مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

«
»

جګړه او ورور وژنه د هېواد ستونزې نه شي حل کولای

 نور محمد غفوری

سریزه

نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده. د دې جګړې د ورانیو، وینو تویېدو او بدمرغیو شاهد هر افغان دی. په ډېر تاسف سره، لا هم په هېواد کې داسې ډلې شته چې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د وسلو کارول غواړي او جګړې ته لمن وهي. زموږ ملت باید درک کړي چې دا د ستونزو د رښتیني حل لاره نه ده.

جګړه د بشري تاریخ له پخوانیو او ویجاړوونکو پدیدو څخه ده. له لرغونو زمانو راپه دېخوا انسانانو د مادي منابعو د ویش، د واک د ترلاسه کولو، د عقیدې د اختلاف او یا د سیاسي برلاسۍ په خاطر یو له بله سره جګړې کړي دي. خو تاریخي تجربه ښيي چې هېڅ ملت د جګړې له لارې دوامدار ثبات، سوکالي او پرمختګ ته نه دی رسېدلی. افغانستان هم د څو لسیزو جګړو، سیاسي ناندریو او ورور وژنو له امله د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شوی دی.

د دې مقالې موخه دا ده چې د علمي او ټولنیز تحلیل له لارې څرګنده کړي چې ولې جګړه او ورور وژنه د هېواد د ستونزو د حل معقوله لاره نه ده، او پر ځای یې د تعامل، سولې او تفاهم لاره غوره ده.

 د جګړې علمي او ټولنیز تحلیل

په علمي لحاظ، جګړه هغه وسلواله نښته ده چې د یوې ډلې د سیاسي، اقتصادي یا عقیدوي موخو د تحقق لپاره د بلې ډلې پر وړاندې ترسره کېږي. جګړه د ټولنې د توازن او جوړښت ګډوډوونکې پدیده ده او د انساني پرمختګ مخه نیسي.

د ټولنپوهنې له نظره، جګړه د ټولنیزو اړیکو بنسټونه زیانمنوي؛ باورونه له منځه وړي، ټولنیز یووالی کمزوری کوي او د اعتماد دیوالونه نړوي. همدارنګه، جګړه بشري پانګه (ځوان استعدادونه، مسلکي ماهران او فکري ځواکونه) له منځه وړي، چې دا د هېواد د اوږدمهاله وروسته پاتې‌والي لامل ګرځي.

 د ورور وژنې ناوړه پایلې

د داخلي جګړو پایله ورور وژنه ده. ورور وژنه هغه حالت ته ویل کېږي چې د یوه ملت وګړي د خپلو ملي ګډو ګټو پر ځای د ګروپي، قومي یا مذهبي ګټو لپاره یو پر بل وسلې پورته کړي. دا پدیده د یو ملت د ویش، تجزیې، بې‌اعتمادۍ او ټولنیز زوال تر ټولو خطرناکه لاره ده او د بهرنیو لاسوهنو دروازې پرانیزي.

افغانانو د کورنیو جګړو له امله سختې ناوریني دورې تېري کړې دي؛ د شلمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې داسې حالات  هم راغلي چې کورنیو د خپلو شهیدانو د ښخولو لپاره ځای او فرصت نه شوای موندلای. د یویشتمې پېړۍ د شلو کالو په اوږدو کې، زرګونه ځوانان هره ورځ شهیدان او ټپیان کېدل. دا جګړې، چې ډېری یې د بهرنیانو په تحریک او تمویل روانې وې، د ملت پر روان او ټولنیز وجود داسې ژور ټپونه پرېښي چې د رغېدو لپاره یې اوږدې مودې ته اړتیا ده.

دا حالت نه یوازې د بشري تلفاتو سبب شوی، بلکې د ملي یووالي، متقابل باور، ملي اقتصاد، ښوونې او روزنې او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې یې ستر خنډونه جوړ کړي دي.

  ولې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده؟

1. جګړه عقلاني حل نه، بلکې احساساتي غبرګون دی:

جګړه د قهر، غچ اخیستنې او تاوتریخوالي له احساس څخه راولاړېږي. په داسې حالت کې کیدای شي چې د جګړې د یوه او یا بل لوري څخه داسې د انسانیت ضد عملونه سر ووهي، چې د مؤقتی قهري حالت د له منځه تلو سره سم ورباندې پښیمانه شي. په جګړه کې د یوه لوري بریا او د بل لوری تسلیمېدل د هېوادنیو ستونزو دایمي حل نه دی. عقلاني او دوامداره حل د خبرو، تفاهم او زغم له لارې موندل کېږي، نه د زور او تاوتریخوالي له لارې.

2. جګړه د ستونزې ریښه نه لټوي:

ډېری ټولنیزې ستونزې، لکه بې‌عدالتي، بې‌کاري، بې‌تعلیمي او اداري فساد، علمي او مدني حل ته اړتیا لري، نه جګړې ته. جګړه یوازې د ستونزې نښې له منځه وړي، خو د ستونزې ریښه نه وچوي. د ټولنیزو ستونځو د راپیداکېدو د اقتصادی او ټولنیزو شرایطو له منځه وړل او د هغو د ولیو د وچولو له پاره عقلانی او سم پلان جوړول او پلي کول یې زغم، صبر او وخت غواړي. 

3. جګړه اقتصادي او ټولنیز زیانونه رامنځته کوي:

په جګړه کې د هېواد زیربناوې ویجاړېږي، پانګه‌وال مهاجر کېږي، بیکارۍ زیاتېږي او د تولید سکتور فلج کېږي. د خلکو د ژوند سطحه ټيټه پاتې کیږي او د فقر کچه لوړېږي چې په پایله کې ټولنه په اوږدمهاله اړتیاوو کې ګیر پاته کیږي. د هر ډول ټولنیز پرمختګ له پاره تر هر بل څه د مخه د جګړو مخنیوی او په هېواد کې د سوله ایزو شرایطو رامنته کول ضرور دي. د پرمختګ لومړنی شرط د سولې او ثبات ټينګښت دی.

4. جګړه د انساني فکر د ودې مخه نیسي:

په جګړه‌یزو شرایطو کې د زده‌کړې، څېړنې او نوښت پر ځای د هر چا د بقا او دفاع مسئله لومړیتوب پیدا کوي. دا حالت فکري ودې ته زیان رسوي او د نوښت فرصتونه له منځه وړي.

5. جګړه د راتلونکو نسلونو رواني توازن له منځه وړي:

هغه ماشومان چې د جګړې په چاپېریال کې لویېږي، د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ ذهنیت خپلوي. دا نسلونه د سولې او همزیستۍ پر ځای د تشدد له فرهنګ سره عادتېږي.

 د سولې او تفاهم اهمیت

سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی، بلکې د متقابل درک، زغم او ګډو ملي هدفونو شتون دی. د نړۍ پرمختللي هېوادونه ثابته کړې چې ټولنیز ثبات او فکري ازادي د پرمختګ بنسټونه دي. هغو ملتونو چې د جګړې پر ځای د تعلیم، عدالت او دیموکراسۍ لاره غوره کړې، نن د بشري پرمختګ مخکښان دي.

د سولې فرهنګ په ټولنه کې د خبرو اترو، تفاهم، ملي اجماع او متقابل درناوي له لارې رامنځته کېږي. دا فرهنګ ملتونه یو موټی کوي او د ګډ پرمختګ زمینه برابروي.

پایله

په پایله کې ویلای شو چې جګړه او ورور وژنه هېڅکله د هېواد د ستونزو د حل معقوله او دوامداره لاره نه ده. جګړه یوازې ویجاړۍ، بې‌باوري او شاتګ زېږوي، خو سوله، علم او همکاري د تلپاتې ثبات او پرمختګ ضمانت کوي.

نور محمد غفوري

۱۱/۱۱/۲۰۲۵