کلبه ی تارم!

امین الله مفکر امینی       2025-11-02! دربســاطی بیکسی ام ، دلبری آمـد با…

خاطره ها بیانگر واقعی ترین حقایق تاریخی 

نویسنده: مهرالدین مشید خاطره ها تصویری از "تاریخ در بستر جغرافیا" بازهم…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده…

سکوت در برابر گستاخی های پاکستان بار بار مسئولیت افغانستان…

حکومت‌های افغانستان زمانی می‌توانند در تامین امنیت و ثبات موفق…

سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

«
»

د افغانستان خلک نن کوم شي ته ډیر ضرورت لری

نوېې کابینی ته ؟ که امنیت او اقتصادی ودې ته ؟

دانسان له پاره ژوند مهم دی که د ژوند چاپیریال او د ژوند کولو شیان او ضروریات ؟؟

اصلی سوال دادی چې ژوند ډیر مهم دی ، او که یوه مر غۍ مدنظر ونیسو چې هغه
ټوله ورځ خاشې ، ګیاوې ، د بوټو او ونو نازکې څانګې په خپلو پښو او
ماښوکه غوڅوي او بیا ېې د یوې ځالې دجوړیدو په خاطر وړیی او دیوی میاشتی
په موده کې دغه ځاله جوړوی او بیا ورته ډیر نازک واښه او نرم شیان پیدا
کوی تر څو هلته د هګیو د اچولو له پاره او بل اخره دیوه مناسب او محفوظ
محیط شرایط اماده کړی او دلته په هګیو اچولو شروع کوي او په شپو شپو ور
باندې کینی او تر هغو وخته چې د هګیو نه ېې بچیان نه وی را وتلی دلته د
بچیانو نه حراست کوي او دواړه مرغان د بچیانو ساتنه د ددشمنانو نه چې هغه
که باشه وی – تپوسان وی – مار وی یا بل کوم ظالم الوتونکۍ وي دوی خپل
نوبت مراعاتوی او خپل بچیان تر پرواز یا الوتلو پورې بدرګه کوی ، یعنی
ژوند ورته تر هر څه نه مهم دی ، بیا خوراکی شیان که لږ وی یا ډیر حتما
پیدا کیژي او طبیعت ډیر غنی دی او د انسان – حیوان – پرندګانو او
خزندګانو له پاره په کافی اندازه غذایی مواد شته دی ، اوس هم زه دغه درۍ
شیان چې عبارت دي له ( امنیت – کابینی او اقتصاد څخه ) په دی تاسې ته
لیکم چې کوم یو مهم دی او ولې زموږ خلک هره ورځ د کابینی زر اعلانول
غواړي ؟؟؟

دلیل ېې دا دی چې بیچاره مسکینانو ، خوارانو ، بیځایه شویو ، بیکاره ،
مریض داره ، دشمن داره ، محاجرو افغانانو چې ناموس ې د کالونو کالونو
رنځونو ، کړاوونو ، لوږو ، بیداد ، دزورواکانو له خوانه هرډول تجاوز
ورباندې کیژی او بې ستره شوي  او د بخور او نمیر ژوند ته ادامه ورکوي تر
هر څه نه د مخه خلک ژوند او ژوندي پاتیکیدل غواړي او انتظار باسي چې
خدایه داسې څه پیښ کړې چې دنوي دولت کابینه د پخوانیو غلو لاس ته بیرته و
ور نه شي  ، او نوۍ حکومت د نوېې کابینې سره چې هر افغان ېې د نامه په
اوریدو وویاړي ، نه دا چې بیرته وواي بیرته د کرزي د حکومت درامه تکرار
شوه او دغه کار د اساسی قانو د مندرجاتو په اساس د ریس جمهور په اختیار
کی دی ، مخصوصا د وسله وال پوځ دري وزیران باید مسلکی – چې ( حربي شونځۍ
– حربي پوهنتون – کورس عالی افسرانو – اکادمی په خارج کی – ارکان حربي په
خارج کی – ماستری – دکتورا ولري ( کسان باید بیدون له تعصبه و ټاکل شي .

زما په نظر دري واړه لازم او ملزو دیوه او بل دی ، ځکه کابینه که  ( کارا
– متخصصه – تحصیل کرده – با تجربه – پاکه یعنی د غړیو لاسونه د خلکو په
وینو او رشوت او د شخصی او دولتی جایدادواو مځکې  په غصبولو ) ککړ وو
نتیجه ېې د ۱۳ کالو د حامد کرزي د کابینی نتیجه کیژی او دغه کابینه اولا
د ( دبن ) دخاینانه کنفرانس نتیجه وه ، بیا د مصلحتو ، تنظیمو ، سمتو ،
ژبو ، مذاهبو ، قومونو ، او قدرتمندانو او زورمندانو په تقسیمات او
غوشتنو په اساس تهداب ګذاری شوه چې ډیر شوم ، ناولۍ ، خراب ، خاینانه ،
تفرقه اچونکۍ ، او تجزیه غوشتونکۍ بوی تر ننه ورنه پورته کیژي، ځکه ددغو
کابینې  غړیو ځانونه ملیونران او ملیاردران کړل – ځانونه ېې په ولایاتو
کی غاصبان او قلدران او یاغیان او باغیان کړل – ځانونه ېې د بلند منزله
او مارکیټو او شهرکو او قصرو خاوندان کړل ، او نن د نوی حکومت په وړاندی
ډول ډول توطېې کوي او اخطارونه صادروی او حاضر نه دې د خپل پوست او مقامه
لری شي   ، ددې خاینانه کابینی اصلی عاملین او تعینونکی غربی لوی سرمایه
داری ( نیوکلونیالستی ) هیوادونه وو او دي ، او بل طرف ته ېې حمایه کونکی
او محرکه قوتونه زموږ همسایه هیوادونه مخصوصا ( ایران – پاکستان او عربان
دي ) ،همدا وجه وه چې د افغانستان سیاسیونو او غرب بل اخره تصمیم ونیوو
چې د افغانستان له پاره یو داسې ریس جمهور په کار دی چې اولا دی (( ډیر
تحصیل کرده – متخصص – پاک – حساب ده – وطندوسته – همدیګر پذیره – او په
ځان متکی افغان وی چې هغه د انتخاباتو په ګټلو سره اشرف غنی احمد زۍ د
خلکو په رایو انتخاب شوو )) اوس باید بیرته لکه څنګه چې د یالکتیک حکم
کوی باید زوړ یا زاړه خپل ځایونه،  نویو ، تحصیل یافته – متخصصو ـ پاکو
افغانانو ته چې د خلکو په اداره ، منجمنټ ، حکومت دارۍ ، بازسازۍ ،
نوسازۍ ، امنیت را وستلو ، اقتصادی پیاوړتیا ، د بیکارۍ په له منځه وړلو
کې مهارت ولري او پوهیژي د نوې حکومت یعنی د ( اشرف غنی او عبدالله
عبدالله)  له خوانه پارلمان ته بیدون له دی نه چې ده ته د (( یوه ښه
مجاهد ، یعنی یوه ښه قاتل ، یوه ښه غله ، یوه ښه غاصب – یوه ښه زورواک ،
یوه ښه تفنګ سالار ، یوه ښه تښتونکۍ ، یوه ښه بد اخلاقه )) په رویت یا
القابو ، وزارت ، معینیت ، ریاست ، ولایت ، ولسوالی ، قوماندانی ، سفارت
، ور نه کړل شي بلکه هر هغه څوک چې خاین وی ، غل وی ، رشوت خوروی ،
چپاولګر وي ، غاصب وی ، زورمند وی ، تفنګ سالار وی ، همدیګر پذیر نه وی ،
قوم پرست وی ، زبان پرست وی ، د ایران او پاکستان نوکر او اجنت وی ، د
خلکو خوښ نه وي او خلک ورنه بیزار وی هیڅکله او په هیڅ ډول دیوه مشر یا
یوه سفارت یا یوه هیواد په دیکټاټ و نه ګمارل شي بلکه ور سره محاسبه وشي
چې دادومره سرمایه د له کومه شوه ؟؟؟؟  ضرورباید دغه کار وشي  (( موږ د
افغانستان خلک په ډیره حوصله او ډیر دقت د دواړو مشرانو انتخاب ته سترګې
په لاره یو )) موږ د تاسې دواړو ( اشرف غنی او عبدالله عبدالله د کمپاینو
خبرو او تبلیغاتو ته ) ډیر اهمیت ورکوو ، موږ ته مهمه نه ده چې که دری یا
پنځه وزیران هزاره ګان وټاکل شي یا ۶ وزیران تاجکان وټاکل شي ، یا ۱۰
وزیران پشتانه و ټاکل شي ؟؟ بلکه موږ ته مهمه داده چې د هر ولایت برخه
معلومه وی – او دهر ملیت افراد ورپکې وي او فقط تحصیل – تخصص او پاکي او
وطن پرستی مخصوصا د (پاکستان – ایران – عربانو ) نوکر او اجنت نه وي ، که
دغه نورمونه او اصول په تقرر او تعیناتو کی رعایت شول معلومداره خبره دی
چې ( امنیت او اقتصاد اتومات ) په ښه کابینه او ښه مدیرت کولو او ښو
محاسبوی کارکنانو د افغانستان روښانه را تلونکې تضمینولای شي او بل اخره
افغانستان  دیوه نوی سیاسی سیستم په لوری چې معینه ستراتیژی او معین
نظامی دکتورین به د داخلی او خارجی سیاست په برخه کې ور په نصیب شي ځکه
نقش د شخصیت په تاریخ کی همیشه خپل رول لوبولۍ دی .