موږ خو دې هم څوک یو!

افغان ګل 

په دې وروستیو کې یوشمېر کسان د رسنیو له لارې د طالبانو له راتګ څخه وېره څرګندوي. په دې کسانو کې ډېری یې هغه کسان دي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې طرف او د فسق او فساد برخه وو، خو ځينې داسې کسان هم شته چې له چا سره طرف نه وو او فکر کوي چې کېدای شي د طالبانو په راتګ سره حالات د سولې پرځای د ۱۹۹۲ کلونو حالت ته ور وګرځي او یا هم طالبان یو استبدادي او ایډیالوژیک حکومت پر خلکو وتپي.

تر یوې کچې دغه اندېښنې پرځای هم ښکاري، ځکه یوشمېر هغه کسان خو باید هم د ولس له انتقام او غچ څخه ووېرېږي، چې له بهرنیانو سره په هملاسۍ او یا فرصت نه په استفادې یې فساد کړی، ځمکې یې غصب کړي، د خلکو جېبونه یې لوټلي، فحشا یې دود کړې، دوه دوه او درې درې سکرترې یې نیولې او په دې توګه د افغان پتمنو مېرمنو بې عزتي یې کړې او د دوی حریت یې سلب کړی او د خلکو پر مال، عزت او ناموس یې تېری کړی دی.

د هغه کسانو اندېښنه بیا پرځای نه ښکاري چې طرف نه وو، نه یې د الله ج او نه یې د هغه د بنده ګانو په وړاندې کوم جرم او یا ناوړه کار ترسره کړی دی.

تېر ۴۱ کلونه د افغانانو لپاره ډېر سخت کلونه وو، ځکه جګړې داسې یو قشر پر حالاتو او هېواد حاکم کړ، چې هم د حکومتولۍ او هم د ولسولۍ تجربه یې نه درلوده.

هېواد نیابتي جګړې ته لاړ او د هېواد دښمنانو او پردیو هغه کسان په کار ول، چې جګړه یې ورته کوله، خلک یې ورته وژل او فکر او سنجش یې نه درلود.

بهرنیو استخباراتي کړیو د جګړې د ډګر قوماندانان او چارواګي له ډېرو غریبو کورنیو او کم اصلو خلکو وټاکل او پر فساد، بې عزتۍ او بې غیرتۍ یې روږدي کړل او له خپل تاریخ، ویاړونو، ځان پېژندنې او خوددارۍ یې لرې وساتل.  وروستي ۱۹ کلونه خو د هېواد واګي یوشمېر داسې کسانو لاس ته ولوېدل چې کله ماشومان وو نو موږ هغوی لیدل چې هغوی ډېر تنبل، بېکاره، ډارن، بې غیرته، بې مسلکه، بې علمه، بې توفیقه او بې عزته خلک ول. د باډي ګاردانو په نوم یې یوشمېر بې وجدانه، رذیل صفته، بې غیرته او بې عزته کسان پرځانونو راټول کړل او د دوی نه په ګټه یې ولس یرغمل ونیوه، د ولس شتمنۍ یې ولوټلې، د دوی وقار یې تر پښو لاندې کړ، خپل خلک یې وربړول، ورټل او ووژل. دغو کسانو د افغانی عالي فرهنګ، خودارۍ، ځوانمردۍ، غیرت، پت او عزت پرځای د بې پتۍ او بې غیرتۍ لار، کلتور او فرهنګ خپل کړل. زموږ په افغاني ټولنه کې کلچر او فرهنګ دا وه چې سیالي مو له بهرني دښمن سره کوله، ویل به مو چې کله یو انګرېز، امریکايي، ایراني، روسي، پاکستاني او بل ځوان یو ښه کار کولی شي ولی موږ یې نه شو کولای! البته چې کولای یې شو. له هغوی سره مو سیالي په کار، تخنیک، تکنالوژۍ، د علم په زده کړه او پوهنتونونو کې کوله، له کمزوري دښمن سره په دښمنۍ شرمېدلو او ځانونه راته بد ښکارېدل، له خپل هېوادوال سره مو دښمني نه کوله، د هغوی مالونه مو نه لوټل او هغه راته لوی ننګ او بې غیرتي ښکارېده او د غلاوو لپاره له هېواده بهر نورو ملکونو ته تللو او په دې برخو کې مو خپل ځانګړي متلونه درلودل، لکه بې غیرته ابا به ابۍ ته مېړنی وي، بې غیرته ورور به له خپل ورور سره تربګني کوي، بې غیرته مېړه خپل قهر پر خپله ښځه سړوي، د بې غیرته سرتېري سر یې په تخرګ کې وي، بې غیرته په کراتو کراتو مري او مېړه یو وار، باډي ګارد د قوماندان دویمه ښځه ده، دښمن ته په غیرت او ورور ته په بې غیرتۍ ښه ښکارم او داسې نور.

د بې غیرته په هکله به ویل کېدل چې نمک دې خوري او متیازې دې په نمکدان کې کوي.

اوسني بې غیرتان هم همداسې دي، وطن خوري خو خلک یې رټي او ربړوي.

ښځه په افغاني ټولنه کې له ځانګړي عزت او درناوي څخه برخمنه وه، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د ده د عزت او پت درناوی هم له منځه لاړ. د ښځې په اړه به ویل کېدل، که په صحرا دې وموندله چې بې پردې وه، پرده پرې واچوه او لکه یو خور سلوک ورسره وکړه او کاله ته یې راوله لکه چې په دې متل کې یې وايي: له صحرا یې په کاله کا له کاله یې په واده کا. خو خلکو ولیدل چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یوشمېر چارواګو او پانګوالو په لوی لاس ډېری شریفې، با پته او با عزته نجونې د هغوی له بېوسۍ او غربت نه په ناوړه ګټه ادارو ته د سکرترو په نوم جذبولې، بې پرده کولې او جنسي بهره کشي یې ترې کوله. دا په حقیقت کې ستره جفا وه چې په ادارو کې له یوې لوستې افغانې ښځې سره ترسره کېده او د هغې تحصیل، دپلوم، مسلک، حریت، ازادۍ او شخصي حریم ته غټ سپکاوی و.

همداراز، یوشمېر د پیسو غلامانو او د دوه ټنګو پانګوالو، جنګسالارانو، قوماندانانو او نورو بې غیرتانو، ویاړمنې او باغیرته افغان مېرمنې چې  لکه د ملالۍ په څېر د خپلواکۍ د ډګر، د تورې، پت او غیرت سمبول وې، د دموکراسۍ په نوم یې د ابتذال کندې ته ورټېل وهلې او هغه یې د جنسي بهره کشۍ لپاره په ګېسټ هاوزونو، د دوبۍ او نورو د وي ای پي هوټلونو په تالارونو کې کېنولې او د خپلو اجناسو د پلور په موخه د سوداګریزو اعلانونو لپاره یې ځنې کار واخیست.

که د ایمان، مدرنیت، دموکراسۍ او پانګوالۍ او یا هم د ښځو د حقونو او پرمختګ معنا دا وي چې ښځه دې د نارینه د ساتېرۍ، نڅا، ساقي ګرۍ او جنسي بهره کشۍ په اله بدله شي، نو له اسلامه مخکې د جاهلیت عربان باید تر ټولو باایمانه،متمدن، باحقوقه او با پته خلک وای، خو داسې نه وه او اسلام د دوی بطلان په ښه ډول ثابت کړی دی او د ښځې په هکله خپله رښتینولي یې وښوده چې هغه یې څنګه له بې پتۍ، بې عزتۍ، محرومیت، شرابخانو، رقاصه خانو او ژوندي ښخولو د پت، عزت، ژوندون، ټولنې، سیاست، علم او پوهې ډګر ته راواېستله.

خبره تر دې ځایه د ورانۍ وه او په بدکارانو پورې اړونده وه، خو دا چې ایا نېکانو په داسې سختو شرایطو کې د خپل هېواد او ولس په وړاندې خپل مسوولیت او دنده ترسره کړي که نه؟ دغه خبره هم لاندې څېړو.

په دې کې هېڅ شک نشته چې نېکه انګېرنه، نېکه وینا او نېکه وینا نېکه کړنه رامنځته کوي. په تېرو ۴۱ کلونو کې نېکان وو، لاس تر زنې ناست نه وو، د منکراتو مخالفت یې کړی او ځینو یې له همدې کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. دا چې ولې بدانو غلبه ترلاسه کړې، دوه علته لري، یو دا چې د نېکانو شمېر له بدانو کم و، بل دا چې بدانو وکولای شول خلک پر ځانونو راټول کړي او خپلو هدفونو لپاره یې وکاروي او نېکانو دا کار ونه کړای شو، یعنې منسجم نه شول او ګروپي مبارزه او حرکت یې رامنځته نه کړای شو. له بل اړخه بهرنیو شیطاني ځواکونو هم د بدانو ملاوې وروتړلې او هغوی یې په پیسو او وسلو سره ځواکمن کړل.

څه چې تېر شوي هغه باید هېر کړو او اوس خبره د طالبانو د راتګ او د ځینو خلکو د وېرې ده. د طالبانو راتګ هم څه نوې خبره نه ده، تر دې مخکې هم راغلي وو او تر دې مخکې د جهادي تنظیمونو راتګ هم یوه ترخه تجربه وه چې خلکو شاته پرېښې ده.

د خلکو په یاد دي چې تنظیمونو د ډاکتر نجیب الله له حکومت او ملګرو ملتونو سره هوکړه کړې وه چې جګړه به بندوي، عمومي عفوه به کوي او له خلکو به انتقام نه اخلي. خو داسې ونه شول، جګړه یې وکړه، ربړونې او وژنې یې وکړې او د ولس او بیت المال شتمنۍ یې لوټ او تالان کړې.

په دې کې هېڅ شک نه و چې له شوروي ځواکونو سره د جګړې پر مهال د جهادي تنظیمونو په منځ کې ډېر سپېڅلي مجاهدین وو چې له شوروي ځواکونو سره جنګېدل او ډېرو یې خپلې وینې د دین او هېواد په لاره کې توی کړې، خو د دوی په منځ کې ریاکاران، غله او فاسدان هم وو چې الله ج د وعدې مطابق یې د هغوی د رسوا کولو لپاره د ازماېښت ډګر رامنځته او هغوی یې په کې وازمایل.

الله ج د بقرې په سوره کې په دې اړه دوه مهمې اشارې لري. په یوه ځای کې وايي هغه خلک چې له دین او مسلمانانو سره دوکه، جفا او خیانت کوي الله ج یې په دې دنیا، خوار، ذلیل او رسوا کوي او په اخرت کې یې ډېر سخت عذاب ته استوي.

په یو بل ځای د دې سورې کې راځي کله چې بني اسراييل په یوه دښته کې مېشت وي، الله ج یې پر سر ورته سیوری کړی وي او د من او سلوا په نوم خواړه ورته له اسمانه استوي، نو دا خلک موسی ع ته وايي چې د دې خوړو په بدل کې له الله ج ورته پیاز، عدس او نور خواړه وغواړي.

‍الله ج ورته وايي چې دغه خلک دې ورشي د مصر ښار ته او دوی ته به دغه شیان هلته وموندل شي، خو کله چې د مصر دروازو ته ورسېدل الله ج ته باید په سجده پرېوځي او شکرانه يې ادا کړي تر څو الله ج ورته له دې هم ښه او زیات نعمتونه ور په برخه کړي. له دوی غوښتل شوي وو چې له چا انتقام وانخلي او پر چا ظلم ونه کړي.

 د بني اسراییلو احوال او کېسه تاسو ټولو ته څرګنده ده چې دغه قوم د فرعون د قوم له خوا چې قبطیان نومېدل په اسارت او غلامۍ نیول شوی و، سخت ظلمونه او شاقه کارونه پرې کېدل، خو موسی ع هغوی وژغورل او له مصره یې وکښل چې بالاخره په نوموړې دښته کې مېشت وو.

خو بني اسراییل چې مصر ته لاړل د الله ج امر یې هېر کړ، په قتال او انتقام اخیستو یې لاس پورې کړ او پر خلکو یې ظلم پیل کړ، نو همدغه وو چې واک یې زیات دوام ونه کړ، نسکوره او وځپل شول او د الله ج له خوا هم ورټل شول.

په تېرو ۴۱ کلونو کې چې کومې ډلې او ټپلې پر کابل برلاسي شول، نو هغوی هم د بني اسراييلو غوندې د الله ج د سوبې، سولې، امنیت او واک د شکرانې ادا کولو پرځای چې باید له زغمه یې کار اخیستی او د هېواد او خلکو ابادول یې کړي وای د انتقام، قتال او جګړې لار خپله کړه او الله ج بېرته له واکه وپرځول او په سختیو کې یې راګیر کړل.

رمز د کامیابۍ د مجاهدینو د ایمان او الله ج سره د اړیکې له کبله دی او کله چې الله ج مجاهدین کامیابۍ ته رسوي، نو د ازماېښت له بل پړاو سره یې مخامخ کوي او دغه پړاو په حقیقت کې د پرهېزګارانو او ریاکارانو بېلول دي.

د الهي ارشاداتو او تکویني سنتو مطابق او که الله ج یې اراده کړې وي نو کېدای شي چې طالبان راشي، دا د وېرې خبره نه بلکې د یوه ازماېښت خبره ده او ټولو اړوندو اړخونو ته خبرداری دی چې خپل رول ولوبوي.

که دا ومنو چې طالبان یو څوک دي او راروان دي، نېک او بد لري، نو موږ خو دې هم باید یو څوک یو، یعنې منسجم شوي دې یو چې د دوی تر منځ توپیر وکړای شو، نېک او بد یې سره جلا او د نېکو یې ملاتړ او د بدو یې مخالفت وکړو او د تېر غوندې ونه اوسو چې متفرق اوسو او هر څوک چې راځي لاس تر زنې ورته ناست یو، هر څه چې کوي په یوازې ځان یې سیل کوو او په دې تمه چې خدای څه کوي میاشتې او کلونه اړوو.

مسلمانان په یووالي کې ستونزه نه لري ځکه ايين شته چې هغه قرآن کریم او نبوي سنت دي، خلک له طالبانو سره په دې برخه کې بیعت کولای شي، که طالبان پر لاره سم و نو ملاتړ به یې کوي او که له لارې منحرف شول نو د هر بل نېک طالب او مسلمان په څېر مخنیوی به یې کوي.

ګران هېوادوال پوهېږي چې وخت ډېر حساس دی، د هېواد او خلکو دښمنان هڅه کوي چې له رامنځته شوي وضعیت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي، مافیا، اهل نفاق او منازعه او فاسدان هڅه کوي چې لاهم په واک کې پاتې شي، خو افغانستان په ټولو افغانانو پورې اړه لري، باید له زغم او فکر څخه کار واخیستل شي او د یوه مسلمان په توګه تضمین دا دی چې ټول د الله ج په رسۍ(قرآنکریم او نبوي سنت) چنګ ووهو او یوځای پر مخه لاړ شو. دا د هر بني آدم او مسلمان او ملت آذلي برخلیک دی که د الله ج کتاب یعنې قرآنکریم په لاس کې واخلي نو الله ج به یې لوړوي، پت او عزت به ور په برخه کوي او که دغه کتاب پرېږدي نو الله ج به يې پرځوي، پت او عزت ته به یې زیان رسېږي.

 په تېرو ۱۹ کلونو کې چې افغانان دومره بې باوره، بې پته او بې عزته شول هېڅکله نه وو شوي. دلته هېڅوک، هېڅ وزیر او هېڅ جمهور رييس پر سپیانو نه وو تلاشي شوی، هېڅ یوې افغانې خور د یو څو ډالرو په مقابل کې د یوه سپږن او بې شرم چارواګي په وړاندې سکرتریت او تن پلورنه نه وه منلې، یوې افغانې پېغلې هېڅکله د عطرو یوه ټوټه کاغذ په عامه جاده کې د اشتهار په موخه نه و نیولی چې د خلکو د استهزا او پرزو ویلو سبب ګرځېدلې وي او یا د یوه پست هوټلي په ګېسټ هاوس کې د ده عفت پلورل شوی وي.

