زړه ته خطاب

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
تر څو به د خپلی هوا او هوس لپاره دومره مشکلات او ستونځی زغمی ؟
ته… هو : ته په یاد لری او که نه ! هغه خاطرات ؛ هغه ورځی او شپی ، هغه خواږه اشنایان ، هغه د لطف او نزاکت او شوخی مجلسونه ؟
ولاړل ، تیر شول او تیریږی ! یقین لرم چی ته هغه له یاده نشی ویستلی ، څنګه هغه ستا په ژوند پوری پوره اړه لری .
ای زما زړه !!! او ای د خلکو زړونو !!!
پو هیږم چی هڅی ، تلوسی او امیدونه لری، او د خپلو پریشانیو او کړاونو له لاسه ځوریږی . یقینآ چی تاسو زیاتی هڅی او هیلی لری نو ځکه د ستاسو د هیلو او هڅو په خاطر د زوړنو احساس او عواطف غواړم .
ای زما د ځان ملګریه زړه !!! ای د عشق او د مینی مرکزه !!!
هغه عشق او مینه چی تا د خلکو څخه پټه ساتله فاش او رسوا شوه ځکه چی ستا د عشق او مینی پوره داستان د ریکاټ په مخ ثبت شو او د موسقی په دفتر کښی ولیکل شو .
هو : ستاد ژوند خاطری د کتاب د پاڼو په مخ او د ریکاټ په پردو کښی وساتل شو ، لو ستونکی ئی لولی او اوریدونکی ئی آوری او پوهیږی چی دا داستان د زړه عواطف او ملکوتي الهامات دی ، دا د وطن ، ملک ، قام ، قبیل او د ملت د نهضت او پر مخ تګ د پاره امیدونه ، هیلی او هڅی دی ، دا د هغه ارمانونو معراج دی کوم چی د ډیرو کلونو څخه وروسته په لاس راغلی دی .
ای زما ګرانه زړه !!!
ته هغه با نعمت وقیمتی شی ئی چه د الهی د محبت او مرحمت نور تا ته حرکت ، قوت او برکت در کوی ! نو اوس هو .. اوس عهد وکړه چی د ځان او دخلکو د خدمت د پاره میني ، محبت ، عشق او جذبی ته ادامه ورکړی تر څو د هغه مخکښی تللی قافلی ته په ډیر زور او قوت سره ځان ورسوی ، کوم چه د انسان د خیر او مصلحت، سعادت او اسایش لپاره زمینه او وسایل برابره وی .
سعید افغاني
کابل ـ ۱۳۵۵ هجری شمسی