دمیړنی باټورافغان شا زلموغږ

نصیراحمد — مومند

بس کړی ای قام شرمانو!ای دغلیمانوپه سازاوسرودنڅاګرانو!!!

چاړه دملت هدوکوته  رسیدلی اونوردزغملو وړندی ، هرشی مو تباه کړتاسو څه  دپاڅه  څلویښت کلن مطرح منحوس  اومطرود څیری تیر کردارافغان ولس اوهیواد داسی رسوااوبرباد کړیدی چه ساری نلری دبی سرپرست او بی بندو باره هلکانو په  مینځ اوتیم کی داسی  لوبی نکیږی ، کوم  چه تاسو دافغان ولس او هیواد په سر اومقدارتو کی لوبی او معامله کړی یی اوکوی ۰
بیا غوږ شی! دا خاوره ډیره پتمنه خاوره ده ، په دې خاوره کې پتمن بچي زیږیدلي ،دې خاورې ته غیرت هم سلام کړی او پت هم ، دې خاورې ته سکندر هم سلام کړی او دسکندراعظم مورهم ، دا خاوره دافغان خاوره ده ، دلته به پل غلط نه ږدې ، دلته چې چاهم غلط پل ایښی ، ورک شوی او هغه هم داسې چې نښې یې ابدالابد ختمې شوي ، ددې خاورې بچیان ددې خاورې شازلمیان دي ، ، اتلان دي سربازان دي ، په خپله خاوره مین دي ، ددې خاورې دساتلو لپاره یې وینه لا په جوش کې ده ، ددې خاورو دساتلو زمزمې هغوی دزانګو دوخت نه زده کړي ، ددې خاورې دساتلو لپاره دهغوی نیکونو او پلرونو قرباني ورکړیده ، دا خاوره يې پتمنه ساتلې ، ددې خاورې نوم افغانستان یې لوړ او پتمن ساتلی دی ، دتاریخ په لیکو کې یې ځلولی دی ۰

ای ظالمویرغلګرواوکورنی وطن پلورنکوغلامان یی!!!ګوری چې زما خاورې ته نورسپک نظر ونکړې .
ددې خاورې دباتورو زامنو لپاره دوطن نوم مهم دی ، عزت یې مهم دی ، پت یې مهم دی ، ددې خاورې بچيان  ملی اردو پت خوښوي ، عظمت خوښوي ، بې پتي او بې عزتي نه پیژني ، لله الحمد اوس پیاوړی او چمتودی چی داخاوره په خپلو وینو اوبه کړي خو تږي یې نه ساتي ، بچي یي په جارجار دانارې وهي:


                                  
موټی خاوره دوطن به پرې ورنکړم
                                  
که په سردځمکې هر وطن ختن شي
                                  
داوبو په ځای دزړه وینې به ورکړم
                                 
که ضرورت وی قرباني زما دتن شي.

لمر غونډی روښانه ده چی په دې خاوره کې دګوټو په شمیر څو کړئ داسې هم شته چې خوري ددې خاورې دحاصلاتو نه او کارکوي دبل ارشاداتو ته ، اوسي ددې خاورې په ښکلو او دازادئ په مستو هواګانو کې ، مګرغلامی اوکارکوي دغلیم لپاره ، خو بیاهم داخاوره دافغان خاوره ده ، دقهرمان میرویس خان خاوره ده ، د سلطان محمودخاوره ده ، دګرګین ،انګریزان او  روسانولپاره بلای جان خاوره ده ،په دې خاوره چې هرشاشجاع پیداشوی دې خاورې ورته اتل افغان پیداکړی ، دهرفرعون لپاره یې موسی زیږولی ، هرظالم ته یې احمدشاه زیږولی ،دې خاورو بې لارو او ګمراه خلکو ته تل سزاورکړې ،
پدې خاوره چې مکناټن هم خراب نظر کړی وو،نو ددې خاورې غازی افغان رښتین بچی اکبرخان ورته سزاورکړیده ، په دې خاوره که بریژنیف-  ګربچوف راغلی په ټیته سر بیرته تللی ، ددې خاورې دوپټې هم دغیرت نښې دي او شملې یې هم دقهرمانئ مډالونه دي ، چاچې ددې خاوری ددوپټو اوشملو عظمت لیدلی بیایې ترې دتل لپاره احرام تړلی ،دځان دپټ لپاره یې استعمال کړي دي ۰
په دې خاوره که څوک بې حسابه راغلی او که بې کتابه راغلی ، که تور راغلی او که سور راغلی ، په مخه کې ورته زور راغلی ، شړل شوی ، شرمیدلی ، تښتیدلی او میدان یې پریښی . که دشپې راغلی نو سبا دشرم سره شړل شوی ، که سبا راغلی بیګا په بې عزتئ سره وتلی دی ، که ورانی یې کړی مرګ یې موندلی ، که سپک یې کتلي ورک شوی دی ، سوزیدلی دی ، لیونی شوی دی او ځآن یې باسلی دی.
ای پردی پال او بوالهوسه بیا غوږشه !!!دې چمن ته چې چاهم تیږه ګوزار کړې ، لاسونه یې مات شوي ، چاچې ورته خیړن کاته کړیدي سترګې یې وتي دي ، خوبونه یې تښتیدلي دي ، غلیم یې ناکام شوی دی ،نا ارام شوی دی ۰ په دې خاوره کې به دم هم حساب اخلې او په قدم هم ،
ته به ډیر زور لري ، زر به لري ،پردی ملاتړ لری ،خو ګوره اودومره واوره چې :
داخاوره دافغان خاوره ده– دا دافغانستان خاوره ده۰ دلته میړني زمریان اوسي
اتلان اوسي۰ پدې خاوره باتوره او تکړه افغانان اوسي ۰ داوطن افغانستان دی ، دا عزت دهرافغان دی ، په مونږه باندې دځان نه هم ګران دی ، بیا ګوره اوبس کړه هوسبازی او غلامی دې خاورې ته به سپک نه ګورې کنه سپک به شې ، ورک به شې ۰
ترڅو چی پاټی یو افغان وی ، تل به افغانستان وی