کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

د دانګام جګړه ، د هوايې ځواک نشتوالی او د ولس چېغې

ليکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن

موږ مخکې هم ويلې ؤ اوس هم وايو چې بهرنیانو ته هر افغان خپل دښمن ښکاري، امريکا نه په افغان اردو، نه پر افغان پولیس او پر اربکیانو خو بيخې باور نه لري، له طالبانو اواسلامي حزب (حکمیار) سره خو ۱۳ کلونه عملا په جګړه بوخت دي.

دا ډول پر بې ګناه  افغان ملکې وګړو يې  په ډیرو مواردو کې بمبارد کړي، د شپې يې کورونو ته ننوتلي، په ودونو او جرګو يې هم بمبارد او راکټي بریدونه کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کريمي په اسلام آباد کې د پاکستان له لوی درستیزي راحیل شریف سره ناست ؤ (۲۳ ډسمبر ۲۰۱۴)، له دي مخکې هم د لوی درستیزانو ترمنځ په کابل کې دوه ځله ناستې شوې.

افغان حکومت يو خوا وايې چې پاکستان ورسره د طالبانو په په ځپلو کې يوه خوله شوي، د ډیورنډ دواړو غاړو ته به په ګډه د افغان او پاکستاني طالبانو لټون کوي.

بل خوا بیا کورنۍ رسنۍ راپورونه ورکوي چې د دانګام په جګړه کې پاکستانیان او نور بهرنیان له افغان طالبانو سره يوځای د افغان اردو او د سيمې د پاڅونوالو   په مقابل کې جګړه کوي.

له دي مخکې له کندهار څخه هم ورته راپورونه ورکول شول چې پاکستان د افغان طالبانو سره مرسته کوي.

دلته ضد او نقیض خبرې او راپورونه دي، که افغان دولت او پاکستان په ګډه د دوی په اصطلاح د ترهګرۍ ځالي په نښه کوي، بیا نو ولي د پېښور په پېښه کې پاکستان پر افغان حکومت او د دانګام په جګړه کې افغان حکومت د پاکستان پر لور پړه وراچوي.

جګړه بده وي، جګړه زور لري، هغه سېمه سوزي چې د جګړې اور پرې بل وي، زه د دانګام په هغو ماشومانو ، نجونو، پېغلو، میرمنو او سپین ژیرو خفه يم چې د ژمي په یخو شپو او ورځو کې به اور نه لري، خوراکي مواد به نه لري، او ډول ډول ستونزې به لري.

له کورونو څخه به میرمنې او ماشومان بې ځایه شوې وي، سپین ژیري او سپين سرې به ناروغ وي، درمل او تود ځای به نه لري.

کاشکي په دغه ساړه ژمي کې دغه جګړه نه وای پېل شوې، ځکه په ژمي کې ستونزې ډیري وي، دوبي او پسرلی بیا هم ښه وي، هواء سمه وي، که خلک د کورونو پريښودلو ته اړ شي ستونزه خو وي ولي د اوس په ډول نه وی.

داچې هلته کورنۍ بې ځایه شوي، ماشومان او میرمني بې ځایه شوې، ځينې به يې د جګړي د ړاندو راکټونو او بمباریو له ویري وتلي وي، ولي زه باور لرم چې هیڅ مسلمان به ښځو او ماشومانو ته هیڅ ډول زیان  او تکیف ونه رسوي.

رسنۍ بې پري نه دی، کاشکې يې ترموږ د جګړې سم احوال را رسولای، نن مي يو راپور ولید چې:

طالبانو ۵۰ کورونه سوځولي او دهغوئ سامانونه يې لوټ کړي، پاکستان ته يې اړولي دي، ۵۰ ملکي خلک ژوبل شوې، او ۶ ملکي کسان وژل شوي، دا ډول ۱۵۱ طالبان وژل شوې او ۱۰۷ ژوبل شوي، خو په مقابل کې يو افغان عسکر وژل شوي او ۴ زخمیان شوې.

که رښتیا هم تر اوسه يو افغان عسکر وژل شوې وي، بیا خو جګړه بالکل د افغان حکومت په ګټه ده، دوی ولي بیا د خپلې کمزوري خبره کوی، او داچې کورونه لوټل شوي، سامان يې پاکستان ته وړل شوې، په داسي حال کې چې خلک له کورونو نه شي وتلای، بیا به دا مست خلک څوک وي چې سامانونه په غلا پاکستان ته قاچاق کوي.

افغان اردو ته ناټو او آیساف  د ایټالیا څو زړې الوتکې ورکړي، چې په ترمییم يې تر قیمت ډیر مصارف راتلل، له همدې کبله اردو هغه نیم جوړې الوتکي ځينې يې کباړ او ځينې يې په ګودامونو کې ودرولي.

اردو له دي هم شکایت لري چې دوی موډرن او پرمختللي وسلې نه لري، امریکا ورته هغه وسلې نه ورکوي چې ددوی په ښه راشي، داسي وسلې ورکوي چې هغه د جګړي پر مهال وړ نه دي.

د دانګام جګړه له لسو ورځو واوښتله، تر اوسه هم هغه کلي چې طالبانو نیولي حکومتي قواوي ورته نه دي ننوتلي. له دي مخکې د سنګین ولسوالي کې ورته جګړه وشوه، چې افغان امنیتې ځواکونه تر اوسه هم د خپلو ناسمو وسلو څخه سر ټکوي، او نه دي توانیدلي چې د جګړې سېمه له وسلوالو طالبانو څخه پاکه کړي.

د حکومت دفاع وزارت د بمبارد کونکو الوتکو د نشتون څخه سر ټکوي، وايې چې هوايې ځواک نه لري، نو ځکه به د دانګام جګړه اوږده شي.

د کورنیو چارو وزارت بیا ادعاء کوي چې د امنیتې ځواکونو ترمنځ همږغي نشته، ځکه جګړه اوږده شوه.

طالبان بیا وايې چې موږ ته اوس ښه موقع په لاس راغله، ښه شو چې حکومت هم د الوتکو له نشتون سره مخ دي (پخوا د ناټو او آیساف الوتکو د افغان امنیتې ځواکونو ملاتړ کاؤ)

افغان ولس ته بیا د اردو او ملي دفاع وزارت دغه څرګندوني د قناعت وړ نه ښکاري، ولس وايې چې که طالبانو بمبارد لرونکې الوتکې او چورلکې درولودلای، بیا د جګړې د اوږدیدو له پاره ستاسي پورته دلیل لږ څه د قناعت وړ ؤ، اوس چې طالبانو هم پرمختللی وسله نه لري ، الوتکې نه لري، منظم پوځ نه لري، او پر تاسي ناټو دیارلس کلونه پوره خواري وکښله، محاربوي زده کړي يې درکړي، منظم تمرینونه کوئ، بهرنو هیوادونو کې مو پوځي زده کړي ترلاسه کړي، د نړیوالو  اقتصادي مرستي مو حیف او مېل کړي، بیا نو کوم عامل دي چې جګړه نه شئ ګټلای.

ولس وایې که د کومې لويې پروژې خبره وای چې پیسې پکې وای، بیا خو به هر جنرال هغه ځای ته ځان رساؤ، نن ولي دانګام ته نه شي ورتللای، يواځي د کنړ په مرکز اسعد آباد او يا د دانګام ولسوالي مرکز ته مشران نمایشي سفرونه کوي.

د دانګام د جګړې اصلي عوامل او دغه جګړه د چا په ګټه تمامیږي؟

په لومړيو ورځو کې ځینې انځورونه خپاره شول چې خلک په کلیوالو جامو کې د افغانستان اوسنی بیرغ په لاس په غرونو کې په طالبانو پسي ګرځي، دا ډول له دي سره د ګوتو په شمیر ځينې يونیفورم لرونکي عسکر هم لیدل کيدل. دغې جګړې ته نوم د دانګام د خلکو جهاد د طالبانو په مقابل کې ورکول شو.

زما په آند چې د جګړې اصلي عاملین د دانګام د هغو کلیو چې د جګړې اور پکې بل دي ددغه قوم هغه خرڅ شوې مشران دي چې خپل ولس يې له دغه ډول ناورین سره مخ کړ، اوس که په ولسې جرګه کې وکیله صاحبه ژاړي هیڅ فایده نه لري، مخکې به دغو ښاغلو د خپل قوم پر حالت رحم او غور کړی وای.

