 

– ښاغلی اسد خاطر چې یو تکړه ځوان شاعر دی د ښاغلي الماس له خوا بلنه ورکړل شوه چې د خپلو ښکلیو او په زړه پوریو شعرونو په واورولو سره زموږ غونډه نوره هم رنګینه کړي.

 

– په غونډه کې یو بل ځوان او تکړه شاعر ښاغلي سهیل شینواري هم ګډون درلود. د ښاغلي الماس له خوا بلنه ورکړل شوه چې خپل شعرونه ګډونکوونکو ته وړاندې کړي.

 

– ورپسې ښاغلي الماس کوشا معارج،  ښاغلي رحیم رامشګر ته چې یو تکړه او هڅاند لیکوال او شاعر دی، بلنه ورکړه چې خپله وینا او خپل خوندور او ښکلي شعرونه اوریدونکو ته وړاندې کړي.

 

– ښاغلی عبدالله نایبي چې زموږ د هیواد نوښتګر، مخکښ او پیژندل شوی لیکوال او شاعر دی، د ښاغلي الماس کوشا معارج له خوا بلنه ورکړل شوه چې خپل  زړه وړونکي او خوندور شعرونه ګډونوالو ته واوروي.

 

– ښاغلي الماس، اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي ته چې زموږ د هیواد ، پیژندل شوې ویانده، خوږ ژبې دیکلماتوره او تکړه شاعره ده بلنه ورکړله چې د ستیژ سر ته راشي او په خپل زړه وړونکي او خوندور اواز کې خپل ښکلي شعرونه اوریدونکو ته وړاندې کړي.

 

– همداسې په بلجیم کې (انجمن فرهنګي خط سوم) ښاغلي ببرک ارغند ته یو ستاینلیک ترتیب کړې وه چې دا ستاینلیک د فرید ساپي له خوا د خپلې ټولنې په استازیتوب ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند ته ډالۍ شو، او ښاغلي نقیب رادمل چې د دغې ټولنې یو تکړه غړی دی د ښاغلي ارغند صاحب یو شمیر خوږې خاطرې اوریدونکو ته وړاندې کړئ.

– ورپسې ښاغلي خلیل وفا خدرخیل په دې غونډه کې د خپلې ټولنې په استازیتوب یو ستاینلیک ښاغلي ببرک ارغند ته وړاندې کړ او حاضرینو ته یې ولوست.

– ښاغلي خلیل وفا خدرخیل د خپلې ټولنې په استازیتوب همداسې یو ستاینلیک اغلې سهیلا اصغري ته ډالې کړ.

– ښاغلي خلیل وفا خدرخیل یو ستاینلیک د خپلې ټولنې په استازیتوب انجنیرعبدالقادر مسعود ته هم ډالې کړ.

– زموږ د هیواد د موسیقۍ په ډګرکې ښاغلي ایاضي چې یو تکړه سندرغاړی دی هم په دې غونډه کې ګډون کړې وُ، اوغوښتل یې چې په دې غونډه کې  په خپل خوږ اوازکې ښکلې او په زړه پورې سندرې ووایي خو د وخت له کموالي په وجه چې غونډه پردولس بجو او دیرښو دقیقو (۱۲.۳۰) د شپې پای ته ورسیده د موسیقۍ برخه پاتې شوه.

 

– په دغه غونډه کې له یوشمیر پیژندل شویو لیکوالو، شاعرانو او د ادب او فرهنګ مینه والو ته لکه ښاغلي صدیق کاوون توفاني، ښاغلي عبدالوهاب سرتیر، ښاغلي طلابازحبیب زي، ښاغلي الهام الدین قیام، ښاغلي اسد الله زمري، ښاغلي کبیرکاکړ، اغلې زرغونه ژواک، اغلې ملالی ژواک، اغلې نیلاب موج سلام، ښاغلي عزیز سرشار، ښاغلي ننګیالي اله مال، اغلې جمیله زمان انوري، اغلې فتانه مقتتدر، ښاغلي بشیرمومن، ښاغلي زلمی جهش، ښاغلي رزاق رحي، ښاغلي نورالدین همسنګر، ښاغلي عبدالوهاب فایز، ښاغلي الحان، ښاغلي اقبال وزیري، ښاغلي ذکریا پوپل، ښاغلي خلیل یاقوت، ښاغلي حازم، ښاغلي ولي شاپور، ښاغلي سیلني، ښاغلي بسم الله اکبري، ښاغلي زیارمل ، ښاغلي ظاهر ملک بابا، ښاغلي یعقوب بهروز، ښاغلي نیاز پاسوال، ښاغلي کبیر کمال او ښاغلي جلال عمرخیل ته هم بلنه ورکړ شوې وه، دغودوستانو په ډیره مینه او علاقه سره غوښتل چې په غونډه کې ګډون وکړي، خو دوی د بیلابیلو ستونزو له لامله په دې غونډه کې  ګدون و نه شو کړای .

دا درنه او پرتمینه غونډه د شپې د یوې بجې په شاو خوا کې د خوښیو په څپو کې پای ته ورسیده.

په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود