بلبل عشق و طرب

رسول پویان نـوا از سـیـنــۀ آتـشـفـزای نی زنــد فـوران نیستان آتـشی افروخته…

Unprecedented Assault on Free Speech

By Fateh Sami 17/01/21 Who are behind the recent terror attacks in…

حق سکوت دادن ها جریان تاریخ را عوض نمی کند

نویسنده: مهرالدین مشید از آنجا که فلسفهء تاریخ به تعبیری از…

خون ریزی در افغانستان؛ بایست ادامه یابد!

نمایش دوحه؛ دامی پیچیده تر برای اسارت مردم ما به جای…

نظری؛ بر نظر طاهره خدانظر؛ در «مجاهدین...کافر»

محمد عالم افتخار با درود بر تمامی هموطنان مؤمن و متدین! با…

بخاطر نجات وطن 

برخیز که اوضاع  وطن در خطر است  کا ین فرصت نا…

تنهایی

رفت از‌ نظرم دیده به راهش نگران شد  دل برده ای…

دو‌ لشکر کشی و دو تفاوت فاحش

                 دو‌ لشکر…

افغانستان و روز هار دشوار و سرنوشت ساز

نویسنده: مهرالدین مشید زمامداران و سیاستگران چهل سال اخیر نزد مردم…

مولانا عشقی برای وطن و زادگاه و مردم خود نه…

به بهانه ی پاسخی بر پرسشی اندرباب   نقد مولانای بلخ  نوشته…

شماره چهارم سال بیست و سوم گاهنامه محبت

شماره چهارم سال بیست و سوم گاهنامه محبت به…

مرور سطحی بر طرح سفارت امریکا که به تلویزیون طلوع…

تلویزیون طلوع یک سرخط خبری متحدالمال دارد که میگوید (…

درکنگینه زبان

جستاری : از دکتر حمیدالله مفید سخن شصت وپنجمین تنوین وکاربرد آن…

کیستی، چیستی، چراستی...؟

نوشته ی محمد عثمان نجیب                           خدا زندان نه دارد یک دوست خوب…

د دوحی د سولې هوکړه، او څو عملي وضاحتونه!

لیکنه:  قاضي نجیب الله جامع۱. د افغانستان د حکومت او…

خیانت نعمت الله شهرانی در تصویب قانون اساسی نتایج منفی…

توصیه ی مهم! محمد عثمان نجیب مقرری آقای ریاض جوان فرمایشی آمده…

پاسخ به برخی سؤالات و انتقادات دربارهٔ سند تحلیلی

عمده بودن محور مبارزهٔ ضدامپریالیستی در مرحلهٔ کنونی به‌چه معنا…

نگاهی به یک حدیث و برگردان یا ترجمه جعلی آن

نوشته دکتر حمیدالله مفید  چندی پیش در برخی از رسانه های…

نه دولت صلح می خواهد و نه طالبان

   نوشته ی : اسماعیل فروغی      جارزدن بی ترس و تشویش رییس…

«
»

نهايت سپکې څېرې

لکه څنګه چې سوله، ورورولي او خوښول خپل اصول او ځانګړنې لرې ؛ داسې جګړه، غچ او مخالفت هم خپل اصول لري. دا سمه ده چې جګړه له بربادۍ پرته بله معنا نه لري، خو بشريت ته د درناوي په خاطر جګړه هم ځينې اصول لري، چې بايد ښکليل اړخونه يې مراعات کړي. په جګړه او دښمنۍ کې دواړه خواوې معلومې وې، هر اړخ د مقابل لوري د تضعيف هڅه کوي، خو دا هڅه داسې نه وي، چې په ټولنه کې د بې ګناه ولس د وينې تويېدلو لامل شي؛ دښمني داسې نه وي چې ملامت او سلامت معلوم نه شي او هر څوک له تيغه تېر شي، بلکې په جګړه او نښته کې هم بايد انساني کرامت ته درناوی وشي، ګناهګار او بې ګناه وپېژندل شي او د ټولنې معصوم قشر ښځينه و هغه ډله چې اسلام ورته ځانګړی مقام په پام کې نیولی دی؛ بې عزتي ونه شي. همدا راز د دينې اماکنو او مقدساتو درناوی بايد وشي. بايد د جومات، مدرسه، پوهنتون، ښوونځی، روغتون، پل پلچک، سړک او نورو ټولګټو ځايونو ساتنه وشي، خو له بده مرغه په افغانستان کې بيا جګړه د وحشت تر هغو کچو رسيدلې ده، چې آن د جاهلیت په زمانه کې هم دومره وحشت نه و خپور.

دلته په جومات کې چاودنه کېږي او دیني عالم وژل کېږي د استاد له مبارک نوم نه غلطه استفاده کېږي او د خپلو هېوادوالو د وژلو لارې چارې زده او عملي کوي؛ د ښوونځي سوځول، روغتون ويجاړول، روغتيايي کارکوونکي برمته کول او ځورول،خیریه مؤسسات او روغتیایي مرکزونه تړل، د پوهنتون دروازه کې چاودنه، د کوچني ماشوم تښتول او د پيسو لپاره شکنجه ورکول، او داسې نورې په لسګونو پيښې شته چې د اسلام ټيکه داران يې د مسلمان په څېره کې ترسره کوي. دلته ټولې ترهګرې ډلې همدا يو قانون لري، چې د افغان وژنې او د افغان بې ستره کول يې خپل هدف ګرځولی او نه غواړي زموږ دردېدلی ولس په آرامه ژوند وکړي.

د کابل، وردک ، قندهار، تخار،بادغیس، بلخ،  کنړ، ننګرهار، کندز او لغمان په ګډون د هيواد ډیری ولايتونو د ورته پيښو شاهدان پاتې شوې دي.

پوښتنه دا ده،چې دوی په کوم دليل ځان ته اجازه ورکوي، چې د لسګونو غیر اسلامي او غیر انساني کړنو د دين د ساتلو په خاطر د جهاد ادعا هم وکړي؟

داسې کرغيړن اعمال څوک کولی شي؟
يوازې هغه څوک يې کولی شي، چې د خدای “ج” د رحمت سیوری پرې غوړول شوی نه وي، د خدای”ج”  له مبارک کتاب قرآنکريم سره يې دښمني اعلان کړې او د زده کړو د مخنيوي کورسونه يې تعقیب کړې وي. که څه هم ویر اچوونکې ډلې په ښکاره نارې وهي، چې د ټولګټو پروژو او عام المنفعه ځايونو ساتنه کوي، خو د بادار د امر په مقابل کې بيا ټولګټې ځایونه څه، چې آن جومات او ممبر هم ورڅخه خوندي ندی. ښکاره خبره ده چې دوی په نورو هيوادونو کې د افغان او افغانستان د پرمختګ د مخنيوي لپاره زده کړي کړې دي.
تاسې به په وار وار اورېدلې وي؛ هغوی،چې د افغان ولس د وژلو او تباه کولو دنده یې پر غاړه ده او د اسلام ناره وهي، خپل اولادونه یې د نړۍ په مهمو پوهنتونونو کې درسونه وايي،خو د افغان بچي د پرمختګ او سوکالۍ لارې ور بندوي او دا کار یوازې نهايت سپکې څېرې او د هېواد د ښې راتلونکې دښمنان کولی شي؛ نه بل څوک.

لیکنه: خوشحال آصفي