موږ چې کله د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوریدو وروسته خپل کلي او کور ته راغلو، نو له مشرانو مې څو ځله اوريدلي د جهاد د وخت هغه قومندان ته به يې دعاوي کولي چې خپلمنځي دښمني يې نه ده راته پريښودلي، له هیڅ ګوند او ډلې سره يې زموږ ولس ونه جنګاؤ.

زه وایم چې همدغه د سېمې څو په شمار کسان او په نوم مشران ډیر ناپوه خلک دي، او بیا ځوانان خو نه پوهیږي هغوئ يې خطا ایستلي او جګړې ته يې په دغه غرنۍ او ناامنه سېمه کې هڅولي دي. ترڅو دغه ناپوه په نوم مشران د  پيسو په مقابل کې خپل ولس له دغه ډول ناورین سره مخ کړي، حکومت هم چې کله دغه ډول جګړه کيږي ښه تبلیغات ورته کوي، ولي کله چې اربکیان او ددوی په اصطلاح پاڅونوال له ستونزو سره مخ کيږي بیا نو دهغوئ هیڅ غور نه کوي، همدا کار د اندړو د پاڅونوالو (اربکیانو) سره وشو، ورته کار د زابل له اربکیانو سره وشو، اوس دادی دغه د غم څادر د دانګام په خلکو ویړ دی.

چیرته دی هغه دولت پلوی حاجي چې ویل يې موږ به تر مرګه  جنګيږو، ولي يې خپل ولس يواځي پريښود، چیغې وهی چې ماسره دولت مرسته نه کوي، آیا ته ډیر  زور ور يې او يا ډیر  ناپوه يې؟ ته نه پوهیږي چې تر ۴۰ د زیاتو هیوادونو پوځیانو او د بي ۵۲ الوتکوبمبارد وسلوال مخالفین ورک نه کړل، او ته په يواځي سر د څو کلیو په احساساتي ځوانانو جګړه کولای شي.

زما دواړو لورو (وسلوالو طالبانو او افغانا حکومت ) ته وړاندیز دی چې په ساړه ژمې کې عام ولس له ستونزو سره مخ نه شي، د دانګام د هغو کلیو چې جګړه په کې روانه ده ټول  وګړي يې نه له دولت او نه هم د طالب سره دي، لږ شمیر به له دولت سره وي او لږ شمیر به يې  له طالبانو سره مرستندوی وي، مګر ستونزې به پکې هغه چاته رسيږي چې نه د وسلوالو طالبانو او نه هم له دولت سره ملګري  وي، يواځي د خپل کورنۍ او اولاد له پاره نفقه پيداکوي.

بیا هم اصل خبرې ته راځم، د ملي اردو، ملي پولیسو او محلي پولیسو ځوانانو او مشرانو ته په کارده چې پر دي ژور فکر وکړي چې بهرنیان زموږ مرستندویان نه دي، هغوئ خپلې ګټې لري، او خپلو ګټو له پاره کار کوي، نه تاسي ته جوړې او سمې الوتکې درکوي، نه تاسي ته چورلکې او سم ټانکونه درکوي او نه هم پرمختللي وسله درکوي، يواځي غواړي چې په دغو زړو وسلو مو له يوې ډلې افغانانو سره وجنګوي.

طالبانو ته په کار ده چې د اردو، پولیسو او اربکیانو په ځینو مجبوریتونو ځان خبر او پوه  کړي، دواړه لوري هڅه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې اړوند سم او وړ فکر وکړي.

افغان ولس ته په کار ده چې احساساتي ځوانان د ځینو نا پوهو مشرانو په خوله د جګړې اور ته وانه چوي، خپل ژوند په بې طرفه ډول پر مخ يوسي. او هغه مشران چې ددوی په سېمو کې د جګړو اور ته لمن وهي، ددي پر ځای چې ولس له سېمو څخه وایستل شي، ښه به وي چې دغه تش په نوم د کوم لوري پلوی مشر له سېمې څخه وایستل شي.

په دانګام کې دماشومانو، نجنو، میرمنو او سپین ژیرو ملکې افغانانو بیرته کورته د ستنیدو په هیله ، په دي هيله چې دغه جګړه په دغه ساړه ژمي کې ودریږي، او ملکي افغانان خپلو کورونو ته ستانه شي.