زه وایم ته اوس هم همغه پتمنه، درنه او ویاړمنه افغانه ښځه یې، دا څو فاسدان او بې غیرتان وو چې د واک، ډالرو او پیسو په وړاندې یې تاب رانه وړای شو، هم یې ځان بایلود او هم یې د یوشمېر مېرمنو پت او عزت سره لوبې پیل کړې.

اوس د ډموکراسۍ په پلمه کولو د ځینو خلکو ادبیات هم سره جلا شوي، خو هغه مېرمنې چې د پرهېزګارۍ دعوه لري، نو پوهېږي چې لکه ملالۍ او د امان الله شاه د مور په شان د هيڅ ښکېلاکګر، چاپلوس او ظالم په وړاندې یې سر نه ټیټوي، له غلامۍ، بې عزتۍ او بې پتۍ مرګ ته ترجیح ورکوي او هېڅکله لنډغري، فحشا، بې عزتي، بې پتي او بې حیايي لاسته راوړنه او حق نه ګڼي.

تاسو وګورئ د یوې افغانې ښځې غرورر ته! د معاصر تاریخ په یوه حاشیه کې راځي، د امان الله شاه مور د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې بیت الله شریف ته د حج لپاره روانه وه، د پېښور د خیبر په دروازه کې د هغه ګاډۍ انګرېزانو ودروله او له ترجمان سره په خبرو اخته شول، د امان الله خان مور له ترجمانه وپوښتل چې دا انګرېزان څه وايي، ترجمان ورته وویل چې پاسپورت غواړي، د امان الله خان مور خپله توره واېستله او د دوو انګرېزانو سر یې ورغوڅ کړ او ویې ویل چې دی پخپل وطن کې له ما پاسپورت غواړي، باید زه له ده نه پاسپورت وغواړم چې دی زما په وطن کې څه کوي.

یو بل کس د امان الله خان مور ته ټوپک ونیوه چې ویې ولي، بل مشر انګرېز یې مخنیوی وکړ او ورته یې وویل چې پام دا کار ونه کړې! دا کومه عادي ښځه نه ده، بلکې د امان الله خان مور ده.

دا وخت او هغه وخت سره پرتله کړئ، سبب یې ولټوئ او تصمیم ونیسئ. زه وایم له یو څو بې غیرتانو سېوا موږ اوس هم همغه باعزته او غرور لرونکي افغانان یو، پیسه یوه کاغذي وسیله ده او خدای مو نه ده، افغانستان زموږ دی، حق لرو چې ورته کار وکړو او لکه د امریکا او چین په څېر یې سرلوړی، شتمن او صنعتي کړو، دا چې طالبان راروان دي او که بل څوک، سل وارې دې راځي، خو افغانستان نه له موږه اخلي او نه یې اخیستلای شي، که په لاره سم وو، نو خلک به هم ورسره وي او که منحرف شول نو د دغه ولس سوک به پخپله خوله وخوري.

له بل اړخه هم خلک باید له دې اندېښنه ونه لري، ځکه چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو یوه پیاوړي چتر ته اړتیا شته، تر څو چارې تنظیم کړي، سوله، امنیت او ثبات ټینګ کړي او دغه چتر باید له هغه چا جوړ وي چې مسلمانان وي، د الله ج په رسۍ چنګ ووهي، تقوا او پرهېزګاري ولري، د واک او صلاحیت د تمثیل وس ولري او دغه هېواد د پردیو له سوالګرۍ، دروېزې او مزدورۍ خلاص او د کورنیو لېوانو، بدفلقو او عیاشانو له ظلم، فساد، فسق او فجور څخه وژغوري.

بیا هم وایم، که نفاق لرې کړو، یوځای د الله ج په رسۍ چنګ ووهو او متفرق نه شو، نو بیا موږ خو هم یو څوک یو او هر څوک چې راځي انشالله په خیر به مو وي.