سوله هم له ناندریو او ګروېږنو خالي نه ده

افغان ګل

سوله به طالبان د اشغال ضد او خپلواکۍ د اتلانو په توګه معرفي کړي او دغه کار به سبب شي چې د مخالفانو حیثیت یې په ټولنه کې ډېر ټیټ راشي.

له افغان سولې سره مخالفت یوازې هغه هېوادونه نه کوي چې په افغانستان کې ستراتیژیک اغراض لري، بلکې د طالبانو مخالفان(د شمال ټلواله، غرب ځپلي تکنوکراتان، نوي پانګوال او مافیايي ډلې) د بهرنیانو نوکران او فاسد چارواکي هم کوي. دغه خلک په ټوله کې د سولې ضد قوت جوړوي، خو عام ولس، وطنپالان، د خپلواک پرمختګ او یون پلویان او پاک لاسي چارواکي او مخلص کسان بیا په هېواد کې سوله غوښتونکی قوت دي. د جګړې خبره پخپل ځای ده؛ څوک دغه جګړه د توندلارو مذهبي ډلوکار بولي، څوک يې د پاکستان، سعودي عرب، متحده عربي امارت په زمینه سازۍ د توندلارو د ځپلو او یا هم د روسيې او چین پروړاندې د ستراتيژیک عمق په موازاتو کې د امریکا دوه سره لوبه ګڼي. په دا منځ کې خو د وړو وړو ډلو ټونګې او سونګوټې هم شته چې لا ډېرې ګواښمنې دي.

په تېر پسې به نه ګرځو، اوس دلته او هلته د سولې خبرې روانې دي او ویل کېږي چې دغه خبرې پر امریکې، د روسیې او چین د فشار له کبله چټکې شوې دي.

دا چې دغه خبرې به نتیجه ورکړي یا ور نه کړي، د الله ج په ارادې پورې به اړه ولري، خو هغه څه چې ښکاره ده دا دي، چې جګړه او جنګ زموږ په ګټه نه دي، تاوان یې زموږ او ګټه یې د نورو ده. که بیا هم له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره فشار ته اړتیا وي، باید ټوپک ته ګوتې ور نه وړل شي او د نه تاوتریخوالي د دوکتورینو له مخې دې دغه فشار رامنځته او اعمال شي. ځکه موږ ولیدل چې د وسلې د استعمال په صورت کې مافیايي، فتنه زېږوونکې او فاسدې کړۍ رامنځته شوې، د هېواد ټولې عایداتي سرچینې د ۵۰۰ کورنیو لاسته ولوېدې، اشغالګرو هم د افغانستان د حکومت او ملت د تضعیفولو او خپلو ګټو د تضمین او تامین لپاره له همدغو کړیو، ډلو او اشخاصو کار واخیست او اوس دا دی اشغالګر د جګړې په پلمه کولو د دغو کړیو، ډلو او اشخاصو ملاتړ کوي او ټول ولس یې پرې یرغمل کړی دی.

دغه ټول ارتجاعي قوتونه د افغانستان سوله ګواښي، که موږ دغه سولې ته د سیمې او نړیوالو زبرځواکونو د ستراتیژیکي عمق په موازاتو کې وګورو، امریکا او ناټو ترجیح ورکوي چې په سیمه کې وي او د چین، ایران او روسيې غوږ ته دې کم تر کمه د حالاتو د یوه څارونکي په توګه پراته وي، احتمالا روسیه غواړي له امریکا سره دې د افغانستان پر سر معامله وکړي، افغانستان دې امریکې ته پرېږدي او په بدل کې ورنه سوریه واخلي، خو په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د شتون پلوۍ هم نه ده.

د سیمې هېوادونه یوازې دا غواړي چې په سیمه کې دې سوله وي او افغانستان دې د نورو پروړاندې د پردیو له خوا ونه کارول شي. سره له دې چې د سیمې هېوادونه کولای شي په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره پیاوړی دریځ خپل او د یوه سیمه ییز سوله ساتي ځواک او پوځي تړون او ټلوالې د رامنځته کېدو خبره مطرح کړي، خو بسنه یې په همدې کمزوري موقف ده.

په هر صورت کې د سولې د خبرو پرمهال د افغان لوري استازیتوب طالبانو او افغان حکومت ته پاتی دی، که څه هم هغه کسان او ډلې ټپلې چې غواړي سوله ناکامه کړي وايي چې د سولې خبرې دې د طالبانو او تنظیمونو ترمنځ وشي، دا کار ناشونی دی، ځکه که سوله د تنظیمونو او طالبانو ترمنځ ممکنه وای، نو دا کار تجربه شوی او ناکامه له ازموینې راوتی دی. د تنظیمي حکومتونو او طالبانو د امارت په وخت کې داسې خبرې ډېرې وشوې، خو نتیجه یې نه درلوده.

د سولې لپاره کمزورې امیدواري دا شته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې مخامخ خبرې وشي. د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې ضد کسان، کړۍ او ډلګۍ وجود لري او دوی به خامخا د سولې مخالفت کوي او د جګړې د اوږدولو لپاره چې د دوی ګټې او بقا تضمینوي، له منافقته کار اخلي، خو مخامخ خبرې به دا فرصت رامنځته کړي چې خبرې د تړلو دروازو او مېزونو ترشا پټې پاتې نه شي، د ولس غوږونو ته درز وکړي او په دې توګه د ولس دریځ او غوښتنې به هم د سولې خبرو ته لار ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دا دمه افغان حکومت د سولې له خبرو ګوښې ته وهل شوی، طالبان په کې یوازې راګیر دي، نو معلومه نه ده چې له دې خبرو به څه راوځي. طالبان کېدای شي یوڅه له ځیرکتیا هم کار واخلي، ځکه طالبان پوهېږي چې سوله کولای شي کم تر کمه دوی د اشغال ضد او د خپلواکۍ د یوې اتلې ډلې په توګه معرفي کړي او په ولس کې د دوی د مخالفانو حیثیت پر ځمکه وولي. دغه کار به طالبان لاپسې سولې ته لېواله کړي؛ خو کېدای شي نور د دوی له دې لېوالتیا نه ناوړه ګټه پورته کړي او د سولې د خبرو پرمهال د معاملو خبره ورسره راپورته کړي او له بلې خوا، دغه کار به د دوی مخالفان هېښ کړي چې له طالبانو سره د نورو د جوړجاړي مخه ډب کړي.

له دې ټولو څرګندونو سره سره بیا هم په هېواد کې د یوې تلپاتې، ګټورې او باعزتې سولې لپاره په کار دا دي چې د لانجې ټولې کورنۍ غاړې په لومړي سر کې له خپلو ایډیالوژیکي غوښتنو تېر شي، فعلاً لپاره دې اصلاحات شاته وغورځوي او د اصلاحاتو د راوړلو لپاره دې د پارلمان او لويې جرګې لار خپله کړي.

که طالبان واک ته راځی او غواړي چې په رښتینې توګه خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړي، نو باید د قدرت او واک له حرص څخه تېر شي او له چا سره د واک سیالي پیل نه کړي. بل پلو ته طالبان باید په دې اصرار ونه کړي، چې چارواکي دې دوی وي او د چارو واګي دې هرو مرو د دوی له ډلې او غیرمسلکي ملایانو او قوماندانانو سره وي. طالبان باید د حکومت لپاره مسلکي کسان وړاندې کړي، پروا نه کوي که دغه کسان طالبان نه وي.

طالبان به له سولې وروسته له دوو ډوله حالتونو سره مخامخ شي، یو دا چې خلک به تمه ولري چې طالبان هېواد له فساد او تمټال له دې بد حالته وباسي او که طالبان دا کار وکړي، نو ټول ملي او مترقي قوتونه به ورسره یوځای شي. په دویم حالت کې کېدای شي طالبان لکه نور جنګسالاران او مافیایي ډلې فساد او شتمن کېدو ته مخه کړي او په دې ډول د شیطان، استعمار او استکبار په دام کې ولوېږي.

دا ښه شوه چې د امریکې ولسمشر دونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل اعلان کړل او دغه کار چې نه یوازې طالبانو بلکې ټولو افغانانو ته مهم دی، د طالبانو د لومړي شرط د پوره کېدو په توګه د سولې لپاره د خبرو کولو دروازه پرانسته.

بل پلو ته له دې کار سره امریکې د سولې لپاره خپله رښتینولي وښوده  او په دې لار کې یو قدم مخ ته لاړل؛ خو د طالبانو مخالفان کېدای شي نور هم لړزېدلي او هېښ شوي وي او د سولې خبرو په ورانولو لاس پورې کړي. ځکه هغوی خپلې ګټې له جګړې سره تړلې دي او سوله یې بقا ګواښي.