د لاريون د احتمالي ناوړه پيښو قيمت به څوک پرې کوي؟

وروسته له هغې چې دتيرې پنجشنبې په ورځ لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د ولسمشر غني د وینا بهیر د څو تنو افغان الاصله بهرنیانو او د ولسمشرغني د ساتونکو د لاس ګریوان کیدو له کبله ګډ وډ شو او ولسمشر غنی بيا هم په ياد کنفرانس کې د سالنګ له لارې له تاجکستانه د بریښنا د لين په تيريدلو ټينګار وکړ؛ په افغانستان کې د باميانو له لارې د بريښنا لين د تيرولو غوښتونکيو؛ په کابل کې د لوی لاريون د ترسره کولو تابيا ونيوله. ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه په کابل کې د يو شمير هزاره هيوادوالو له لوري اعتراضي لاريون ترسره شي.

خو په ورته مهال یوشمیر مخکښو جهادي مشرانو خبرداری ورکړی، چې په کابل کې د برېښنا د توتاپ پروژې د مسیر په اړه پلان شوی لاریون ښايي پر تاوتریخوالي واوړي. دوی دغه اندیښنه پرون په کابل کې د جهادي تنظیمونو د شورا د ناستې پر مهال څرګنده کړېده. جهادي مشرانو د دغه لاریون له سازمانوونکو غوښتي، چې لاریون دې نه راباسي. دا لومړنی لاريون نه دی چې د سالنګ پر ځای د باميانو له لارې د بريښنا د لين د تيرولو په تړاو ترسره کيږي بلکې له دې وړاندې هم ترسره شوي دي. نه يوازې د بامیانو له لارې د لین د تيرولو په موخه؛ بلکه بل المقابل د سالنګ له لوري د بريښنا لين د غځولو په موخه هم د خوست، لوګر، پکتيا او په ټوله کې د لويي پکتيا ولسونو ترسره کړي دي. همدا تيره ورځ هم خوست ولایت د یوه سترلاریون شاهد وچې پکې د لويې پکتيا ولایتونو اوسیدونکو له حکومت څخه جدي غوښتنه وکړه چې یاده پروژه له خپل اصلي مسیر یعنې سالنګ څخه تیره کړي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د افغانستان هر فرد د خپل حق د غوښتلو او يا هم د اعتراض په توګه سوله ايز لاريون ترسره کولی شي خو تر ډیره لاريونوال د لويو کړيو د سياسي موخو قرباني کيږي.په کور دننه او بهر په نړيواله کچه ډیری لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي دي چې د سلګونو بي ګناه وګړو په مرګ ژوبلې پايته رسيدلي دي. تازه بيلګه يې په افغانستان کې د تير ميلادي کال د نومبر د لسمې نيټې لاريون دی چې په زابل کې د داعشيانو له لوري د اووه هزاره افغانانو د سرونو غوڅيدو وروسته په کابل کې يو پراخ لاريون شوی و چې وروسته بيا په تاوتريخوالي واوښت او لسګونو هيوادوالو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

پوښتنه دا پيدا کيږي که د دوشنبې د ورځې او يا هم راتلونکې احتمالي لاريونونه په تاوتريخوالي واوړي قيمت به يې څوک پرې کوي؟ افغان حکومت، کريم خليلي، سرور دانش، محمد محقق او که بي ګناه ولسي وګړي؟ که خدای مکړه اوس بيا هم لاريون په تاوتريخوالي واوړي او په کې مرګ ژوبله واوړي؛ آيا کريم خليلي، محمد محقق، سرور دانش، او يا بل څوک دېته ته چمتو دی چې په لاريون کې د زيانمنونکي هيوادوال د سر او مال بدله ورکړي؟ نه هيڅلکله نه.

په افغانستان کې امتياز په زور ازمويلو ترلاسه کيږي. له بده مرغه دلته چې هر چا سرزوري کړې ده او غالمغال يې کړی دی؛ هغوی ډير څه ترلاسه کړي دي. همدا دليل دی چې اوس هيڅوک هم په اسانه قانون ته غاړه نه ږدي او خپل تر آخري توانه زور غږوي.

بل لور ته ويل کيږي چې ولسمشر غني له ترکمنستان نه د۵۰۰ ولټه بریښنا د انتقال د پروژې د لانجې د هواري لپاره یو کمیسیون وټاکه چې په لسو ورځو کې خپله نتیجه اعلان کړي. د ولسمشر د فرمان له مخې د پروژې کار به هغه وخت پیل شي چې کمیسیون نتیجې ته ورسیږي.

خو په ورته مهال داسې ويل کيږي چې د ولسمشر له لوري د ټوټاپ پروژې د ستونزې د حل لپاره ټاکل شوی کميسيون غير عادلانه دی او ډیری هغه خلک په کې ټاکل شوي دي چې د باميانو له لوري د بريښنا لين د غځولو غوښتونکي دي. په دوی کې احمد بهزاد هغه څوک هم شامل دی چې په لندن کې يې د ولسمشر خلاف د لاريون په جوړولو کې ونډه درلوده. همداراز په دوی کې استاد محمد اکبري هغه څوک هم شامل دی چې تيره ورځ په ولسي جرګه کې يې له هزاره استازو غوښتنه وکړه چې په اعتراضي توګه جرګه پريږدي او له تالار څخه ووځي چې په اصل کې د ولسي جرګې استازو ته دا لازمه نه وه چې ملي پروژې ته له قومي اړخه وګوري. همداراز د ولسمشر له لوري د ټوټاپ پروژې د ستونزې د حل لپاره په ټاکل شوي کميسيون کې قیوم سجادي، اسدالله سعادتي، برنا کریمي هم شته او د پروژې له لورې حسیب الله کلیمزی، الماس زاهد او محمد ناصر احمدي د کمیسیون غړي ټاکل شويدي چې ويل کيږي ډيری يې د سالنګ له لارې د دې پروژې پر تطبیق سخت انتقاد کوي.

د راپورونو له مخې په دې کمیسیون کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټرعمرزاخیلوال، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د کلیو پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري او د ملي امنیت د شورا مرستیال فیض الله ذکي هم شامل دي.

په دې کې هيڅ شک نشته چې بریښنا د هر افغان حق دی هغه که د افغانستان د هر ولايت، سيمې او سمت اوسيدونکی وي خو دلته بايد هرې ملي پروژې ته د قوميت او سمتي رنګ ورنکړل شي.دلته بايد ولسونه د خپلو شخصي، سمتي او ګوندي ګټو د ترلاسه کولو لپاره سپر ونه نيول شي. سياسيون او له کاره وتي او دی تش په نامه رهبران بايد ولسونه د خپلو ناولو اهدافو قرباني نه کړي. او ولسونه هم بايد پوه شي چې سياسيون او رهبران يي د سپر په توګه کاروي او بايد ترې ځانونه څنګ ته کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي