هدفي وژنې څوک او ولې کوي؟!

ژوند الهي ډالۍ ده او یوازې د قانون په رڼا کې د ټولنې ځیني وګړي، چې په لویو او واجب القتله مسایلو کې ښکېل وي ورڅخه بې برخې کېږي، خو د تاریخ په اوږدو کې یو بل ډول وژنه هم لیدل شوې ده، چې د ترهګرۍ ډېره پېچلې بڼه او د ځینو ناکامو څېرو او هېوادونو عادت او مأموریت جوړوي.

تاسو به اورېدلې وي، چې وايي سیاسي موخو ته د رسېدو په موخه د خلکو وژل، ترهګري بلل کېږي؛ هغه که زهرو په واسطه وي یا په بله وسیله.
دلته به د هدفي وژنو پر مخینې لنډه رڼا واچوو او بیا به یې نړۍ او تر ډېره افغانستان کې عواملو ته اشاره وکړو.

مخینه:

په ټولیزه توګه وژنه یا د یوه سیاسي-فکري مخالف او یا پېژندل شوې څېرې وژل د واک تر لاسه کولو او وېرې خپرولو لرغوني وسیله ګڼل کېږي، چې مخینه یې له لرغوني تمدن او د بشر له ژوندانه سره تړلې بلل کېږي. هدفي وژنه/ وژنې په لرغوني تمدن کې غوره او منلې چاره بلل کېده.

په نړۍ کې داسې ډېرې بېلګې شته، چې لووړپوړي او منځ پوړي کسان یا څېرې د ترور او هدفي وژنو له لارې ژوند بایللی دی.

یو دوې نړیوالې بېلګې به یې دلته سره ولولو:

 “موهنداس کرمچند ګاندهي” خو پېژنو؛ ګاندهي په دې خاطر د “ناتورام ګوسِه” په نوم یوه سخت دریځه هندو لخوا ووژل شو، چې غوښتل یې هندو او مسلمان په سوله ییزه فضا کې ژوند سره وکړي.

په امریکا کې؛ د دې هېواد پنځه دېرشم ولسمشر “جان اېف کنېډي” چې ډېر دښمنان یې درلودل؛ د بدنامولو په موخه به یې کله د مسلمان او کله هم د کمونیست په تور اعلامیې خپرېدې، څو د راپرځېدلو سبب یې شي، خو بالاخره د ۱۹۶۳ کال د نومبر پر ۲۲مه ووژل شو.داسې نورې بېلګې هم شته، چې د یو چا د وژل کېدو دلایل هېڅ څرګند او بربنډ شوې هم ندي.

اوس به راشو په افغانستان ته:

په تاریخي لحاظ افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د هدفي ترور او وژنو له پېښو لیري ندی پاتې شوی.
د غازي امان الله پلار امیر حبیب الله خان وژل کېدو مسئله تر ننه مبهمه ده، چې ولې او چا دا کار وکړ؟
له هغه وروسته په دې لنډو کلونو کې د ثور له کودتا وړاندې او وروسته هم داسې بېلګې لرو، چې جنجالي او مهمه بېلګه یې د خلق ډموکراټیک ګوند د پېژندل شوې تیوریسن میر اکبر خیبر پېچلی ترور دی، چې لا هم ګونګ او مرموز پاتې دی.
کله، چې ناپېژاندو وسله والو د ۱۳۵۷ کال د وري پر۲۸مه میر اکبر خیبر د “دولتي مطبعې” پر وړاندې وواژه، دغې پېښې د افغانستان وضعیت له نوې ناورین سره مخ کړ او د خلق ډموکراټیک ګوند په شاوخوا لسو ورځو کې خونړۍ کودتا وکړه.
ځینو کسانو د میر اکبر خیبر په ترور کې حکومتي عوامل، یوې ډلې بیا ببرک کارمل او حفیظ ‌الله امین او یو شمېر نورو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلام پاله ډله ښکېله بلله، خو لا هم روښانه نده، چې دا کار چا وکړ او ولې؟
په دې پېښه کې ځکه د داوود‌خان لاس لرل ردېدای شي، چې لومړی خو داسې معتبر سند په دې اړه نشته او بل دا، چې دې پېښې داوود خان ته ګټه نه بلکه تاوان رساوه، نو ولې به یې دا کار کاوه؟

خو یوه خبره باید یاده کړو، چې د هغه مهال شوروي په شان نورو هېوادونو هم غوښتل نوی جمهوریت تر فشار لاندې راشي، د اقتصادي پرمختګونو لړۍ مو په ټپه ودرېږي او د پردیو لاسوهنو ته زمینه لا ښه برابره شي او داوود خان ته کار وګوري.

بله بېلګه د امنیت وزیر فاروق یعقوبي وژنه ده، چې د ۱۳۷۱ کال د وري پر ۲۸مه یې د ځان وژنې خبر خپور شو، خو تر نن ورځې پورې یې څرنګوالی معلوم نشو؛ همداسې لسګونه نورې پېښې…

اوس به تېرو اتلسو او وروستیو کلونو ته هم یو ځغلنده نظر واچوو:

په تېرو اتلسو کلونو کې هم بېلابېلې سیاسي څېرې په مرموزه توګه د هدفي وژنو ښکار شوې:
برهان الدین ربانی، ارسلا رحماني، شیر ولي وردک، جبار قهرمان او…، چې وروستی یې د سیاسي چارو پېژندل شوې څېره وحید مژده و.
که څه هم افغان حکومت په تېرو کلونو کې متنفذو او پېژندل شویو سیاسي څېرو ته محافظتي امکانات په پام کې نیولې و، خو دې چارې هم د هدفي وژنو مخه و نشوه نیولای.


خو دا کار څوک کوي او موخه یې څه ده؟
که څه هم د دغه ډول پېښو عامل سیاسي، اقتصادي و استخباراتي بلل کېږي، خو سربېره پر دې په دغه شان پېښو کې ځانګړي/ مغرضې کړۍ چې اور لګوي او خپل لاسونه ورته تودوي، سیاسي مخالفان، ترهګرې ډلې او هېوادونه ښکېل بللی شو.

 

د دې کار موخه؟

لکه څنګه، چې وړاندې یادونه وشوه، یادې کړۍ کله کله د خپلو ولسي ضد څرګندونو ښکار هم کرځي 

خو ځیني جریانونه بیا د خپل بام واوره پر بل چا اچوي او خپلي څرګندونې یې بیا هېرې وي.

د هدفي وژنو یو بل علت پر حکومت فشار راوړل، حکومت ناکام او د حقایقو او نیوکو دښمن او مخالف ښودل، امتیار تر لاسه کول او تر ټولو مهمه د سولې روانه پروسه زیانمنول بللی شو؛ څو د سولې له پروسې سره یوځای کېدونکي لوړپوړي طالبان له نا امنۍ او ځاني امنیتي ګواښونو ووېروي او ورته وښيي، چې ستاسو سره هم همداسې کېدونکي دي.


د پای خبره مې دا ده، چې :

هر کله، چې کومه سیاسي څېره ووژل شي حکومت ملامت او پړ بلل کېږي. سمه ده، چې حکومت د وګړو د امنیت مسوولیت لري، خو په هره استخباراتي او پېچلې قضیه او چاره کې د حکومت ملامتول خپلې پښې په تبر وهل او دښمن ته برائت ورکول دي.
یعنې زموږ فکر ولې باید دومره لنډ شي، چې اصلي عوامل هېر کړو او یو کس؛ هغه هم ولسمشر غني له ګرېوانه ونیسو یا یې ملامت کړو، چې ګواګې دی دومره کوچنی شوی، چې یوه وړه مهره دې له مخې لري کړي یا د د ترور طرحه ورته جوړه کړي؟

که اشرف غني دا کار کولای، نو ډېر نور سخت دریځه کسان او پردیو پورې تړلې څېرې اوس هم خلاصې تڼۍ کابل او د افغانستان نورو ولایتونو کې ګرځي، پر افغان حکومت ډول ډول، توندې او غیرمستندې نیوکې کوي، خو بیا هم په آزاده ژوند کوي.
نو که حکومت غوښتي وای، لومړی به یې د همدې څېرو کار ور یوې خوا ته کاوه، خو زما په اند نه غني دې کارونو ته وزګار دی او نه هم زموږ نورې ادارې.
دا کار یوازې هغه څوک کوي، چې شومې موخې لري، له اصولي لارو خپل هدف ته نشي رسیدای او یا په سیاسي ډګر کې خپله ناکامي احساسوي، چې په دې کې ځینې مغرضې څېرې، تش په نوم سیاسي جریانونه او ورسره په خوا کې هېوادونه راتلای شي.

لیکنه: خوشحال آصفي