ستړي منزلونه دا موږ کوم لور ته روان یو ؟ کوم مسیر کوم مو منزل دی؟ ښکاري خپل کې سره ښکیل یو یا واکدار زموږ غافل دی پکتیکا په وینو سره شوه وران هلمند زخمي زابل دی د افغان په نوم مو وژني ډیربی رحمه مو قاتل دی څه ویرجن د غم شیبې دي سور په وینو مو کابل دی ————————- سمیع الدین افغاني ۱۵ – ۱۲ – ۲۰۱۴ م ۰ کال Share on FacebookTweetFollow us