پس منظر اختلاف نظر رهبران طالبان و شکننده گی بقای…

نویسنده: مهرالدین مشید سیطره جویی ملاهبت‌الله و افزایش اختلاف میان جناح…

رهبران فراری

نوشته نذیر ظفر ما را به وحشیان زمـــــان رهبران فروخت خـــــود را…

کجاست

مادر دلسوز بی آزار و غمخوارم کجاست  مادر شیرین من از…

تبار گرایی یا تفوق خواهی تباری ؟

ساحه باقیمانده از آریانا ، خراسان و باختر که بنام…

لوکاچ؛ فیلسوف مجار، مورخ و تئوریسین ادبیات

georg lukacs (1885-1971) آرام بختیاری گئورگ لوکاچ، و دمکراسی سوسیالیستی شورایی. جرج لوکاچ(1971-1885…

په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او…

نور محمد غفوري جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه…

سروش واژگان 

رسول پویان  خـدا تا در نمـاد بنده یـی مصلـوب آدم شد  محـیط…

قلم آزادیخواه همچون باد وزان 

آقای "علی پاکی" (به کُردی: عەلی پاکی)، شاعر کُرد، زاده‌ی…

د نړیوال نظم سازماني بنسټونه

نور محمد غفوری (لومړۍ برخه) د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې…

مارکسیسم دگم نیست، بلکه راهنمای عمل است

ترجمه – رحیم کاکایی میخاییل کارداسویچ کل جهان بینی مارکس اما دکترین…

د نړیوال نظم نورمونه

نور محمد غفوري په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان،…

بازی طالبان با کارت قومی و سکوت مرگبار نخبه گان…

نویسنده: مهرالدین مشید هرگونه اعتماد به یک گروۀ تروریستی بزرگترین خیانت…

د نړیوال نظم اصول

نور محمد غفوري (د تیرو لیکنو په تسلسل) د (نړیوال نظم او…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی 

اگر ماه و خورشید را هم از آسمان پایین بیاورند هرگز دل به…

نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی؟

نور محمد غفوري (د پخوا نۍ لیکنې په سلسله) څو ورځې مخکې…

جایگاه ی طالبان در معادلات سیاسی و استخباراتی در حال…

نویسنده: مهرالدین مشید آیا معادلات سیاسی و استخباراتی در منطقه در…

قساوت و جنایات بی‌پایان حکومت جمهوری اسلامی سرمایه علیۀ مهاجران…

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  در اثر تیراندازی نیروهای مسلح جمهوری…

خاکِ وطنم!

امین الله مفکر امینی       2024-20-10! هـرجایی که نظر کـــردم وطنـــم جــلوه گــــــرآمـــد آن…

سیرت نیکو 

رسول پویان  وفـا و عـشق و محـبت کـرده بنیادم  بـه کـنج غمکـدۀ…

«
»

ملي پروژې او سياسي درز غوبل

درې کاله وړاندې په ۱۳۹۲ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان هيوادونو د برېښنا ګډه پروژه (TUTAP) د يادو هيوادونو د چارواکو له لوري لاسليک شوه. اوس د دغې پروژې هغې برخې پر سر چې د بغلان، سالنګ او پروان له لارې به د کابل په شمول څو ولایتونو ته ولېږدول شي، لانجې راپورته شوي او یو شمېر کسان د دغې لیکې د بدلون غوښتنه کوي. اصلاً د دغې پروژې سروې؛ فیشنر جرمنۍ کمپنۍ ترسره کړې چې په ۲۰۰۶ز کال کې د بامیان لاره په سروې کې نیولې وه خو په ۲۰۱۳ کې د دغې پروژې تمویلونکو د سالنګ لاره غوره وبلله.

اوس افغان حکومت پرېکړه کړې چې دا برېښنا د موجودو مزو په وسیله له بغلان څخه پروان او بیا کابل ته ورسول شي خو د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش او پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي، د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق په شمول د باميانو او غزني ولايتونو يو شمېر استازي وايي چې له بغلان څخه دې بامیان او بیا د میدان وردک د بهسودو له لارې مزي تېر کړل شي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا دې د بامیان له لارې پلازمېنې ته ورسول شي او کنې په براخو لاريونونو به لاس پورې کړي. دوی وايي چې د بامیان له لارې د برېښنا لېږد په شل کلن ماسټر پلان کې شامل دی او باید همدغه عملي شي. خو دوی دېته پام نه کوي چې د باميان په نسبت د سالنګ له لوري پلازمينې کابل ته د دغې پروژې مصرف کم راځي او په کم وخت کې يې کار بشپړيږي.

د دغې پروژې د کارپوهانو په باور د بامیان له لارې د برېښنا لېږد به نه یواځې لاره له ۲۰۰ کیلومتره څخه ۳۲۵ کیلومتره ته زیاته کړي، بلکې مصارف به یې هم له له ۱۰۰ تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو پورې پورته شي. دوی وايي چې بامیان په اعظمي ډول د لسو تر پنځلس میګا واټه پورې برېښنا ته اړتیا لري او دا څنګه امکان لري چې زر میګاواټه برېښنا لاین دې له دغه ځایه ولېږدول شي.

که څه هم د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او د برېښنا شرکت د افغانستان پرېمانه اوبو څخه د ګټې اخيستنې او په کور دننه د برېښنا د توليد لپاره کومه بنسټيز کار نه دی ترسره کړی خو د افغانستان د بریښنا په تاریخ کی (TUTAP) تر ټولو لویه ملی پروژه ده چی افغان ولس ورته ډیر هيله من دی چې د ترکمستان څخه د زر میګاواټه په ظرفیت د بریښنا مزی تر کابل او بیا په درې برخو کی یعنې لومړۍ برخه کې د میدان وردګ، غزنی، زابل له لاری کندهار، دويمه برخه کې جنوب لور ته د لوګر او ګردیز له لارې خوست او دريمه برخه کې د کابل دشت برچی او ارغندی سیمو ته وغځول شی. خو اوس چې يو شمير سياسيون او چارواکي يې د سالنګ له لارې کابل ته د انتقال مخالفت کوي نو په راتلونکې کې له دغې پروژې څخه د افغانانو د محروميدو په معنا ده.

د سالنګ له لارې انتقال سره د دغې پروژې مخالفین دېته نه ګوري چې دا يوه ملي پروژه ده او بايد د سياسي مخالفتونو قرباني نه شي؛ بلکې دوی په دې کې هم خپلې سياسي، سمتي او قومي ګټې په نظر کې نيسي. دوی د خپل سياسي قدرت او په خپلو خلکو کې د خپل نفوذ د ساتلو په خاطر دغه ملي پروژه ننګوي. د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د انتقال پرېکړه خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوره کې په ۱۳۹۲ لمریز کال شوې وه؛ په هغه وخت کې دوی چيرته و؟ ولې يې هماغه مهال غبرګون نه ښوده؟ حتماً د کاسې لاندې نيم کاسه شته چې دوی په ناڅاپي ډول د سالنګ له لارې د برېښنا له انتقال سره غبرګون ښيې.

که خدای مه کړه دغه ستره ملي پروژه د سياسي مخالفتونو ښکار شي نو لاندې زيانونه به ولس ته ولاړ کړي:

۱ــ افغانستان کې به قومي، سمتي او ژبني تعصب ته زمينه برابره شي او افغان ولس به د نفاق په لمبو کې وسوځي.

۲ــ په دغو ملي پروژو د سياسيونو د اختلاف له امله به حکومت بوخت وساتل شي او لوی ملي مسايل به ترې شاته پاتې شی.

۳ــ د افغان ولس او افغانستان دښمن ته به لاهم ښه زمینه برابره شي څو مونږ په خپل منځونو کې له يو او بل سره په جګړو کولو بوخت وساتي او خپل اهداف به ترلاسه کړي.

۴ــ په دغه ملي پروژه کې د مشرانو د اختلاف له امله به د يادې پروژې نړيوال مرستندويه بنسټونه خپلې مرستې وځنډوي او په دې ترتيب به يوه لويه ملي پروژه له لاسه ورکړو.

۵ــ دا چې افغانستان په تیرو څلویښت کلنو کی د لومړي ځل لپاره دا چانس لاس ته راوړی چې نړيوال په لويو پروژو پانګونه وکړي؛ نو که د سياسي معاملو او اختلافونو ښکار شي؛ نړيوال به بيا په راتلونکې کې هيڅکله هم په افغانستان کې په لويو پروژو پانګونه ونه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي